جون 02, 2020

په مساجدو کې چاودنې د دښمن یوه دسیسه ده

په مساجدو کې چاودنې د دښمن یوه دسیسه ده

د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۸مه نیټه په کابل او غور کې په مساجدو کې چاودنې ډیرې دردونکې پیښې وې، چې ټول ملت یې غمجن کړ. اسلامي امارت دغه ډول پیښې په کلکه غندي او دا د پټو او ښکاره دښمنانو یوه سنجول شوې دسیسه بولي، چې غواړي په افغانستان کې مذهبي جګړه پیل او د اشغال څخه د ولس توجه بلې خوا ته واړوي. همداراز دا د جهادي بهیر د بدنامولو لپاره یوه کرغیړنه هڅه ده او واقعي مجاهدین ورځینې مبرأ دي.

ښکاره ده، هغوی چې په شفاخانو، جوماتونو او مظاهرو کې داسې چاودنې کړي او لا کوي یې، دا ټول د کابل ادارې د لوړ پوړو چارواکو په وینا د همدې ادارې په ایوانونو کې پالل کیږي او مجهز کیږي. دوی دغه تاکتیک پر ځای او مؤثر بولي او وايي چې اوس به د دغه ډول کسانو په منظم کولو سره د طالبانو مخه ونیسو، بیا به دوی سره وروسته ګورو. خو تیر ته په کتو سره د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو ټول قبیح تاکتیکونه تل د دوی په غاړه کې لویدلي دی، دوی ولس ته مخ نلري. همدا یرغلګر او د هغوی داخلي انډیوالان دي چې د دغه ډول لوبو په ګډون هیڅ ډول نارواو څخه مخ نه اړوي. بې ګناه افغانان په خواږه خوب کې شهیدانوي، شپنیز بریدونه، بمباري او د ډرون هدفي وژنې یې څو واره زیاتې کړي دي. په لوی لاس یې جګړه تشدید کړې، خو په دې نه پوهیږي، د ولسونو مخه په لښکرو نه نیول کیږي. که داسې وای، یوه نیمه لسیزه زور ازمايي کافي وه، چې هدف یې ترلاسه کړی وای. لاکن عملأ وینو چې همدا اوس د افغانستان له نیمایي نه زیات ولس د اسلامي امارت تر واک لاندې اوسیږي چې یرغلګر او د کابل اداره ورسره فعلأ په جګړه بوخته ده.

موږ د کابل ادارې چارواکو ته وایو، چې له خپل ولس سره د پردیو په وسلو او مټ جګړه کومه قهرماني ده چې تاسې یې ټټر وهئ او بیا پکې ناکام هم یاست؟ ظاهرأ د سولې چیغې وهئ لاکن عملأ د جګړې عوامل رامنځته کوئ. که واقعأ سوله غواړئ؛ نو ضروري ده چې لومړی هغه عوامل له منځه یوسئ، چې زموږ د هیواد امن یې له منځه وړی او هغه تاسې ته ښه معلوم دي. که بیا هم خپله بقا د امریکې په نوې ستراتیژي او د هغوی په شتون کې وینئ او د اشغال د دوام لپاره پلمې لټوئ؛ نو په هیواد کې د جګړې او د هغې د ناوړه عواقبو پړه ستاسې په غاړه ده، نه د ولس له قضاوت څخه تښتیدلی شئ او نه د تاریخ!

Related posts