جون 02, 2020

د یرغل په وړاندې د استقامت او اتلولۍ شپاړس کالونه 

د یرغل په وړاندې د استقامت او اتلولۍ شپاړس کالونه 

د روانې اکتوبر (۲۰۱۷) میاشتې په اومه نیټه زموږ په ګران هیواد افغانستان د امریکا د بربنډ یرغل څخه شپاړس کاله تیر شول. پدې موده کې امریکایی یرغلګرو او د هغوی خارجي او داخلي انډیوالانو د تش په نامه ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نوم هغه بشري جنایات تر سره کړل چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کیږي. داسې ناروا نشته چې دوی دې ترسره کړې نه وي. په ودونو، جنازو، ښوونځیو، شفاخانو، کلیو، د کوچیانو په کیږدیو او …… یې مکرر بمبارۍ وکړې. زندانونه یې له بیګناه افغانانو څخه ډک کړل. وسله والې ملیشې یې جوړې کړې چې هغوی مستقیمأ د یرغلګرو د قوماندې لاندې کار کوي. د اربکي په نوم یې زموږ ملي مصطلح سپک او سپاند کړ. په کراتو یې زموږ د مقدساتو توهین وکړ. سرکش والیان یې وروزل او وپالل چې هر یو یې د قدرت جلا جزیره لري. اساسي قانون یې د غرب له قانون څخه راکاپي او وژباړه، بیا یې په افغانانو تحمیل کړ خو سره ددې یې پخپله نقض کړ. دوه سری حکومت، غیر قانوني وخت تیری پارلمان او غیر قانوني وزیران یې د نقض ښې نمونې دي. اوس لا دا چې د روان کال د اګست د ۲۱مې نیټې د نوی ستراتیژی په بیانیه کې ویلی چې زموږ هدف په افغانستان کې وژل دي نه آبادول خو دا عملأ ترهه ګري د دوی په اصطلاح ترهه ګری نه بلکې دیموکراسي ده او ځینې پردي پال افغانان ورته په سپینو سترګو لاسونه پړکوي.

په تیرو شپاړسو کالونو کې یرغلګرو او انډیوالانو یې افغان ولس ته خپله بڼه په همدې ډول ښودلې ده. په راتلونکې کې هم غواړي د خپلو ګټو لپاره افغانستان او افغان ولس د باروتو په لمبو کې وسوزوي.

د کابل ادارې چارواکي چې ډیری یې د غرب تابعیتونه لري، هغوی سره یرغمل دي. خپلې ګټې او بقا د یرغلګرو په ګټو او شتون کې ویني خو د افغان مجاهد ولس ګټې او لاره د دوی څخه جلا ده.

 اوس هغه وخت را رسیدلی چې ټول ولس یو موټی او یو قوت شي. دښمن د خپلې بقا لپاره وروستۍ هلې ځلې کوي خو په کور د ننه مات دي. که موږ ټول د دین او هیواد په مشترکاتو راټول شو، د دښمن پښه نوره پدې ویاړمن هیواد کې د ټینګیدو نه ده او ان شاءالله یو ځل بیا به افغان ولس د خپلواکی غوښتونکو ولسونو د سالار په توګه په تاریخ کې ثبتیږي او دا ویاړ به تر لاسه کوي. وما ذلک علی الله بعزیز

Related posts