جون 02, 2020

د ترهه ګرۍ په نوم د استعمار مزاجي تعریف اهمیت بایللی دی

د ترهه ګرۍ په نوم د استعمار مزاجي تعریف اهمیت بایللی دی

په امریکا کې د نوې ادارې له راتګ سره امریکايي یرغلګرو یو ځل بیا زموږ په ګران هیواد کې د نظامي ځواک استعمال ته توجه زیاته کړې. شپنیزو عملیاتو، د ډرون بریدونو او بمباریو ته یې زور ورکړی دی. د دې تر څنګ ناروا تبلیغات او سیاسي فشار په کار اچوي او فکر کوي چې د زور له لارې به افغان ولس مجبور کړي چې د دوی اشغال ومني. خو دغه داسې ناکامه تجربه ده چې تر دې د مخه شورویانو او انګریزانو ازمویلې ده، خو هیڅ نتیجه یې نه ده تر لاسه کړې. پخپله یرغلګرو د نوې ستراتیژۍ د تطبیق په همدې لنډه موده کې ولیدل چې د دوی ستراتیژي عملأ ناکامه ده. د ساري په توګه، د امریکې د نوې ستراتیژۍ له پیل راهیسې د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس څو ولسوالۍ سقوط شوې او یا د سقوط په حال کې دي.
باید ووایو چې اوسنی ولسي اسلامي مقاومت له لسیزو راهیسې د الله جل جلاله په مرسته څپاند روان دی. دا په یوه ورځ کې را ټوکیدلی او غوړیدلی نه دی. له سور فوځ څخه رانیولې تر امریکایي یرغلګرو پورې یې د هغو په مقابل کې په ملیونونو قربانۍ ورکړې، خو بیا هم په همغه زوږ پر مخ ځي. نوي نسلونه راځي او خپل ایماني او تاریخي رسالت پر مخ بیايي. دا ځکه چې که له یوې خوا یرغلګر او په اوسني وخت کې امریکا او ملاتړي یې په وسلو سمبال دي، له بلې خوا مجاهدین په ایمان او ولسي ځواک سمبال دي. هدف یې روښانه او مقدس دی، چې هغه د اشغال ختمول او په خپله خاوره د افغان شموله اسلامي نظام قائمول دي.
اسلامي امارت نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کوي او نه نور پریږدي چې په افغانستان کې مداخله وکړي. دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې د سوله ایز حل لاره پرانیستې پریښې ده.
د یادولو وړ ده چې اوس د ترهه ګرۍ په نوم د استعمار مزاجي تعریف نور بازار نلري.
دا څنګه کیدای شي چې یرغلګرو دې زموږ هیواد هم اشغال کړی وي، زموږ ولسي خلک دې هم شهیدانوي، زموږ هیواد دې هم لوټې او ورانوی خو بیا دې هم ترهه ګر نه ګڼل کیږي. خو د دې خاورې اصیل زامن، د خپل دین، هیواد او ولس څخه دفاع کوونکي مجاهدین دي ترهه ګر وبلل شي. دا د هیڅ سلیم عقل خاوند نه مني. موږ په امریکا او د هغې په داخلي او خارجي انډیوالانو غږ کوو چې د زور د ناکامې ستراتیژۍ نه لاس واخلي. د مسئلې واقعي حل ته مخه کړي. د روان جهادي مقاومت جرړې د ولس په مینځ کې خښې دي. د الله جل جلاله په نصرت دا یو نه ختمیدونکی قوت دي. باید له هغې ورځې وویریږي، چې که همداشان د افغان مسلمان ولس مشروع حقوقو غصبولو ته ادامه ورکړي، داسې وخت به راشي چې د شوروي اتحاد په شان به د خپل کور د ننه ورنه شړیدلې وي او بیا به ځان نشي راټولولی. وما علینا الا البلاغ

Related posts