جون 05, 2020

د دښمن استخباراتي لوبې د هغوی د مایوسۍ او ناکامۍ علامه ده

د دښمن استخباراتي لوبې د هغوی د مایوسۍ او ناکامۍ علامه ده

د کابل لاسپوڅې ادارې چارواکي او یرغلګر چې کله د جګړې په میدان کې مایوسه شي، نو استخباراتي لوبو ته مخه کړي. دا د دوی اوس یو دستور ګرځیدلی چې غواړي پدې ډول خپله ناکامي پټه او مورال بایللو عسکرو ته یو څه مورال ورکړي. له همدې امله یې، مخکې ورځو کې یو ځل بیا هڅه وکړه چې په استخباراتي درواغو سره د افغان مسلمان ولس او مجاهدینو په مینځ کې تشویش پیدا کړي.

تاسې به لیدلي وي چې  په غرب پورې تړلیو ځینو رسنیو کې راغلل چې د اسلامي امارت ځینو مشرانو په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې پيل کړی دي. دا مطلق یوه درواغجنه ادعا ده. معمولأ د ګوډاګۍ ادارې استخبارات هره میاشت یو ځل یا دوه ځلې کله په یوه عنوان او کله په بل داسې استخباراتي لوبې کوي. وروسته بیا د غرب له خوا جوړې شوی رسنۍ په منظمه توګه هوا ورکوي. اوس دا د یرغلګرو د نوی ستراتیژۍ یوه برخه ګرځیدلی یا په بله اصطلاح په مجاهدینو پسې درواغ ویل او د هغوی په هکله غلط معلومات خپرول د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو رسمي تګلاره ده. یقینأ قدرمن لوستونکي به په راتلونکي کې هم د داسې استخباراتي دسایسو شاهدان واوسي. خو دې ټولو هڅو نه د جګړې په ډګر کې ورته فایده کړی او نه په رسنیز ‌ډګر کې، ځکه چې هر ځل د دوی ادعاوې او تبلیغات د لنډې مودې وروسته غلطې ثابتې شوی دي. افغان ولس او نړۍ یې بې بنسټه تبلیغات پخپلو سترګو لیدلی او ازمایلی دي.

موږ امریکا او د هغې انډیوالانو ته وریادوو چې  ۲۰۱۲-۲۰۱۰ کالونو کې چې تاسې په افغانستان کې یو نیم لک عسکر درلودل او هر ډول دهشت او وحشت مو خپل کړی و، آیا د امارت کوم مشر په کوم هیواد کې پناه واخیستله؟ آیا له خپلې مبارزې په شا شول؟ باید ووایو د اسلامي امارت ټول مشران د حالاتو په بټۍ کې ټکیدلی او سوچه شوی دي. آیا ستاسې جنرالانو څو ځلې اعتراف نه دی کړی چې د طالبانو ماتول آسانه کار نه دی، تل په نوی زوږ او تاکتیک سره رامخته کیږي او مقابله کوي؟ نو پداسې ناکامو استخباراتي هڅو او بې معنی جګړو نور مصرف مه کوئ، پدې نه ارزي.

اوس هم امریکا د اقتصادي مشکلاتو له کبله هڅه کوي چې په ناټو او ملګرو ملتونو کې د خپلې معمول مالي ونډې ادا کولو څخه په یوه او بله پلمه ځان وباسي. دا ټول په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې ستاسې د بې معنی جګړو پایله ده چې تر دې حده یې کمزوري کړی او بې اعتباره کړی یاست.

هر ولس حق لري چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي. افغانان هم غواړي چې په خپلواک هیواد کې د خپلې عقیدې او مصالحو مطابق نظام جوړ کړي. ددې لپاره مبارزه د دوی مشروع حق او ددې په مقابل کې ستاسې جګړه په هر نوم او ستراتیژۍ چې وي، ناروا او ناکام عمل دی. نو مخکې له دې چې د پخواني شوروي اتحاد په سرنوشت اخته شی، اوس هم لا وخت دی چې سر خلاص کړی او له استعماري لوبو لاس واخلئ.

Related posts