جون 05, 2020

د سپتمبر د یوولسمې تر پلمې لاندې ترهه ګري

د سپتمبر د یوولسمې تر پلمې لاندې ترهه ګري

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې  نیټې له پیښې څخه شپاړس کالونه تیر شوی خو لا تراوسه پورې نړیوالو بې پرې څیړونکو د پیښې څیړنه نده کړي او نه د څیړنې اجازه لري ترڅو اصلي عاملین معلوم کړي او نه پدې نوم په نړی کې انسان وژنې او هیواد نیونې پای ته رسیدلی دي. اسلامي امارت خو له همغه پیل څخه پدې پیښه کې لاس لرل رد کړی، لاکن بیا هم ددې پیښې څخه تر ټولو زیات زیان افغان ولس ته رسیدلی دی. له دې قرائنو دا پوښتنه را ولاړیږي چې آیا دا په اسلامي نړی کې د اسلامي نظام او اسلامی بیداری د مخنیوي لپاره یوه جوړه شوی پلمه نه وه؟ ځکه امریکایانو او انډیوالانو یې د همدې پلمې لاندې اسلامي نظام او د افغان ولس خپلواکي له مینځه یووړه، قومي او نژادي اختلافات یې رامینځته کړل، زموږ طبیعي شتمنۍ لوټي او د هیواد په زندانونو کې پراخ بشري سرغړونې تر سره کوي.

ددې علاوه، د ترهه ګرۍ د همدې نامه لاندې په افغانستان کې د اسلامي مقدساتو سپکاوۍ شوی، د جنازو او واده مراسم بمبار شوی، د ښوونځي ماشومان شهیدان شوي او افغانان پخپلو کورونو کې په خواږه خوب کې په وینو رنګول شوی دي.

په تیرو شپاړسو کالونو کې چې  زموږ په هیواد کې د دوو لکو نه زیات افغانان شهیدان شوی، پدې کې ډیر هغه ماشومان هم دی چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې نیټې وروسته دنیا ته راغلی خو د همدې خونړۍ پیښې په لمبو کې سوزیدلي دي. ددې ټولو سره سره یې، په افغانستان کې یوه داسې فاسده اداره رامینځ ته کړې چې هره ورځ افغان ولس په یوه او بل نوم لا نور ځپي او زبیښي. د واک چوکۍ ته یې یوازې هغه څوک رسولي چې هغوی او کورنی یې د یرغلګرو هیوادونو تابعیت لري او هلته اوسیږي. له افغانستان سره یې تړاو کم او له پردیو سره ډیر دی. موږ عملأ وینو چې د همدې نظام تر سیوري لاندې څوک ملیاردران شوی او څوک د ګهیځ او بیګاه ډوډۍ نلري. پدې حال کې امریکا د خپل امنیت د خوندي کولو په پلمه د سیمې او افغانستان لپاره وخت په وخت نوی ستراتیژی جوړوي چې په هغه کې یې اساسي هدف د جګړې دوام دۍ.

اوس افغان ولس او نړی پدې ټول پوهیږي. د ترهه ګری او دیموکراسۍ جعلي شعارونه نور د ولسونو زړه ته نه لویږي او نه افغانستان نرمه نوړۍ ده چې یرغلګر یې تیره کړي.

باید ووایو چې د عسکرو زیاتولو نوی ستراتیژۍ د افغانستان مسئله اوږدولی شي خو حل کولی یې نشي. پخوا هم داسې ناکامو هڅو نتیجه نه درلوده. د بریطانیې او شوروي اتحاد تیر تاریخ د ټولو مخې ته پروت دی. یوه لاره شته چې امریکا او نور یرغلګر انډیوالان یې د افغانانو کور افغانانو ته پریږدي. که د سوله ایزې لارې او د تفاهم په نتیجه کې حل راشي لا ښه دی. وما علینا الا البلاغ

Related posts