جون 02, 2020

نړۍ ولې د برما د مسلمانانو د مظلومیت چیغه نه اوري؟

نړۍ ولې د برما د مسلمانانو د مظلومیت چیغه نه اوري؟

د لوی اختر په ورځو کې چې د برما د مسلمانانو په ګډون د نړۍ مسلمانان د خپلو کورنیو سره په خوښیو لګیا وو، په برما کې د هغه هیواد ظالم او متعصب فوځ او توکمپالو افراطي بودایانو د روهینګیا د مسلمانانو په قتل عام پیل وکړ. د هغوی زرګونه کلي، ماشومان او ښځې یې د اور په لمبو کې وسوزول او په ژوندون یې د بدن غړي ورنه پرې کړل. ټولې ټولنیزې رسنۍ یې له بوګنوونکو انځورونو ډکې دي. د همدې وحشت له امله د یو نیم لک نه زیات روهینګیا مسلمانان بنګله دیش ته اوښتي دي. خو متأسفانه د ګوتو په شمیر هیوادونو پرته، د ټولې نړی اکثره حکومتونه او ولسونه تماشا کوي، نه څوک دغه وحشت غندي او نه یې د مخنیوي هڅه کوي. باید ووایو چې د برما حکومت هلته د مسلمان اقلیت سره د اپارتاید څخه هم بد چلند کوي، حتی په ۱۹۸۲ کال کې یې د هغوی څخه د برما د تابعیت حق هم واخیست. د حیرانۍ وړ ده، له یوې خوا اوسنۍ نړی د تمدن او د بشر د حقوقو دعوی کوي خو بل خوا عملأ د ظالمانو او یرغلګرو ملاتړ کوي. ټوله نړۍ ویني چې څنګه د مسلمانانو سره د یوه بام او دوه هوا چلند کیږي. دا ډول کړه وړه پخپله د نړۍ د ټول بشریت په مخ یو تور داغ دی.

که اسلامي هیوادونه فکر کوي چې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو سره مرسته نه کول به دوی په امن کې کړي او ارام ژوند به یې په برخه شي دا به یې ستره سهوه وي. اوس هغه وخت راغلی که اسلامي هیوادونه سره راټول نشي او په نړی کې د مظلومو او بیوزله مسلمانانو څخه دفاع ونکړي، لیرې نه ده چې د نړۍ د ظالمانو لاسونه د دوی مری ته هم ورسیږي او یو یو یې جلا جلا وشپیلوي.

د افغانستان اسلامي امارت د برما د حکومت له خوا د روهینګیا د مسلمانانو قتل عام په سختو ټکو غندي او دا د ترهه ګری یوه کرغیړنه بیلګه بولي. په ملګرو ملتونو، اسلامي کانفرانس او د نړی د ویښ ضمیر په خاوندانو غږ کوي چې د برما مسلمان اقلیت د نسلي تطهیر څخه وژغوري. د نړیوالې محکمې له قضاتو هم زموږ غوښتنه ده که واقعأ غواړي چې د روهینګیا د مظلومانو لپاره انصاف مهیا کړي نو هلته د قتل عام عاملین دې د بشریت په ضد د جنایت په تور محاکمه کړي او په هغوی دې د ملګري ملتونو له خوا نړیوال بندیزونه ولګیږي. دا وخت دی چې دغه نړیوال ارګانونه خپل اعتبار اعاده او خپله بیطرفي ثابته کړي.

Related posts