جون 02, 2020

د امریکې یوه بله ناکامه ستراتیژي

د امریکې یوه بله ناکامه ستراتیژي

 د روان کال د اګست په ۲۱مه نیټه د امریکې ولس مشر، د امریکې ویرجینیا ایالت د فورت مایر په نظامي اډه کې د افغانستان په هکله ستراتیژي اعلان کړه. نوی امریکايي ادارې تقریبأ شپږ میاشتې وخت ونیو چې نوې ستراتیژي جوړه کړي خو بیا هم په مینځ کې ډیر تناقض لري. له یوې خوا ادعا کوي چې موږ به افغانانو ته ونه وایو چې څنګه واوسیږئ او څنګه خپله پیچلې ټولنه اداره کړئ چې دا مثبت ټکی دی. خو له بلې خوا عملأ د پخوا په څیر د یرغلګرو عسکرو په شتون او نظامي لارو چارو په کارولو ټینګار کوي. دا پداسې حال کې ده چې په تیرو شپاړسو کالونو کې د زور او فشار تګلارې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. یو وخت امریکایانو او ملګرو یې په افغانستان کې د یو لک نه زیات عسکر درلودل. ټولې حربې او وسلې یې زموږ د مجاهد ولس په خلاف وازمایلې خو نه یې د افغانستان مسئله حل کړه او نه یې زموږ د مسلمان ولس د خپلواکۍ اراده ماته کړی شوه. که امریکا همداشان لس نورې ستراتیژی هم جوړې کړي او تمرکز یې د زور په استعمال وي، د افغانستان مسئله نشي حل کولی ترڅو چې د افغانستان د مسلمان ولس اساسي غوښتنې چې هغه د اشغال خاتمه، د هیواد خپلواکي او د خپلو معتقداتو مطابق نظام جوړول دي ونه مني. ددې هدف د تحقق لپاره اسلامي امارت تل سیاسي لاره هم پرانستې پریښې او نظامي هلې ځلې یې هم جاري ساتلی دي. که دوی پخپله وینا کې رښتیني وي، نور دې افغانان پریږدي چې څنګه غواړي ژوند وکړي او حکومت جوړ کړي.

باید ووایو چې امریکا په افغانستان کې د نظام جوړونې په پروسه کې بشپړه ناکامه شوی ده. دوی په پیل کې د بیان د آزادۍ، ترقي او سوکالی غوړې خبرې کولې خو عملأ یې د دیموکراسۍ تر نوم لاندې د جنګسالارانو یو منفور ټولی په ولس تحمیل کړ چې د هغه په نتیجه کې یې ولس نور هم د فقر، ظلم او ناامنۍ سره مخ کړ. نه یې زراعت ته وده ورکړه او نه صنعت ته بلکې یو څو معلوم الحال کسان د دوی په شتون کې د اداري فساد او اختلاس له لارې میلیاردران شول.

دا ټول ددې معنی ورکوي چې امریکا په افغانستان کې پخپلو ټولو شعارونو کې پاته راغلی ده. اوس ورته پکار ده چې په افغانستان کې ځمکني حقایق په پام کې ونیسي. د افغانانو اساسي غوښتنو ته غاړه کښیږدي او د ټولو هغو عواملو د ختمولو هڅه وکړي چې د هغو له امله افغان ولس د تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې پخپل ټول توان سره د بهرني یرغل په مقابل کې راپورته شوی دی. په نمایشي ستراتیژیو نه د افغانستان مسئله حل کیږي او نه کومه لاسته راوړنه لري. البته که افغان ولس خپل مشروع حقوق تر لاسه کړي، نړی او ګاونډیانو ته اطمئنان ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته امنیتي خطر متوجه نه وي بلکې د خپلو اسلامي او ملي ګټو او متقابل احترام په رڼا کې به ورسره ښه اړیکې ساتي.

Related posts