جون 02, 2020

په میرزا اولنګ کې د ملکیانو وژنه حقیقت نه لري.

په میرزا اولنګ کې د ملکیانو وژنه حقیقت نه لري.

د تیرې یوې اونۍ راهیسې د کابل د لاسپوڅې ادارې رسمي او غیر رسمي رسنیو شور جوړ کړی چې د سرپل ولایت د میرزا اولنګ په سیمه کې، د اسلامي امارت مجاهدینو ۵۲ کسان چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي وژلي او ډیرو ملکي املاکو ته یې زیان رسولی دی. ګوډاکۍ ادارې پورې تړلیو دغو رسنیو دا هم ویلی چې د میرزا اولنګ د سیمې د اوسیدونکو په خلاف دا عملیات د طالبانو او داعش له خوا په ګډه تر سره شوی خو په حقیقت کې پدې سیمه کې داعش هیڅ وجود نلري او نه دلته ملکیان وژل شوی دي. دا غرضي رسنۍ دغې پیښې ته پداسې وخت کې هوا ورکوي چې په هسکه مینه کې د یرغلګرو له خوا د ۱۶ ملکیانو په شهادت چې تصدیق یې هم شوی او د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو له لوري د هاوان د مرمۍ په نتیجه کې د ۱۶ ملکي کسانو په مرګ او ژوبله او د ملکي خلکو په کورونو شپنیو بریدونو سترګې پټوي.
د سرپل ولایت لپاره د اسلامي امارت والي محترم عطأ الله عمري هم د کابل ادارې او هغوی پورې د تړلیو رسنیو تور محض درواغ بللې او ویلی یې دي چې په مخامخ جګړه کې یوازې د خیزش مردمي په نامه د ملیشې وسله وال کسان له مینځه تللی خو د سیمې د نیولو وورسته یې مجاهدینو ته هدایت کړی و چې حتی د هغوی ډوډی هم ونه خوري ترڅو تکلیف ورته ونه رسیږي. یوازې د اربکیانو کورونه تلاشي سوی او وسلې او مهمات یې ورنه اخیستي دي. اوس په سیمه کې سیمه ایز خلک حاکم دي او مجاهدین په غرونو کې په دفاعي خطونو کې پراته دي. محترم عطا الله عمري د دوه اړخیزو بیطرفانه پلټنو غوښتنه کړې ده. دی وايي، د اهل تشیع وروڼه شپه او ورځ په اطمئنان سره د اسلامي امارت د مجاهدینو له سیمې تیریږي او څاروي یې هم د یوه او بل مالچرته ورځي او څریږي. د اهل تشیع وروڼو یوه مشر شیخ سلمان هم دغه ادعا کاملأ رد کړې، وايي چې صیاد ولسوالۍ ته په خپله تللی، له بې ځایه شویو کورنیو سره یې لیدلي او ټولو ورته ویلي چې طالبانو نه خلک په ډله ایز ډول وژلي او نه یې څوک اسیران کړی دي.
حقیقت دا دی چې پدې وروستیو کې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسون له خوا داسې ویډیوګانې خپرې شوی چې په هغه کې د اسلامي امارت مسئولین، د اسیرانو او عام ولس سره اسلامي او انساني برخورد کوي او امارت څو ځلې په یو اړخیز ډول اسیران خوشې کړی دي. دښمن غواړي پداسې پلان شویو ناوړه تبلیغاتو د اسلامي امارت دغه تصویر تر سیوري لاندې راولي او افغان ولس او نړۍ ته د مجاهدینو ناوړه تصویر وړاندې کړي.
باید ووایو چې اسلامي امارت د خپل ولس سر، مال او عزت ساتنې ته ژمن دی. هر کال د همدې مقصد لپاره د خپلو ساحوي مسئولینو لپاره د پوهاوي سیمنارونه جوړوي چې په هغه کې جید عملمأ کرام مجاهدینو ته د نبوي سنتو مطابق د ولس سره د ښه برخورد او جهاد پرمخ بیولو ویناوې کوي. د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې اداره او ځانګړی محاکم رامینځ ته شوی دي. د تیر کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت قدرمن مشر هبة الله اخندزاده صاحب چې پخپله هم شیخ الحدیث او نامتو عالم دی، مجاهدینو ته داسې توصیه وکړه: (د جهادي عملیاتو د طرحه ریزۍ او اجراء په وخت کې د ملکي تلفاتو موضوع جدأ په نظر کې ولرئ….. د خلکو سر او مال ته زیان رسول د شریعت د اصولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف عمل دی). د اسلامي امارت مجاهدین په ټول هیواد کې په همدې تګلاره عمل کوي او د ولس د سر، مال او عزت د ساتلو لپاره عملأ قربانۍ ورکوي.
موږ پخپل ولس او په آزادو رسنیو غږ کوو چې د دښمن دسیسو ته متوجه واوسۍ او د داسې پیښو په باره کې لومړی د اسلامي امارت د اړوند کسانو څخه تصدیق کوی. دښمن غواړي چې د افغانانو په مینځ کې قومي او نژادي اختلافات راپیدا کړي. دا د دښمن یوه کرغیړنه دسیسه ده. راځۍ ټول په دین او خپلواکۍ مین افغانان په ګډه دغه ناوړه دسیسه شنډه کړو.

Related posts