جون 05, 2020

که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته

که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته

وال سټریټ ژورنال تیره اونۍ د ترمپ ادارې د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې سپینه ماڼۍ پدې هم غور کوي چې له افغانستان څخه ټول عسکر وباسي. که څه هم وروسته پدې هکله ضد او نقیض راپورونه خپاره شول او تر اوسه یې دریځ نه دی معلوم خو که امریکا واقعأ د افغانستان څخه په بشپړ ډول د خپلو عسکرو د ایستلو اراده لري او هغه اعلان کړي، د افغانستان اسلامي امارت ددې کار هرکلی کوي او تیار دی چې د بحث وړ په ټولو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.

د افغانستان جګړه د امریکې تر ټولو اوږده جګړه ده. تر اوسه یې کابو ۷۸۰ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. ددې سره سره، امریکې په افغانستان کې د نړی په سطح تر ټولو فاسد حکومت رامینځ ته کړی، د دیموکراسۍ تر نوم لاندې ظلم، بې عدالتي، د مخدراتو تولید او قاچاق، قومي او مذهبي اختلافات، سړي تښتوونې او غلاوې د ورځې دود ګرځیدلی دی.

د افغانستان جګړه اوس یو داسې جبه زار ته ورته ده که امریکا همدومره نور مصرف هم وکړي او همدومره وخت تیر کړي بیا به هم دې نتیجې ته رسیږي چې دا یوه بې مفهومه او ملا ماتوونکې جګړه وه. دغه جګړه نظامي حل نلري دا ځکه چې په افغانستان کې امریکا د یوه تنظیم سره نه بلکې د یوه ملت سره په جګړه بوخته ده.

همدا اوس د افغانستان نیمايي څخه زیات ولس د افغانستان د اسلامي امارت تر ادارې لاندې ژوند کوي خو سره ددې د یرغلګرو هیوادونو په ګډون یې د نړی یوه هیواد ته هم د هغوی د هیواد د ننه ستونزې نه دې جوړې کړی، دا ځکه چې د چا په کورنیو چارو کې مداخله د اسلامي امارت تګلاره نه ده او موږ په تیره یوه نیمه لسیزه کې عملأ دا ثابته کړې ده. موږ د هیواد آزادۍ او د خپلو معتقداتو مطابق نظام جوړول غواړو او دا زموږ مشروع حق دی. ددې حق لپاره خپلو سوله ایزو سیاسي او جهادي هلو ځلو ته دوام ورکوو.

امریکايي جنرالان د امریکې ولس او ولسمشر ته غیر واقعي تمه ورکوي چې که افغانستان ته نور عسکر او یا د بلیک واټر په نوم امریکايي اربکیان ولیږي نو پدې هیواد کې به کامیاب شي. لاکن دغه جګړه ایزه تګلاره ولو که پلې هم شي، یوازې جګړه به اوږده کړي خو ختمه به یې نکړي. افغانان د خپل هیواد د آزادۍ د هلو ځلو په لاره کې نه ستړي دي او نه ناتوانه.

اسلامي امارت د افغانستان د مسئلې واقعي حل غواړي، که امریکا رښتیا هم غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي او واقعي حل یې پیدا شي، نو د افغانستان اشغال دي پای ته ورسوي.

Related posts