جون 02, 2020

اسلامي امارت له چا سره نظامي اړیکي نلري

اسلامي امارت له چا سره نظامي اړیکي نلري

نړیوالو او هیوادوالو ته معلومه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین د تیرې یوې نیمې لسیزې څخه راهیسې په افغانستان کې د امریکې  او د هغې د انډیوالانو د  یرغل په وړاندې وسله وال جهاد کوي. پدې موده کې یې هر ډول حماسې او لاسته راوړنې  پنځولې او بیسارې  قربانۍ یې  ورکړی دی. اوس لله الحمد د همدې بریاوو او قربانیو په نتیجه کې ،  دافغانستان له نیمايي څخه زیاته خاوره د اسلامي امارت  تر واک او نفوذ لاندې  ده. دا پداسې حال کې ده چې دښمن هم زموږ په خلاف له هیڅ ډول هڅو نه مخ نه  اړوي بلکې د نظامي هلوځلو ترڅنګ نورې پټې او ښکاره استخباراتي  دسیسې پرمخ وړي. هڅه کوي زموږ په هکله  نړیوالو ته غلط معلومات  او تصویر وړاندی کړي . له دې سره هم مهاله، د تروریزم د دروغژن نوم لاندې  خپل ناولي اهداف مشروع بولي او   په مزخرفو دلایلو په  افغانستان کې خپل نظامي یرغل توجیه کوي. د همدې هدف لپاره یې    په زرګونو مطبوعاتي مراکز جوړ کړي چې شپه او ورځ د سمعي او بصري خپرونو له لارې، د اسلامي امارت په خلاف  زهرجن تبلیغات  کوي.

  ددې په مقابل کې اسلامي امارت مجبور دی چې خپله واقعي تګلاره او اهداف پخپله ژبه نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو ته واضح کړي. دا  ددې لپاره هم ضروري ده چې نړۍ پدې پوه کړو چې په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه  په څه ډول دي ، موږ په افغانستان کې څه غواړو او ولی یې غواړو؟  په نهایت کې،   دا د ټولو په ګټه ده چې د سمو معلوماتو په رڼا کې د افغانستان په هکله سمې   تګلارې جوړې کړي.  له همدې امله د روسیې په ګډون له هر هیواد سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې یوازې د خپلې تګلارې د توضیح کولو لپاره دي چې دا زموږ مشروع حق دی.  دا هیڅ کله د نظامي اړیکو په معنی نه دي. نه روسیه او نه کوم بل هیواد له موږ سره نظامي مرستې کوي. زموږ لپاره د کابل له مزدورو او یرغلګرو قواوو څخه غنیمت شوې او غنیمت کیدونکې وسلې کافي دي چې په کلونو د یرغلګرو او د هغوی د داخلي انډیوالانو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړو. دا چې پدې هکله یرغلګر او د هغوی ګوډاګیان دروغژن تورونه لګوي، یوازې غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان  پکښې ونیسي. عمدأ کوشش کوي چې په مصنوعي ډول په هیواد کې د نورو هیوادونود مداخلې  ګراف لوړ وښیي او د خپل واک د بقا او مادي ګټو لپاره  هیواد په لوی لاس د نورو هیوادونو د سیالي ډګر وګرځوي. زمونږ په اند، دا د کابل د مړژوانده چارواکو او د هغوی د بهرنیویرغلګرو انډوالانو یو افغان دښمنه، ظالمانه او ناروا دریځ دی.

Related posts