نوومبر 18, 2019

اتل شهید عبیدالله (لطیف)

اتل شهید عبیدالله (لطیف)

داځل مو د (ابدي ژوندي) په سلسله کې  دیوه داسې ځوان  او قهرمان شهید  پيژنده ځایه کړي، چې دالله تعالی په دین میین ،دجهاد او مورچل عاشق او دکورله خوږو څخه یې دسنګر سرې ګولۍ او تکالیف  تر هر چا ډیر خوښ وو،شهید عبیدالله (لطیف) چې تر کومه ماپیژنده او سلام کلام مې ورسره و،تل به دتبسم او دخندا په حال کې کتل کیده ،په خبرو کې ډیر فصیح اللسان او کله به یې چې له چا څخه کومه ناخواله واوریده، یا به یې کوم ملګرې کې نامناسب کار وکوت ،له ځنډ پرته به یې مخامخ ورته  غلطي ښودله  دا که به هغه څومره  دده ملګری هم و،ددې برداشت یې نه درلود، چې  له ډیر تحمل څخه ورسره   کار واخلي او همداسې یې په تیروتنه کې ملوث پریږي ،همداسې به یې چې درسره مجلس کې په کومه موضوع څومره په جدیت خبرې وکړي ،بیرته به یې ورسره وخندل او ستا غصه او دتندې ګونځې به یې په خپله مینه ناکه خندا ختمې کړي ،لنډه داچې سپین زړی مسلمان ،مخلص مجاهداو بي بیلګې شخصیت و،خاطرات یې له هر چا سره ډیر دي، خو چې دلیکنې حوصله تنګه ده ،نودده پیژندنه  په لڼډو تکو کې داسې  را نغاړو!!

شهید عبیدالله (لطیف)

نوم : عبیدالله (لطیف ) د محمد الله زوی د  محبوب  لمسی د کنړ ولایت  د وټه پورولسوالۍ
د ډاګ کرمول  کلې کې  په(  ۱۳۹۳ )ش کال دزمري په ( ۱۳ )نیټه پیدا شوی   او په( ۲۰۱۴ \ ۰۴ \ ۸ Aug 04, 2014 )تاریخ دشهادت لوړې مرتبې ته رسیدلی ، دنوموړې شهید ټول عمر (۵۴)  کاله وه.
ابتدایي زده کړې یې په خپل  کلې کې کړي دي اوذی علاقه  دیني زده کړې یې د پاکستان په صوابۍ اونورو مدرسو کې تر سره کړي دي .
۱ : په انګلیسي   ژبه ښه  پوهیده  او تر څنګ یې  خطاطي  هم کړې  وه .
* د روسانو په وخت یې هم د خپل مشر تره له  ځوی شهید داکتر نعمت الله سره یوځای جهاد کاوه ،  چې کله یې  دپاکستان  باجوړ ته  هجرت کاوه ،د(۱۸) کالو شاوخوا به وه،  . د روسانو په وخت کې د شهید رحمه الله د کورنۍ څخه هم  څلور کسه شهیدان شوي دي ،چې یوه پکې  دشهید خور ، دوه ترونه  ( شهید رحمت الله) چې د شهید ډاکترنعمت الله پلار  ،  (شهید جمت الله)او د شهید رحمه الله ( نیا ) وه) دا څلور واړه  د روسانو لخوا په شهادت رسیدلي وو.
شهید عبید الله داسلامي  امارت  دواکمنۍ  په وخت کې  د اسلامي امارت د مخالفینو سره د پیج دره کې ډیر   جنګونه کړي  اوهم  د افعانستان په شمال او بامیانو ولایتونوکې  هم د جنګونوپه لومړیو لیکو  کې یې  مسلسل برخه  اخستې ، چې  وروستیو کې  د غازی اباد په ولسوالۍ کې  دامنیي قومندان په صفت یې دنده تر سره کړي  ده  .
کله چې امریکایانو پر هیواد یرغل وکړ ،شهید عبیدالله او دده صف خوږ ملګرې  او دتره ځوی (شهید ډاکتر نعمت الله)  ورسره  جهاد له لومړۍ ورځې نه   شروع کړ، ترڅو یي   دا خوږ او نزدي    ملګری  ډاکتر نعمت الله ترې د امریکایانو په  یوه  چاپه کې په شهادت ورسید.
نوموړی شهید  په متفجراتو کې   تجربه کار استاد  او په خپل لاس یې د امریکایانو یې شمیره  ځغروال وسایط الوځولې  او په بیشمیره جنګونو کې شرکت کړی دی .
له نیکه مرغه چې دخپل ټول فامیل  په ملتیا یې  دویم  ځل هجرت  زاړه دارالهجرت  ته وکړ،چې دتکالیفوپه لړ کې  یې (۱۹) میاشتې زندان  هم داځل تیر کړ.

دشهید لطیف  د حسن کارکرد ه ګۍ  او جهادي  منل شوي اسلوب له  امله  ورته  داسلامي  امارت لخوا ړومبی   دلګی مشري او بیا  د نرنګ ولسولۍ مسؤلیت  ورکړ شو او نوموړی تر پایه ددې ولسوالۍ ولسوال وو .
دا چې  ښاغلی عبیدالله  د شهادت غوښتونکی  او دهمدې لارې دکاروان  په ملتیا میین ځوان  و،په ( ۲۰۱۴ )هـ ق کال  کې د وړوکې اختر په اوومه (۷) ورځ  په خپل پلرني کلې کې د  اجیرو  پولیسو لخوا ورته کمین نیول شوی و، چې له څه جنګ وروسته  نوموړې د ځان سره  یو پولیس مړ ، بل زخمي کړ او  دا  هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید، الله  تعالی دې شهادت قبول کړي !
خاطره :
اسماعیل مولوي صیب  د شهید لطیف رحمه الله  د خولې  څخه حکایت کوي، چې   کله  په آخري ځل باندې  سنګر ته روانیده ، یوملګرې ته یې ویلې و، چې که داځل زه ژوندی راواپس شوم او شهید نه شوم، نو بیا به زه منافق یم، بیا به ماسره ستړې مشي نکوئ !!
همداسې وشول او دې خپل تعهد کې رښتونی شو.
صفات  :
تیز او چالاکه.  ، خوش طبعیته ، میلمه دوسته   او د سخا غوندې دمرؤت له نور جالبو صفاتو درلودونکی و .
دشهید عبیدالله  څخه  (۵) اولاده پاتي دي، چې  یو یې ځوان تاند مجاهدپریښی  او دده نه ورپاتې چارې سنبالوي او څلور یې لورګانې دي  .
روح یې ښاد او خوشحاله اوسه !

Related posts