دسمبر 11, 2019

د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ته لنډه کتنه

د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ته لنډه کتنه

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لاهله والصلوة علی اهلها
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د بشریت د وس په کچه هر وخت و هر کار ته داهمیت په سترګه کتلي او له وخت سره سم یې داسي پرېکړي کړي چي په راتلونکي کي یې هر چا ډېري مطلوبي نتېجې لیدلي دي، یوه له هغو پرېکړو څخه چي په دې اړه د یادولو وړ ده هغه دا چي مرکزي دارالافتاء یې د محاکمو له عالي ادارې څخه، فقهي مجالس یې له دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون څخه او تخصصات یې د ښووني او روزني له کمېسیون څخه رابېل کړل او د دې دريو ارګانونو لپاره یې د تېر ۱۴۴۰هجري قمري کال د شعبان المعظم په میاشت کي یو بېل کمېسیون تشکیل کړ چي همدا (د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ) یې نوم ورته وټاکه.
دا درې سره ارګانونه چي علمي او فني چاري پکي ترسره کیږي؛ ددې لپاره چي چاري يې په ښه توګه پر مخ يووړل شي؛ د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام د هیواد په کچه نامتو او منل شوی عالم، استاد الکل شیخ الحدیث والتفسیر مولانا نورمحمد ثاقب صاحب ( ادام الله حیاته ) دسرپرست او رئیس په توګه ورته وټاکه .
دهمدې کمېسیون د ارګانونو د فعالیتونو لنډ جریان په لاندي ډول وړاندي کېږي:
۱ــ مرکزي دارالافتاء :
– په نوموړې اداره کي د افغانستان په کچه د لوړ علمي استعداد او ځانګړي تقوی لرونکي مفتیان په کار ګمارل شوي،کله چي د اسلامي امارت عدلي محاکمو ته داسي ستونزمنه لانجه وړاندي کړل شي چي د یو عالم تحقیق ورته کافي نه وي او زیات تحقیق ته اړتیا لري؛ دمحاکمو مسئولین داسي معضلې او واقعې همدې ادارې ته راجع کوي او په اړه یې حکم ورڅخه تر لاسه کوي .
– کله ناکله په هیواد کي ځیني کړکېچونه وي چي دحل واک یې قومي مخورو او سېمه ایزو علماء ته سپارل شوی وي، هغوی هم د داسي کشالو د حل پر مهال که له یوې ګراني شرعي مسئلې سره مخامخ کېږي د هغې حل هم له مرکزي دارالافتاء څخه تر لاسه کوي .
– په اولس یا امارت کي که کله داسي معاملات رامنځته کېږي چي شرعي اړخ یې څرګند نه وي او معلومول یې څېړني ته اړتیا لري د داسي معاملاتو هر اړخیزه څېړنه همدا اداره کوي او د رسائلو په بڼه داسي مفصل او مدلل احکام مسلمانانو ته وړاندي کوي .
۲ـــ فقهي مجالس :
داخبره جوته او تر لمر ښکاره معلوم حقیقت دی چي یووالی او پیوستون هغه قوت دی چي ډېري لاینحله ستونزي هم هوارولی شي ؛ دیووالي او اتحاد په اړه د قرآنکريم او مبارکو احاديثو حکم او ارشاد دادی چي مسلمانان باید یو موټی و اوسي، څرنګه چي علماء داسلامي ټولنې د زړه او روح حیثیت لري؛ په دې موخه چي علماء په هره پرېکړه کي یوه خوله او یو زړه و اوسي؛ د اسلامي امارت زعيم (حفظه الله تعالی) دفقهي مجالسو تاریخ او په ټولنه کي رغنده رول ته په کتلو سره په هره سیمه کي فقهي مجالس تأسیس کړل تر څو د اسلامي امارت او اولس په ګټه لاندي پایلي ورڅخه تر لاسه کړي :
الف :علماء په هره پرېکړه کي یوه خوله کړي .
ب: دښمن و نه توانېږي چي د علماوو له غفلت څخه په ګټه اخستلو د اولس په منځ کي غیر مشروع او دښمنانه اعمال ترویج او خپل شوم اهداف عملي کړي .
ج : علماء په اتفاق سره اولس له انحراف څخه وژغوري .
د : په مهمو او ستونزمنو مسئلو کي داسلامي امارت مشرتابه ته لازمي مشورې ورکړي .
هـ: دباطلو فرقو د باطلو افکارو د ترویج مخه ډب کړي .
په همدې موخه فقهي مجالس تأسیس شوي چي ترکیب او طرز العمل یې داسي دی :
– په هره سیمه کي د وضع شويو شرائطو مطابق فقهي مجالس شته چي په جمعه کي یوه ورځ انعقاد مومي او پر یوه مسئله یاڅو مسئلو خپل تحقیقات کوي .
– په هره سیمه کي پر ساحوي مجالسو سربېره یو ساحوي مرکزي مجلس هم وي، چي د میاشتي په وروستۍ جمعه کي انعقاد مومي، په هغه مجلس کي د ساحوي مجالسو رئیسان راغونډيږي او پر داسي مسائلو بحث کوي چي په ساحوي مجالسو کي لاینحله پاتي شوي وي .
– پر دې سربېره په دوو میاشتو کي یو ځل یو عمومي مرکزي مجلس دائریږي چي له مختلفو ساحاتو څخه د ساحوي مرکزي مجالسو علماء برخه پکي اخلي او په دې مجلس کي هغه ستونزمني مسئلې تر بحث لاندي نیول کېږي چي په ساحوي مرکزي مجالسو کي یې حل نه وي شوی .
۳ـــ تخصصات :
د مسلمان باید د عباداتو ترڅنګ معاملات هم پر شرعي قوانینو برابر وي، په دې موخه چي د اسلام هر حکم په هر ډګر کي عملي او پلی شي او دا کار کول له واک او ځواک سره سره داسي کسانو ته اړتیا لري چي د معاملاتو د شرعي کولو په اړه لوړ علمي استعداد ولري ترڅو سمي فیصلې صادري او اجراء کړي، د امارت مقام دې هدف ته د رسېدلو په موخه بېله اداره د تخصصاتو په نوم په امارتي تشکیلاتو کي منظوره کړه تر څو ددې ادارې په مټ داسي علماوو ته لوړې علمي او اداري زده کړي ورکړي چي د ښه استعداد او قلم خاوندان وي، تر څو یې په عدلي ارګانونو کي مقرر او د قرآني نظام د پلي کولو په ښه توګه حق اداء کړي.
نوموړې اداره تر دا مهاله دوه باکیفیته مراکز لري او په هغو کي فارغ التحصیل علماوو ته هغه دوه کلن ځانګړی د افتاء او قضاء نصاب لوستل کېږي چي د لوړو علمي او اداري زده کړو په اړه باکیفیته دی.
دتخصصاتو نصاب پر پنځو فترو مشتمل او تقسیم دی چي په هر کال کي درې فتري لوستل کیږي او د دویم کال له پنځمي فترې لوستلو وروسته هر متخصص مقاله لیکي او د مقالې تر لیکلو او د استاذانو له لوري تر ارزیابي کولو وروسته د ادارې له لوري فارغ التحصیل ته سند ورکول کیږي او بیا په امارتي ارګانونو کي پر کارو ګمارل کيږي .

Related posts