دسمبر 11, 2019

لوګر ولایت کې د ښوونې کمیسیون له ديني مدارسو سره  مالي مرسته وکړه

لوګر ولایت کې د ښوونې کمیسیون له ديني مدارسو سره  مالي مرسته وکړه

د اسلامي امارت د پوهنې کميسیون په لوګر ولایت کې د دیني مدارسو اړوند په بیلا بیلو ولسوالیو کې مهمې ناستې ترسره کړې چې په ترڅ کې يې په دیني مدارسو نقدي او د اړتیا وړ توکو مرستې ووېشل شوې.

په غونډو کې له مهتممینو سره د ديني مدارسو د نظم او انسجام په اړه خبرې وشوې، همداراز د ښوونې او روزنې د کميسیون د ټولو اصولو د پلي کولو سپارښتنې ورته وشوې، تر څو هغوی خپلې ورځنۍ اداري او تدريسي چارې د ځانګړیو اصولو له مخې پر مخ بوځي.

ددې غونډو ګډونوالو له مدارسو سره د اسلامي امارت د پوهنې کمیسیون له مرستو دمننې تر څنګ دې برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د غونډو په وروستیو کې د مدارسو پر مهتممینو د نقدي پیسو مرستې ووېشل شوې او د معمول له مخې غونډې د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیدلې.

۴/۱۲/۲۰۱۹

Related posts