دسمبر 11, 2019

جوزجان: د خمآب ولسوالۍ د مکاتبو د شاګردانو تر منځ د تقریر سیالي تر سره شوه

جوزجان: د خمآب ولسوالۍ د مکاتبو د شاګردانو تر منځ د تقریر سیالي تر سره شوه

د اسلامي امارت د پوهنې کميسیون تر څارنې او سرپرستۍ لاندې د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې د ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ د تقریرسيالي ترسره شوه.

یاده سیالي کې د ۸ ښوونځیو شاګردانو برخه لرله چې تر څنګ يې زیات شمیر ولسي خلکو هم ګډون پکې درلود.

په دې سیالۍ کې د پوهنې د مسئولینو لخوا د تقریرونو د ارزونې هیئت هم ټاکل شوی و چې په پایله کې سیف الله د محمدګل زوی د بوزآریغ  لېسې زده کونکي لومړی مقام ترلاسه کړ.

عبدالرحمن د عبدالمجید زوی د خمآب د لېسې زده کونکی دوهم نمره او حاجي محمد د خدرګل زوی د خمآب د لېسې زده کونکی دریم نمره شو.

په یاده غونډه کې جیدو علماءکرامو، د مدارسو زیات شمیر استاذانو او قومي مخورو شرکت کړی وو.

سیالۍ کې بریالیو شاګردانو ته انعامات ورکړل شول او وروسته غونډه د دعا په ترسره کولوپای ته ورسېده.

۲۰۱۹-۱۲-۴

Related posts