دسمبر 09, 2019

غزل/خوشحال کلیوال

غزل/خوشحال کلیوال

خوشال کلیوال:

څو کتابونه، یو ټوپك و، بل هغه سړی و
ولاړ و، غر و، لوی ملا و او ډېر ښه سړی و

هغه یوسف ته ګلاب ورته و؛ نو ځکه خو تل
په پسرلي کې به راشین زما په زړه سړی و

تندي اخیستي ګلان ووتل له کلي پسي
و بیابان ته چې روان لکه اوبه سړی و

د کسری ستني لړزیدلې د هغه له نومه
هلته آرام د وني سیوري ته ويده سړی و

دیموکراسي په خلکو داسی بلا راوستله
نه نرښځی و، او نه ښځه وه، او نه سړی و

د ښار له شوره خوشحال غوښته د صحرا خاموشي
او ملامت نه و، هغه غریب د غره سړی و

Related posts