دسمبر 12, 2019

اندرابي بریاوي څه ته وایي…!؟

اندرابي بریاوي څه ته وایي…!؟

د ورځي خبره :

د کابل د ډېر سري ګوډاګۍ ادارې یو وزیر مسعود اندرابي د تېري یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په تیرو څومیاشتو کې یې د خپلو بهرنیو همکارانو د هوایی او ځمکني ملاتړ په مټ، ګڼې بریاوي ترلاسه کړي، ډیری سیمې یې له طالبانو څخه لاندي کړي، او په دې توګه یې د طالبانو د الفتح په نوم کلني عملیات له شکست سره مخ کړي، زیاته یې کړه چې طالبان باید د دوی له حکومت سره سوله وکړي. کنه وبه ځپل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکي هغه ډول څرګندوني کوي چې له ځمکنیو واقعیتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.

پوښتنه دا ده چې ګوډاګیان او د هغوی بهرني ملاتړي بریا څه ته وایی؟

که چیري دوی بریا دې ته وایي چې په یوه میاشت کې 11 سوه هوایی بریدونه ترسره کول، له کبله یې سلګونه ولسي وګړي په شهادت رسول، په سره ژمي د وردګو د سید آباد ملیخیلو کلي د غریبو خلکو 80 کورونه په بلډوزرو ورنړول، هغوی بې سرپناه پریښودل، په نیمه شپه د عام ولس په کورونو کې د سرو کافرانو په ملتیا او قومنده د داړه مارانو په شان ورلویدل، د خلکو کورونه په بمونو الوزول، شتمنۍ یې لوټل، ښځي او ماشومان په شهادت رسول، په ننګرهار کې 70 تنه د جلغوزیو ټولوونکي مزدوران بمبارول، جوماتونه، مدرسې، کلینیکونه، عامه تاسیسات ویجاړول او نورو ډول ډول انسان ضد جنایات ترسره کول؛ (چې د بشري حقونو د څار سازمان راپور يي ښه ثبوت دی.) که دوی بریا دا ګڼي؛ خو بیشکه چې دا کارونه یې په پراخه کچه ترسره کړي او دا بریاوي یې ترلاسه کړي دي.

او که بریا دې ته وایی چې په په څلورو میاشتو کې یې د 419 قومندانانو په ګډون، زرګونه عسکر ژوند له لاسه ورکوي، په دریو میاشتو کې یې د سیګار په خبره 18605 وسلوال عسکر نادرکه کیږي، د روان کال د (الفتح) عملیاتو له پیله تر اوسه 28 ولسوالۍ د مجاهدینو په لاس فتح کیږي، له سلو ډير بیسونه او قرارګاوې نیولي کیږي، په زرګونو دولتي عسکر له مجاهدینو سره یوځای کیږ، په ختیځ کې یې داعشي فتنه له ماتي سره مخ کیږي او ګوډاګیان یې د تسلیمۍ په نامه له مجاهدینو څخه د ژغورلو هڅي کوي، د 300 تنو په شاوخوا کې داعیشیان له مجاهدینو څخه ژغوري، او کابل ته یې انتقالوي.

نو که چیري دوی بریا همدې ته وایي؛ نو دا هم حقیقت دی، چې دا بریاوي هم دوی ته په برخه شوي، خو دا داسي بریاوي دي، که په دې سره دوی مجاهدینو ته ګوتڅنډني کوي او سولي ته یې ور بولي، نو د کابل د ګوډاګیانو سوله ایزي هڅي هم د دوی د بریاوو په شان وګڼئ، چې له ځمکنیو واقعیتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.

پای …………..!
د ورځي خبره
13- 11- 2019

Related posts