دسمبر 12, 2019

روان وحشتونه باید مستند او د تاریخ په حافظه کې خوندي شي

روان وحشتونه باید مستند او د تاریخ په حافظه کې خوندي شي

أبو عابد

وایي افغانستان بې دوسیې هیواد دی. هر چا چې هر څه وکړل، د وخت په تیریدو کولای شي  په ډیره آسانۍ له خپلو ټولو جنایاتو ځان ومینځي او خلکو ته ځان سپین چرګ کړي. ببرک کارمل د د روسانو په ټانګونو سپور افغانستان ته راغی، د شاشجاع غوندې یې پردي یرغلګر د دې هیواد په حریم راوستل. څو کاله د شرمیدلي غلام او ګوډاګي په شان د برژنف او اندرو پوف په پښو کې ورغړېد او د خپلو هیوادوالو د وژلو او بمبارولو لپاره یې د روسانو مرسته کوله.

خو دکمونیستي رژیم له نسکوریدو وروسته چې همدغه ببرک کارمل په ترمذ ښار کې اوسیده او د بي بي سي خبریال حامد علمي ورسره مرکه وکړه، نو نوموړي په ډیره سپین سترګۍ له ټولو جنایاتونو انکار وکړ، علاوه لا دا چې د شورویانو دایستلو کریډت یې هم خپل ګاڼه او ویل یې چې شورویان ما و ایستل.

ډاکټر نجیب چې د ببرک کارمل په وخت کې د خاد ( ملي امنیت یا استخباراتو) رئیس و، هغه جنایات یې ترسره کړل چې قلم یې د لیکلو تاب نه لري، زرګونه عالمان، منورین، قومي مخور او بې ګناه افغانان یې د پلیګون په دښتو کې ژوندي تر خاورو لاندې کړل. د خاد په شکنجه خانوکې یې نه یوازې مؤمن افغانان وکړول، نوکونه یې ترې وایستل بلکې بیا بیا یې د درنو مؤمنانو عزتونه هم پایمال کړل. د نجیب د ریاست او بیا ولسمشرۍ په وخت کې افغانستان په بشپړ ډول تباه شو. د شوروي یرغل په دې کلونو کې دومره افغانان ووژل شول چې د مؤرخ محمد ابراهیم عطایي د  محاسبې له مخې یې که ککرۍ د کابل ــ کندهار په سرک کیښودل شي نو له کابله تر کندهاره به یې کتار ورسیږي.

خو دا چې هیڅ مؤرخ د ډاکټر نجیب جنایتونه قلمبند نه کړل. هیچا هغه وخت د هرات، کراړې، ده سبز ، لوګر او نورو سیمو ستر قتل عامونه په مستند او با ثبوته ډول د تاریخ حافظې ته ونه سپارل، د دغو جنایاتو عاملین او قاتلین یې معلوم او مشخص نه کړل. بلکې دغه ستر فجائع یې همداسې في الجمله او مجمل شکل یاداشت کړل. نن دا دی د شهیدانو ډلییز قبرونه شته،خو قاتل ورک دی. لکه دغه زرګونه افغانان چې په کوم طبعي آفت وژل شوي وي. دا چې د ډاکټر نجیب غوندې د یوه لوی سفاک او قاتل ظلمونه مستند نه شول نن ډیرو ته نجیب د یوه اتل په حیث ورپیژندل کیږي او زموږ په لاس کې هغه مفصل لاسوندونه نشته او یا کم دي چې دغه ستر قاتل ورباندې ملزم کړو.

همداسې د کورنیو جګړو قاتلان در واخله، له مسعود، مزاري او دوستم ونیسه بیا تر زرداد او نورو پورې هغوی چې د تنظیم جنګۍ په کلونو کې یې شپیته زره کابلیان شهیدان کړل، له ښځو یې سینې غوڅې کړې، د رقص مرده نندارې یې جوړې کړې او د خلکو په سرونو کې یې میخونه ټک وهل. اما بیا هم چا د دغو مجرمینو جنایات په کما حقه شکل قلمبند نه کړل. غرونه غرونه جنایات یو ځل بیا په مجمل شکل د تاریخ صفحو ته وسپارل شول، په داسې ډول چې مقتولین یې معلوم خو قاتلان یې مشخص نه کړای شول. نن دا دی وینو چې د افشارو قاتل احمد شاه مسعود ته ملي اتل ویل کیږي او د رقص مرده نندارچي عبدالعلي مزاري د ملي وحدت شهید ګڼل کیږي.

که راشو وروستیو کلونو ته، حامد کرزی خو به مو یاد وي چې امریکایي چورلکې له جیکب آباد څخه روزګان ته یووړ او بیا  له شاولیکوټ تر کندهار په امریکایي ټانګ کې سپور راغی او د هیواد چارې یې د امریکایي الوتکو تر وزرو لاندې ترلاسه کړې، نن هماغه کرزی هم ځان د امریکا ضد مبارز ګڼي او هیڅوک هم پرې نه شي ثابتولای چې جناب تاسو خو یو وخت د همدې یرغلګرو تر ټولو نازولی او باور وړ همکار واست.

خبره مې په هیواد کې د روانو جنایاتو، قتلونو، تخریب کاریو او نورو جنګي فجائعو په اړه کوله. د اشرف غني په واکمن کیدو سره، خصوصا په وروستیو کلونو کې، د هیواد په لر او بر کې د وحشت او قتل عام یو نوی دوران پیل شوی دی. په دې قتلونو کې که له یوې خوا خارجي اشغالګر دخیل دي او خپله اقرار کوي چې په یوه میاشت کې یې له یوولس سوه زیات بمونه په افغانانو غورځولي او هره ورځ په اوسط ډول تر پنځلس زیات ډرون بریدونه ترسره کوي. بل اړخ ته په دې جنایاتو کې لویه ونډه د داخلي ګوډاګیانو هم ده.

اشرف غني چې ځان اعلی سر قومندان ګڼي، دغه راز دفاع وزیر اسدالله خالد او ځینو نور چارواکي په مستقیم ډول د دغو مظالمو قومنده په لاس کې لري. د دوی تر امر او څارنې لاندې هره شپه په ولسي کورونو چاپې لویږي، خلک په خپلو بسترو کې وژني، کورنه لوټوي، بازارونه سوځوي، ماشومان، ښځې او ځوانان په قصدي ډول په صحرایي محاکمو کې له منځه وړي، د خلکو موټرې او وسایط تخریبوي او هر وړ زیان یې چې په وس پوره وي خلکو ته یې رسوي.

د دغو جنایاتو خبرونه خو اول پټ پاته کیږي، بیا که رسنیو ته سرایت وکړي نو یوازې د یوه لنډکي خبر په حیث تیریږي او لویې فاجعې یوازې د مرګ ژوبلو په ارقامو کې خلاصه کیږي. حال دا چې ترسره شوي وحشتونه خورا درانه او بوږنوونکي دي. مثلا د اشرف غني عسکر د خلکو تر غاړو باورت رسۍ ورتاووي او بیا د داعش په شان انفجار ورکوي له افغانانو سرونه قلم کوي. کوچني ماشومان په زانګو کې وژني، له سعودي راغلي مسافر په بمونو الوځوي او نور قسما قسم جنایات او وحشتونه ترسره کوي، خو د جنایاتو دغه وحشتناک اړخونه همداسې پټ پاته دي.

د دې لپاره چې سبا د دې قتلونو عاملین معلوم وي، تاریخ ته ظالم او مظلوم واضح وي باید دغه جنایت په مستند او بشپړ مفصل ډول ولیکل شي. د هرې پیښې داستان له سره تر پایه په پوره تفصیل له لازمو مستنداتو لکه تصویرونو، ویډیو کلیپونو او نورو شواهدو سره خوندي شي. ځکه که داسې ونه شي سبا به اشرف غني هم له ټولو قتلونو منکر وي او د ډاکټر نجیب غوندې به یې د قهرمانۍ دعوه کړې وي. بیا به یې څوک ورسره سپینوي چې ستا په واکمنۍ کې خو په زرګونو معصوم کلیوال په توره شپه د تورو خاورو میلمانه شول.

ډاکټر نجیب چې کله د خپلو اعمالو په سزا ورسید نو ډیرو خلکو ځکه اعتراض درلود چې د نوموړي جرم او جنایات ورته په مفصل ډول نه و معلوم. که د اشرف غني جنایت مستند او خوندي نه شي نو سبا که دغه قاتل هم د ملت لخوا د خپل عمل په سزا رسیږي نو ناخبره خلک به اعتراض لري.  پر موږ د مظلومو ولسي شهیدانو یو حق دا دی چې د دوی مظلومیت په ټول آب و تاب د تاریخ حافظې ته وسپارو او قاتلان یې راتلونکو نسلونو ته ور په ګوته کړو. هر د قلم خاوند باید دې مسؤلیت ته متوجه وي او په خپله سیمه کې ترسره کیدونکي جنایت په مفصل شکل قلمبند کړي او بیا یې په رسنیو کې نشر کړي.

Related posts