دسمبر 12, 2019

غلام د بادار وحشت توجیه کوي!!

غلام د بادار وحشت توجیه کوي!!

د ورځي خبره:

پرون دننګرهار- کابل پر لویه لار دلغمان ولایت دقرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې یرغلګرو د ملکي هیوادوالو د سپرلۍ پر دريو موټرانو ګازي مرمۍ اورولي؛ چې له امله یې درې واړه موټران او دوه دوکانونه سوځیدلي او پنځه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو او پیښه کې زیانمنو شويو خلکو بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې کله یې د بهرنیو ځواکونو دلیزرونو برېښناوې ولیدلې؛ موټران یې له پاخه سړکه واړول، خو ناڅاپه پرې همدې ځواکونو د موټرونو دمخ پر ښیښو ډزې وکړې چې له امله یې موټرونو اور واخیست.
اشغالګر او کابل اداره معمولا ملکي هیوادوالو ته د زیان اړولو وروسته ادعاء کوي چې مجاهدین ولسي وګړي د سپر په توګه کاروي او ددوی په ځوابي ډزو کې ممکن ملکي خلکو ته زیان اوښتی وي. خو دغه پیښه دبې شمېره ورته حادثو په شان داسي مهال رامنځته شوې؛ چې نه دیرغلګرو پر موټرو ډزې شوې او نه هم کوم بل خطر ورته متوجه شوی، فقط د ملکي خلکو دسپرلۍ موټران د اشغالګرو کاروان ته څه ورنژدې شوي او په همدې ګناه(؟) خلک ژوبل شوي او موټران یې سوځول شوي دي.
له دې پیښې څخه که له یوې خوا د یرغلګرو او ګوډاګیو عسکرو د وحشت او ډار اندازه ښه معلومیږي؛ له بلې خوا په اطرافي او د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو کې هره ورځ یرغلګر او د ګوډاګي رژیم ټوپکیان په بیلابیلو ډولونو ولسي هیوادوال شهیدانوي، شتمنۍ یې لوټي، دوکانونو، کلینیکونو او نقلیه وسایطو ته یې اور اچوي، په مدارسو، مسجدونو او ښوونځيو چاپې وهي او د یو منظم پلان له مخې یې ویجاړوي.
د ګوډاګي رژیم د لغمان ولایتي چارواکي د خپلو بادارانو همدغه وروستی وحشت داسي توجیه کوي: « بهرنیو ځواکونو ملکیانو ته د درېدو اشاره ورکړې، خو دوی اشارې ته پام نه دی کړی او وروسته بهرنیو ځواکونو لمبه لرونکې مرمۍ ورخوشي کړي چې دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.»
وګورئ! غلام په څومره سپین سترګۍ سره مظلوم هیوادوال ملامتوي او خپلو وحشي بادارانو ته دبرائت ورکولو هڅه کوي.

Related posts