دسمبر 09, 2019

له سنګره/ شفاعت ریحان

له سنګره/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

وږمې د شهادت راځي اکثره له سنګره
څښتن دي روغ راستون کړه د زړۀ سره له سنګره

يوه ليوني غوښې په بارودو ويلي کړي
او بله لېونۍ ده ناخبره له سنګره

طالب تورن په تور د جهاد تاته درتلی نه شي
قبول يې کړه سلام نبي سروره له سنګره

تا څاري تليفون باندي، بلا دي واخلم، مه کړه
راولېږه يو ليک يوه کوتره له سنګره

ښۀ خوړين شه او بويونه د لونګو له ځان تاو کړه
تر ربه به دي وړم د تن پرهره له سنګره

بېخي دي انتظار په زړۀ خوړلی يمه، مات يم
اې!!! کله به راځې ورکه دلبره له سنګره

که خدای کول، وعده د شفاعت ده، په قيامت به
را پاڅېږې زما شهيد بشره له سنګره

Related posts