دسمبر 12, 2019

د فرهنګي کمېسيون له مرستيال محترم مولوي احمدالله وثيق صاحب سره د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

د فرهنګي کمېسيون له مرستيال محترم مولوي احمدالله وثيق صاحب سره د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

ابو اُسوه حقاني

پاملرنه!

دا چې د حقيقت مجلې شپږمه کال ګڼه وه، نو د درنو لوستونکو لپاره د يوې ګرمې مرکې په لټه کې و، همغه و چې وخت مو ياري راسره وکړه ترڅو د اسلامي امارت فرهنګي چارو او ځيني نورو ارزښتمنو خدماتو وړاندې کونکې زيارکښي ادارې کومه چې د روان سپېڅلي جهاد د قربانيو ترجماني پر غاړه لري له يو لوړپوړي مسئول سره د يوې ځانګړې او خصوصي مرکې پلان و نېسو او ګڼ فرهنګي فعاليتونه چې موږ پرې غږېدلي يو او ياده اداره لا زياته وپېژنو، ښه تصادف لا دا چې د فرهنګي چارو کمېسيون مرستيال محترم وثيق صاحب څه وړاندې د قطر دوحې ته سفر درلودلی او بيا يې د اسلامي امارت سياسي مرستيال محترم ملا برادر آخند حفظه الله چين ته څو ورځېنی سفر پر مهال  د هغه ملتيا کړې چې نور يې هم د دې مرکې وزن او ډول ته کشش ور کړ او د هغې د لوستلو ارزښت يې لوړ کړ.

د مجلې اداره: محترم مولوي صاحب! په پيل کې که د فرهنګي کمېسيون مهمي چاري او فعاليتونه له لنډيز سره لوستونکو ته بيان کړی؟

وثیق صاحب: بسم الله الرحمن الرحیم – الحمدلله و کفی و الصلواه والسلام علی نبیه المصطفی. اما بعد:

لومړی خو ډره مننه چې د حقيقت له ارزښتناکي مجلې سره مو د مرکې موکه راته برابره کړه، چې د هغې له لاري خپل غږ زموږ دروند ولس او هم دنياوالو ته و رسوم او د اسلامي امارت د فرهنګي چارو له فعاليتونو ځيني لنډ مالومات د مجلې له لوستونکو سره شريک کړم.

او بيا ستاسو د پوښتني په ځواب کې بايد و وايم؛ لکه څنګه چې تاسو هم وېنی دا مهال سړه يا تبليغاتي جګړه د نن سبا تر ټولو مهمه جګړه ګرځېدلې او هر دولت او نظام لکه چې نورو (تقنيني، اجرائي او قضائي) قواوو ته لويه اړتيا لري څلورمه قوه يې رسنۍ او تبليغات دي، چې ورته يو دولت ډېره اړتيا لري، نو ځکه اسلامي امارت هم د فرهنګي چارو کمېسيون او تبليغاتو برخي ته څومره چې اړېنه ده ځانګړې پاملرنه کړې او په دې برخه کې اړين پروګرامونه لري، چې د هغو له لاري د خپل مظلوم ولس غږ ته په نړۍ کې انعکاس ور کوي او د جهادي قربانيو له بېلابېلو لارو خپل ولس او دنياوالو ته په وړ بڼه ترجماني کوي.

دغه راز د اشغالګرو وحشتونو ته پراخ پوښښ ورکوي او د دښمن له جنايتونو پرده پورته کوي، د بهرني يرغل په وړاندې د افغان ولس مظلوميت څخه په پراخه کچه يادونه کوي او په دې اړه د امکان تر حده پر خپل ټول توان هڅه کوي ترڅو يې روان سپېڅلي جهاد او روانو قربانيو ته غوره انعکاس ور کړی وي.

فرهنګي کمېسيون پراخ تشکېلات لري چې زه په لنډيز سره د هغو تر ټولو اړېنو يادونه کوم:

د کمسیون ریاست: د دې کمېسيون رهبري له دريو تنو جوړه ده چې يو يې مشر او دوه د هغه مرستيالان وي او ټولي برخي او چاري همدوی تر خپله نګراني او څارني لاندې لري.

د اسلامي امارت ويندویان: امارت اسلامي دوه رسمي ويندويان لري چې عبارت دي له محترم ذبیح الله مجاهد صاحب او محترم قاری یوسف احمدي صاحب څخه او د فرهنګي کمېسيون په چوکاټ کې کار کوي، هره ورځ د ټولو حالاتو، پېښو او ورځنيو ناڅاپي خبرونو په اړه په پراخه کچه کورنيو او بهرنيو رسنيو ته خبر ور کوي، همدوی دوه د مهمو پېښو او بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د اسلامي امارت رسمي دريځ څرګندوي، د اړتيا په مهال له بېلابېلو رسنيو سره مرکې کوي او د هېواد اړوند خبرونه او پېښي راټولوي، کره کوي او بيا يې خپروي.

د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د همدې دوو ويندويانو تر سرپرستۍ لاندې د اسلامي امارت رسمي خبريالان دي چې هره ورځ د اسلامي امارت ويندويانو ته د خبرونو او پېښو راپور ورکوي او هغوی بيا له مناسبي پلټني وروسته اړوند خبرونه خپروي.

له دې پرته د اسلامي امارت رسمي ويندويان ټوله ورځ د هېواد له مهمو او مخکښو رسنيو سره هم په تماس کې وي او د هغو خبري پوښتنو ته ځواب وايي چې په دې اړه اوس رسنۍ خپله مني چې کله هم چې اړتيا پېښه شي د اسلامي امارت رسمي ويندويانو ته لاس رسي لرلای شي.

الاماره کانال: الاماره کانال يو له هغو فعالو خبري سائټونو څخه دی چې هره ورځ خبرونه او سلګونه نور موارد خپروي او انعکاس ور کوي، الاماره کانال د اسلامي امارت يواځېنی رسمي درک او باوري خبري سرچېنه ده چې د بېلابېلو قضاياو اړوند د هغه رسمي موقف منعکسوي، پر پېنځو (پښتو، دري، عربي، انګرېزي او اردو) نړيوالو ژبو۲۴ساعته آنلاين فعاليت کوي او لسګونه خبري ډولونه ترپوښښ لاندې راولي.

د الاماره خبري او تحليلي کانال ترڅنګ سمعي او بصري کانال هم شته چې د جهادي صخنو بېلابېلي وېډيوګاني انعکاسوي او د جګړه اېزو، سياسي، تربيوي او بلنيزو جريانونو په زړه پوري او د کتلو وړ وېډيو کليپونه جوړوي او انعکاس ورکوي.

ورسره د سمعي او غږېزو جهادي شعرونو او د علماؤ او مشائخو د بېلابېلو موضوعاتو راټولو شويو بيانونو کانال دی، همدارنګه شريعت غږ راديو هم شته چې ۲۴ساعته د انټرنيټ له لاري آنلاين ډول يې اورېدلای شی.

اسلام کانال هم يو له مهمو کانالونو څخه دی چې د اسلام مبين دين مهمو حکمونو اړوند ډېر ښه علمي مالوماتونه يې راټول کړي او مېنه والو ته يې وړاندې کړي، په دې کانال کې له ټولو شرعي احکامو، پوښتنو او ځوابونو څخه ګټه پورته کولای شی چې لسګونه علمي او فقهي موضوعات پکې را ټول شوي دي، همدارنګه د مخکښو علماو د عظيم الشان قرآن او مبارکو احاديثو درس هم پکي په پرلپسې توګه ځای شوی.

د صمود مجلې کانال هم شته چې په عربي ژبه خپروني لري، د صمود مجلې او ټولي اړيني عربي ليکني بيا ځل خپروي.

سمعی او بصري څانګه: د فرهنګي کمېسيون يو له مهمو فعاليتونو څخه سمعي او بصري څانګه ده چې پکي پراخ پروګرامونه شتون لري، د جګړې مهالنۍ صحنې په وېډيويي بڼه ترلاسه کوي، د تخنيکي ډلي له خواه د لنډو او اوږدو کليپونو په بڼه جوړېږي او مېنه والوته وړاندې کېږي د اسلامي امارت اړوند مهمو لکه الاماره، منبع الجهاد، الهجرة او…ټولي سټوډيوګاني د نشامي عملياتو، ښوونېز او بلنېز په زړه پوري وېډيو کليپونه جوړوي او په پېلابېلو اندازونو مېنوالو ته وړاندې کېږي.

په سمعي او بصري څانګه کې د شريعت غږ راديو لرو چې همدا اوس په دوو (پښتو، دري) ژبو خپروني لري او په ځيني ولايتونو کې زموږ دروند ولس د راډيويي سټيشنونو له لاري هم ترې استفاده کوي.

اسلامي امارت غږيز بيانونه، ډول ډول بصري وېډيو کليپونه او ټول خپاره شوي توکي د ګڼ شمېر (۸جې بي) مېموري کارتونو او ياهم فلشونو په قالب کې ثبتوي او بيايي ټولو واليانو او جهادي مسئولينو صاحبانو ته د خپلو فرهنګي حلقو له لاري ور کوي او پر پراخه کچه يې خپروي چې له نېکه مرغه د دغه ګام خلکو ګرم هرکلی کړی دی.

مجلې او چاپي خپروني: د فرهنګي کمېسيون له فعاليتونو څخه يو هم متبوعاتي لړۍ او د مجلو چاپ دی، اسلامي امارت شپږ رسمي مجلې لري چې څرک، شهامت، مورچل، حقيقت، شريعت او الصمود دي او هره يوه يې پر خپل وخت چاپ او مېنه وال يې ترلاسه کوي، يادي مجلې مهم سياسي موضوعات او روان مهم بدلونه د خبرونو، مقالو، سياسي تبصرو او ادبي ګلبڼ ته انعکاس ور کوي.

په دې ډول حساسو او انقلابي شرائطو کې د ډېرو کمو امکاناتو او ليږو تخنيکي پرسونل پرمټ د شپږو مجلو چلول او هغه هم پر بېلابېلو ژبو رښتياهم چې يو مهم کار دی چې زموږ ملګري په دې برخه کې تکليف او زيار پرځان وړي او له کوم ځنډ پرته خپل کارونه او فعاليت روان ساتي.

د تاریخ، ليکنو او ژباړو څانګه:

همدا رنګه د تاريخ، کتابونو ليکلو او ژباړو اداره لرو، چې همدا اوس په هرو دريو مياشتو کې پر پښتو او دري ژبو پر بېلابېلو په زړه پوري موضوعاتو يو ټوک نوی کتاب چاپ او پرليکه کېږي، د دې ترڅنګ زموږ خواري کښ وروڼه د چاپ په برخه کې ځيني نوري علمي رسالې، کليزي، بيرغونه او د ځانګړو مناسباتو او اخترونو پيغامونه چاپوي، خپروي او د مېنه والو ته يې رسوي.

د فرهنګي کمېسيون له مهمو فعاليتونو د نورو ادارو ترڅنګ د چاپ او نشر اداره چې په اړونده برخه کې ډېر زيات اخلاص او زيار کوي، د نعت خوانۍ او د شعر شاعري وړتيا ور کولو اداره چې هر څومره وخت کې وي خو يوځل دائرېږي او د جهادي شاعرانو او نعت خوانانو ادبي غونډه لمانځي او …د يادوني وړ دي.

د مجلې اداره: د هېواد په څو ولايتونو کې فرهنګي فعاليت د نورو په پرتله څه زيات دی، ستاسو په اند د دې لامل دی؟

وثیق صاحب: لله الحمد د هېواد په ټولو ولايتونو کې زموږ فرهنګي همکاران بشپړ فعال او يو شان خپلي چاري پرمخ وړي، په هر ولايت کې موږ خپل همکار لرو، هغوی بيا په هره ولسوالۍ کې يوه فعاله څانګه لري او د مهمو نظامي، ښونيزو او بلنيزو خبرونو او پېښو په راټولولو کې يو له بل سره پر همکاري د هري ورځي خپل فعاليتونه د اسلامي امارت د رسمي ويندويانو له دفتر سره شريکوي، او په ټوله کې نظامي شرائطو ته پر کتو په کومو ولايتونو کې چې مفتوحې سيمي زياتي وي او ياهم پکې مجاهدين د نورو هغو په پرتله پراخ فعاليتونه لري هلته مطبوعاتي همکاران هم زيات فعال وي او د مجاهدېنو ټولو پرمختګونو ته پوښښ ورکوي.

خو دا هم بايد و وايو چې موږ په بېلابېلو ولايتونو کې څلور فرهنګي حلقې لرو چې خپل دفترونه او پروګرامونه لري، د دې حلقو مشران د مطبوعاتي همکارانو له لاري د ټول هېواد د هري ورځي جريانونه څېړي، د اړتيا او د جګړه اېزو فعاليتونو د توندېدلو پر مهال اړوند ساحې ته مطبوعاتي ارګان تر نور وخت زيات ور لېږي ترڅو هلته روان وضعيت ته په زړه پوري پوښښ ور کړي.

زموږ ټول همکاران د هېواد د وضعيتونو په اړه يو شان کره خبر ور کوي، فکر کوم ځيني ولايتونو کې د فرهنګي فعاليت د ښه والي لامل امنيتي شرائط او نظامي پرمختګونه وي.

د مجلې اداره: د اسلامي امارت له نورو ادارو لکه سياسي، ښووني او روزني/معارف،  دعوت او ارشاد جلب وجذب او… کمېسيونونو سره د فرهنګي کمېسيون اړيکي څنګه دي؟

وثیق صاحب: لکه چې تاسو ته مالومه ده په هر نظام او دولت کې چې د هغه اړوند ادارو ترمنځ همغږي زياته وي هغومره نظام بريالی وي، او څومره چې د ډول ډول ادارو ترمنځ يو والی رامنځته شي هغومره فعاليتونه په ښه توګه پرمخ ځي، نو له دې امله چې فرهنګي کمېسيون د اسلامي امارت د ټولو ادارو او کمېسيونونو غږ منعکسوي له هغه سره د ټولو اړېکه مهمه او طبعاً هم اړينه ده، موږ الحمدلله د سياسي کمېسيون په ګډون له ټولو کمېسيونونو سره که نظامي دی، که د دعوت او ارشاد جلب اوجذب دی، که د ښووني او روزني دی، که د معارف او لوړو زدګړو او که داسي نور دي ورسره ټېنګې او ښې اړيکي لرو او هر وخت يې اعلاميې، پيغامونه او د دې ادارو اړوند مسائلو مواضع د الاماره کانال، جهادي سټوډيوګانو او داسي نورو له لاري انعکاسوو.

لکه د جلب او جذب کمېسيون مياشتېني راپورونه هر وخت د مياشتي پوره کېدو سره سم خپروو، د ښووني او روزني او د اسلامي امارت ټولو ادارو رسمي پيغامونو ته انعکاس ورکوو او د اړېکو د ښې ودې په موخه په هرڅومره  وخت کې وي يو ځل د ښووني اوروزني، جلب او جذب، ملکي تلفاتو او…کمېسيونونو سره بېلابېلي ناستې ترسره کېږي او د لاښو او ټېنګو اړېکو رامنځته کولو په لارو چارو غور کوي.

د مجلې اداره: د هېواد بېلابېلو ساحو ته د فرهنګي توکو د لېږد پلان د اړوندو ولايتونو واليانو صاحبانو او نورو مشرانو د همکارۍ څرنګوالي په اړه  او ورسره که په دې ارتباط کومه د پام وړ خبره لری که د حقيقت مجلې لوستونکو ته ليږ مالومات ورکړی؟

وثیق صاحب: لکه چې ومو ويل موږ په ټول هېواد کې څلور حلقې لرو، هڅه کوو د اړتيا په مهال خپلې حلقې نوري هم پراخي کړو او هره حلقه دفتر او تشکيل لري، د فرهنګي کمېسيون له دفتر څخه فرهنګي حلقو دفترونو ته د توکو له رسېدو سره سم يې هغوی په اړوندو ولايتونو کې د وېش او خپرولو اقدام کوي، زياتر توکي لکه ځيني مجلې، د مشرتابه اختريز پيغامونه او نوري اړيني اعلاميې يادي فرهنګي حلقې هم چاپ او بيا خپروي.

او بيا د مکتوب له لاري واليانو او يايې مرستيالانو ته سپارښتنه کېږي چې دغه او هغه توکي تاسو ته ورسېدل د هغو په وېش او خوندي ځای کې مرسته وکړئ، موږ له واليانو او ټولو نظامي مشرانو مننه کوو چې په دېکي زموږ له مطبوعاتي همکارانو سره مرسته کوي او د لازياتي همکارۍ هېله ترې لرو ترڅو دغه توکي چې زموږ د ولس او مجاهدېنو قربانۍ ورکي ځای شوې په ښه توګه زموږ درانه ولس ته ورسوي.

ځيني وختونه داسي هم شوي چې له حلقوي دفترونو او ياهم مرکزي دفتر څخه څو ملګري په تشکيل لېږل کېږي، په علمي سفرونو او د مجاهدېنو تر واک لاندې سيمو ته تلو راتلو کې توکي د زياتي اړتيا وړ ځايونو ته ورسوي، بيا هم له واليانو صاحبانو، د هغوی له مرستيالانو او نظامي کمېسيونونو له مشرانو هېله لرو چې زموږ له مطبوعاتي همکارانو سره د توکو په وېښ کې مرسته وکړي، ځکه اسلامي امارت زموږ ګډ کور دی، څومره چې زموږ ګډي موخي ولس ته ورسېږي هغومره مو د نېکنامۍ او بريالېتوب لامل ګرځي.

د مجلې اداره: که له فرهنګي مسائلو را تېر شو، له رسنيو مو خبر ترلاسه کړی چې په دې وروستيو کې مو لومړی قطر ته او بيا د چين هېواد ته يو رسمي سفر درلودلی، نو که په دې اړه مالومات راکړی، همدارنګه له دې سفرونو ستاسو موخي څه وې؟

وثیق صاحب: بلې! لکه چې تاسو ته مالومه ده له څو پرلپسې مياشتو راسي د اسلامي امارت مذاکراتي ټېم او امريکايي لوري ترمنځ خبري رواني وې، له نهه مياشتي مخامخ خبرو وروسته چې د اسلامي امارت سياسي مشرانو ډېره خواري وکړه، ډېري شپې ورځي له امريکايانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې د اشغال پر پای ته رسولو او د نورو پر زيان د افغان خاوري د نه کارېدو ډېر زيات زيار اېستل شوی و او په پای کې ټول جهتونه په دې باندې موافقې ته ورسېدل چې د سولي موافقت ليک مسوده لاسليک کړي، دا چې دا يوه تر ټولو مهمه ناسته وه او د هري ګړۍ ثبتول يې اړين و، نو له فرهنګي کمېسيون څخه هم وغوښتل شول چې څو تنه يې د قطر پلازمېني دوحې ته ورشي، په دغه ناسته کې ګډون وکړي او پر کامره او ليکلو ياد داښتونو سره د دغې ورځي ټول جريانونه ثبت کړي، خو د ټرمپ له ټوېټ وروسته چې ټول مذاکرات لغوه او د هغوی وروستي مراسم و ځنډېدل له دغې موکې څخه په ګټه موږ په دوحه کې د مذاکراتي ټېم له ګڼو لوړ پوړو غړو او په ځانګړې د اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر مشر محترم ملا برادر آخند حفظه الله سره ليدني او ناستې وکړې چې د مجاهدېنو، فرهنګي کمېسيون فعاليتونو او نورو ادارو عادي ستونزي مو په تفصيل ورسره شريکي کړې.

وروسته ملاصاحب حفظه الله موږ ته و ويل چې له هغوی سره د چين په سفر کې ملګرتيا وکړو، هلته مو هم له لاسته راوړنو ډک سفر درلود او د هغو سياسي بحثونو په ضمن کې چې ملاصاحب او ورسره پلاوي سياسي شرائطو ته پر کتو وکړل موږ هم له دې موکې پر ګټه د فرهنګي چارو کمېسيون د فعاليتونو په اړه د چين له لوړپوړو چارواکو سره خبري وکړې.

د مجلې اداره: د ملا صاحب په اړه که و وايی چې د هغه په ملتيا کې مو د څه احساس کاوه، او دا چې د بهرنيو هېوادو چارواکو له هغه سره څه ډول چلند درلودلی او تاسو ته ترټولو زيات په زړه پوري څه و؟

وثیق صاحب: مننه! (ومسکېد) په زړه کې مې وه چې د ملاصاحب اړوند يوڅه و وايم، خو له نېکه مرغه چې تاسو يې پوښتنه وکړه، که رښتيا و وايم څو ورځې چې موږ پکې د ملا صاحب حفظه الله ملتيا کړې هغه مو يو وړ شخص، مشر، مدبر او پر کار پوه، متين او د ښو مواصفاتو پر څښتن و پېژاند، ملاصاحب الحمدلله ډېر ځېرک، د تدبير او درايت څښتن او زيات دروند شخص دی، زياتر وختونه په سياسي دفتر کې وي، له بېلابېلو لوريو او د خپل مذاکراتي ټېم له غړو سره ليدني او خبري اتري کوي، که د مذاکرې کومه خبره وي نو د هغو اړوند او که نه وي بيا د هېواد د راتلونکي او دلته اسلامي نظام په اړه له ملګرو سره خبري اتري کوي، کله ناکله له سياسي لوريو او د هېواد له خواخوږو اشخاصو سره ليدني کوي او د ټولو په ورېنه ټنډه هرکلی کوي.

الحمدلله د چين په سفر کې د دې هېواد لوړ پوړو چارواکو د محترم ملاصاحب په لوړ ډېپلوماټيک انداز هرکلی وکړ، کله چې زموږ د سفر الوتکه د چين پلازمېني بېجينګ پر نړيوال هوايي ډګر کېناسته همدلته د چين د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د ملاصاحب او ورسره پلاوي هرکلي ته راغلي و، په ښار کې د لومړۍ درجې احضارات نېول شوي و، اته يا لسو بينز موټرو ملاصاحب بدرګه کاوه، د ښار په زياتره لويو لارو کې د ترافيک پوليسو لاره د ملاصاحب کاروان ته خالي کړې وه او عملاً يې يو ډېر لوړ هرکلی وکړ، که په لنډو ټکو و وايو د يو ولسمشر په څېر يې د هغه هرکلی او ميزباني وکړل.

د چين په سفر کې زما لپاره تر ټولو جالبه دا وه چې پر دې مهال مې هغه وخت را ياد شو چې امرېکايانو زموږ پر هېواد يرغل وکړ، زموږ نظام له ښارونو و وت، ټولو به ويل چې بيا به هېڅ کله طالب سر پورته نکړي، د طالب نوم هرځای يو جرم ګڼل کېده او دغه نوم چا نشوای اخېستلای، خو دا ورځ ماته ډېره جالبه وه چې د سيمي يو تر ټولو ځواکمن هېواد«چین»په دومره زړه راښکونکو مراسمو کې له محترم ملاصاحب او ورسره پلاوي هرکلی کاوه، دا ټول زموږ د مظلوم ولس او مجاهدېنو د وېنو او قربانيو په برکت چې د چين په څېر ستراتېژيک هېواد زموږ دومره درناوی کاوه.

يوه بله د پام وړ دا چې ملاصاحب ډېر زيات د خپل ولس خواخوږی و، کله چې ټرمپ مذاکرات و درول زه او جناب ايمل صاحب د يوې ځانګړې ليدني پر مهال له هغه سره ناست و هغه و ويل ((دا هېڅ د اندېښنې خبره نه ده، زموږ زړور ولس له جګړې څخه نه وېرېږي، خو ډېر ناوړه چې موږ ځوروي دا ده چې دښمن مو ډېر بې رحمه دی، ولس مو شپه ورځ بمباروي، پر هيڅ واړه او لوی، نارېنو او مېرمنو زړسوی نه لري، د خوښۍ او غم مراسم پر بې رحمۍ سره بمباروي او جنايتونه ترسره کوي، دا مې ډېر ځوروي، که مذاکراتو پايله لرلې وای ډېر زيات به خوښ وم چې د مظلوم ولس ستونزي او کړاونه مو څه سپک شوي وای او ډېره د خوښۍ خبره به وه چې خپل ولس خوشاله و وېنم، خو بيا به هم هڅه وکړو ترڅو له هرې ممکني لاري د هېواد خونړۍ ستونزه له منځه يوسو ان شاء الله تعالی.

د مجلې اداره: که د چين هېواد کومه په زړه پوري خاطره لری او د مجلې له لوستونکو سره يې شرېکه کړی خوشاله به شو؟

وثیق صاحب: په هغه سفر کې خاطرې ډېري وې، خو يوه يې چې موږته هم ډېره په زړه پوري وه دا چې د چين هېواد په شانګها ښار کې د يوې ودانۍ ترڅنګ ولاړ و زه ملاصاحب ته ور نږدې شوم او ورته ومې ويل دې خلکو زيات پرمختګ نه دی کړی؟ هغه سر وښوراوه او ويې ويل هو! رښتيا، ما ورته و ويل ارمان چې موږ هم د خپل هېواد په دې ډول پرمختګ توانېدلي وای! ملاصاحب په ډېره زړسواندۍ و ويل هو! رښتيا ! لږ تر لږه هغه لومړنۍ اسانتياوي لکه برېښنا، ګاز، لويي لاري، کلينېکونه، مکتبونه او نوري لومړنۍ اوټولګټي اسانتياوي مو مظلوم ولس ته برابري شوې وای هم ډېر اړين دي.

د مجلې اداره: زموږ د خلکو سمعي او بصري رسنيو ته زياته اړتيا ده، که و وايی چې د سمعي او بصري فعاليتونو پر کار اچولو په برخه کې تر اوسه کوم اقدام شوی او په راتلونکي کې کوم پروګرامونه په لاس کې لری؟

وثیق صاحب: په دې اړه موږ ډېري هڅي کړې او کوو يې، ترڅو له سمعي او بصري لاري خپل ټول جهادي فعاليتونو ته په ښه توګه او لوړ کيفيت پر ولس کې انعکاس ر کړو، له همدې امله د فرهنګي کمېسيون په تشکيلونو کې سمعي او بصري اداره ډېره پراخه ده، تشکېلونه ـ پرسونل او اسانتياوي مو ورته زيات برابر کړي او بيا هم هڅه کوو ورته برابر يې کړو، ځکه څومره چې له سمعي او بصري لارو د خپل مظلوميت غږ ته پر مظلوم ولس او دنياوالو کې اتعکاس کړو هغومره زموږ د خوښۍ او برياليتوب لامل ګرځي.

په سمعي او بصري برخه کې غږيز اصدارونه لرو، د علماوو بيانونه ثبتوو او دغه راز د شاعرانو او نعت خوانانو حماسي ترانې او نظمونه انعکاسوو، همدارنګه په سمعي برخه کې د شريعت غږ راديو لرو چې همدا اوس د هېواد په زياترو ولايتونو کې د ورځي تقريباً څلور ساعته خپروني لري، ورځني خبرونه او جريانونه پر پښتو او دري ژبو انعکاسوي او هڅه کوو نورهم ځواکمن اسټېشنونه راپيدا کړو او د کار د پرمختګ لپاره لازيات خدمت وړاندې کړو.

په بصري او وېډيويي برخه کې موږ د دريو فعالو اسټوډيوګانو  (الاماره، منبع الجهاد و الهجره) ترڅنګ نوري اسټوډيو ګاني هم لرو او ټوله هڅه مو دا ده چې فلمونه پر ښه کيفيت او د ليدونکو له خوښي سره سم عيار، پر پرمختللو کامرو يې همغه ورځ ثبت او مېنه والو ته يې وړاندې کړو.

مسئول ملګري خپلو بېلابېلو نظامي، شوونيزو او بلنېزو سيمو ته لېږو او له هغه ځايه غږيزي، انځوريزي او په ليکلې بڼه مرکې مو ترتيب کړې او نور هم دوام ور کوو.

همدارنګه د ټولنيزو رسنيو (تویتر، فیسبوک، تلگرام، واتساپ، یوتیوب، انستاگرام و …) له لاري هم الحمدلله چې زموږ رسمي ويندويان په ټولينيزو پاڼو او په ځانګړې په ټوېټر کې فعال دي ضمناً ورسره زموږ ګڼ اسلام پال مبارزين هم په يادو پاڼو کې فعال دي او پر ژوندۍ بڼه ډېر ښه نشرات لري، موږ ترډېره برېده په ګروپونو او اکاونټونو کې همغږي را منځته کړې او د لازياتي همغږۍ هڅه کوو او په دې باندې دښمن خپله پر بيا بياځلي اعتراف کړی چې طالبان په تبليغاتي برخه کې له موږ وړاندې دي.

زموږ ويندويان شپه ورځ پر فعاليتونو بوخت دي، دښمن پرې خپله اعتراف کوي، څه موده وړاندې د دښمن يوې رسنۍ و ويل چې طالبان له بشپړي همغږۍ سره فعاليت کوي، د هغوی په رسمي کانال د کومې پېښي په اړه د خبر خپرېدو وروسته د۲۲څخه تر۲۵دقېقو دننه دننه وخت کې ياد خبر انعکاس پيدا کوي او د نړۍ د مهمو رسنيو د خبرونو سرخط ګرځي.

دغه راز څه موده وړاندې د کابل ادارې يو لوړپوړي چارواکي د دې پوښتني په ځواب کې چې ولي طالبان ترې په تبليغاتي برخه کې وړاندې دي و ويل د طالبانو تشکېلونه زيات دي او تر۲۲۰۰پوري تنو پرسونل لري، سره له دې چې زموږ پرسونل دومره نه دي، بلکي کوم ليږ چې دي هغوی پر ټوله همغږۍ او پوره اخلاص فعاليت کوي، نو د دښمن تر نظر ډېر ستر او پراخ ورځي، رښتياهم چې ربيا هغه ده چې پرې دښمن اعتراف کوي«الفضل ما شهدت به الاعداء».

د مجلې اداره: دا د حقيقت مجلې د ښپږمې کالګڼي پر مناسبت يوه ځانګړې مرکه ده، تاسو د اسلامي امارت د مجلو په اړه څه نظر لری؟ که د حقيقت مجلې ادارې او لوستونکو ته کوم ځانګړی پيغام لری چې ګټه ترې واخلو؟

وثیق صاحب: ډېر زيات خوښ يم چې د حقيقت ارزښتناکي مجلې ښپږمه کالګڼه مو پر وړاندې ده، يقين د بشپړ وياړ ځای دی چې په دري ژبه حقيقت مجله لرو، موږ د مجلې د ادارې او کار کونکو له فعاليتونو زيات خوشال يو چې هر ځل پر خپل وخت، له نووښتونو سره په زړه پوري چاپ او خپرېږي، دا د حقيقت مجلې د ملګرو د اخلاص برکت دی، همداراز د دې مجلې په ګډون د اسلامي امارت د ټولو مجلو او چاپي خپرونو د لازيات برياليتوب هېله لرو.

د حقيقت مجلې يوه ځانګړتيا دا هم ده چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې يې تر يو برېده فرهنګي تنده له منځه وړې، موږ له همدې امله خوشال يو او اوس هم تمه لرو چې ښه به وځلېږي ان شاءالله.

د مجلې لوستونکو او د هغې ادارې او همکارانو ته زما سپارښتنه دا ده لازياته هڅه وکړي ترڅو په مجله کې نور هم نووښتونه رامنځته او د پر زړه پوري فعاليتونو لړۍ چټکه کړي او د مجلې کتونکو او لوتونکو له غوښتني سره سمي خپروني ولري.

الحمدلله په ټولنيزو رسنيو کې هم حقيقت مجله ښه ځلېدلې او په بېلابېلو اکاونټونو او کانالونو کې هغې خپاره کړي مطالب وېنو چې زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی.

د مجلې اداره: محترم مولوي صاحب! که و وايی چې ستاسو ورځني فعالتونه څه ډول ترسره کېږي، ټولني او د هېواد د نظر خاوندانو ته څه ځانګړې او د پام وړ پيغام لری؟

وثیق صاحب: دا چې فعاليتونه په ځانګړو شرائطو کې ترسره کوو، کارونه مو هروخت تغير موندونکي دي او د خپلو فعاليتونو د لا ښې ودې په موخه يو او بل خوا سفرونه لرو، نو ځکه د خپل فعاليت داسي ځانګړی مهالوېش نه لرم، خو له دې سره سره بياهم هڅه کوم چې تر ډېره برېده د فعاليت وختونه منظم کړم، د سهار له لمانځه، وظيفې او دعا وروسته د خپلو دندو د اهميت له امله د رسنيو او په خپلو کانالونو راغلي مهم خبرونه ګورم ترڅو که کوم اړين شيان پکې وي او نږدې نېم ساعت پرې بوختېږم، بيا تر ناشته مهاله فزيکي ورزش کوم چې د انسان له رواني او بدني روغتيا سره مرسته کوي چې وخت پيداشي ورزش نه پرېږدم، وروسته ورځنۍ اړتياوي پر مخ وړم، دا چې د ملګرو ستونزي او د فرهنګي ادارې او پرسونل اړتياوي څه زياتي وي ايميل او واټساپ ګورم او څو چې ممکن وي د لومړيو اړتياو پر پوره کولو لګيا کېږم، ټولو ملګرو ته زما سپارښتنه دا ده چې خامخا بايد د مهالوېش انتظام ولري، ځکه وخت د انسان ترټولو ارزښتمنه سرمايه ده ښه به وي جې په ارزښتناکو کارونو ولګول شي.

له مبالغې پرته چې زموږ ملګري او مرستندويان ټول خپلو دندو ته زياته پاملرنه لري او د رخصتۍ، جمې او داسي نور مناسبات نه لري، بيا بيا داسي شوي چې د شپې پر يوه بجه، درې او يا څلور بجې مې کانال کې خبر آپډيټ کړی يا په کوم فرهنګي کار باندې بوختېږم، ځکه خپل ټول وختونه مې خپلو دندو ته ځانګړي کړي او هغه خپل لومړيتوب ګڼم.

د پوښتني دوهمي برخي په ځواب کې بايد و وايم چې لکه تاسو ته مالومه ده يرغلګرو زموږ پر هېواد نه يواځي دا چې زموږ پولي او خاوره يې اشغال کړه بلکي زمو فرهنګ او د ولس اذهان يې هم اشغال کړي دي، يواځي نظامي بريد نه بلکي فرهنګي هغه يې هم کړی دی، دا اوس له هېچا پټه نه ده چې مهمه جګړه تبليغاتي جګړه ده، موږ له ټولو د نظر خاوندانو او قلموالو هېله لرو چې له مجاهدېنو وروڼو سره په ټولو برخو کې يوځای شي، که پر ځان، که پر قلم، که پر مال او که پر فکر او نظر او يا هر شي له روان جهاد سره مرسته کولای شي سپما دې نه پر کوي، مرسته دي وکړي او پر ځانګړي ډول د خپل نظر ارائه کولو او بلني په برخه کې دي زموږ سره مرسته وکړي، په خپلو مشورو او سپارښتنو دي موږ ته ګټه ورسوي، باوري يو چې د کومې ټولني رهبري د نظر خاوندان کوي هغه نه ناکامېږي او هرڅومره چې په ژوند کي ناخوالي و لري وروسته برياليتوب ته رسېږي.

د مجلې اداره: ډېر زيات خوشاله شوو چې موږ او د حقيقت مجلې لوستونکو ته مو خپل ارزښتمن وخت راکړ؟

وثیق صاحب: متعال خدای ج دي له تاسو څخه هم خوشاله شي چې د خپلي مجلې له لاري لوستونکو او درانه ولس ته زموږ د پيغام د لېږد ذريعه و ګرځېدلاست، ستاسو او ستاسو د مجلې ورځ تربلي برياليتوب له متعال خدای ج څخه غواړم او له هغه څخه مو پر دنيا او آخرت کې د برياليتوبونو هېله لرم.

پای

Related posts