دسمبر 12, 2019

د ناټو غړي دې حقائقو ته تسلیم شي

د ناټو غړي دې حقائقو ته تسلیم شي

د اونۍ تبصر:

اتلس کاله پوره شول چې له امریکا سره یو ځای د ناټو اتحاد غړي هیوادونه هم د افغانستان په اشغال کې بوخت دي. د افغانستان مسئله دوی ته په خورا ستر جنجال اوښتې، هر کال کانفرانسونه جوړوي، د افغانستان په موضوع بحثونه کوي. تر څو که په دې هیواد کې خپل اشغال ته د بریا نسخه پیدا کړي.
د همدې تکراري او بې نتیجې کانفرانسونو په لړ کې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران یو ځل بیا د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې راټول شوي وو. دوی یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلې بریا احتمالات په تکراري او بې محتوا بحثونو وارزول او په پای کې یې هماغه خبرې یو ځل بیا رسنیو ته ابلاغ کړې چې په تیرو اتلسو کلونو کې هر ځل ابلاغ شوي خو په عملي ډګر کې یې کوم اغیز نه دی لیدل شوی.
دا چې په تیرو اتلسو کلونو کې زموږ په هیواد کې د ناټو پوځي مداخله له ناکامۍ سره مخ وه او د ناکامۍ د جبیره کولو لپاره یې ټولې ستراتيژۍ، کانفرانسونه او تعهدات هم بې پایلې او پوچ ختلي، دې حقیقت ته په پام سره پوښتنه دا ده چې د ناټو غړي به تر څو ناکامې تجربې له سره تکراروي او په افغانستان کې د پوځي مداخلې په اړه به خپلو اولسونو ته دروغ وایي؟؟
له اوږدو تجربو وروسته اوس ټول د عقل او ادراک خاوندان دې نتیجې ته رسیدلي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو بریا ناممکنه ده، ځکه په وړاندې یې ټول افغان اولس ولاړ دی، هغه اولس چې په خپل تاریخ کې یې کله هم بهرنی اشغال نه دی منلی. نو ځکه ښه دا ده چې اشغالګر جهت په خپله ستراتيژۍ له سره غور وکړي او د پوځي بریا سوچ له ذهنه وباسي.
که د ناټو سازمان غړي هیوادونه غواړي چې له دې اتلس کلنې سرګردانۍ او جنجال څخه ځان فارغ کړي، نو هغه کار چې سبا یې کوي باید نن یې وکړي. دا خو مسلم حقیقت دی چې په افغانستان کې دوی دایمي بریا نه شي ترلاسه کولای نو د دې لپاره چې په افغانستان کې د خپلو اتباعو د ژوند او مالي سرچینو د ضیاع مخه یې نیولې وي باید سر له اوسه په دې هیواد کې له مداخلې لاس واخلي او زموږ په خپلواکۍ مین اولس پریږدي چې خپل سرنوشت په خپل تعین کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ناټو سازمان په غړو هیوادونو غږ کوي چې د افغانستان وضعیت دې په دقیق ډول مطالعه او بیا دې حقائقو ته تسلیم شي. د دې مسئلې حل د تکراري کانفرانسونو په تدویر سره نه موندل کیږي. بلکې له حقائقو سره واقع بینانه چلند او له اتلس کلونو تجربو درس اخیستل یې یوازینۍ لاره ده.
د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکي چې د ناټو سازمان د همکارۍ ژمنې د خپلې بریا ضمانت ګڼي، باید ورته ووایو چې په دې هیواد کې هیچا هم د پردیو په مټ بریا او عزت نه دی ترلاسه کړی. دلته یو وخت د شاشجاع تر شا د لویې برتانیې امپراطوري ولاړه وه او د ببرک کارمل سره د وارسا تړون ملګری و. خو په پای کې د شاشجاع او ببرک کارمل دواړو انجام ناکامي او شرمندګي شوه. نو بناء تاسو هم په پردي ځواک ډیر مه نازیږئ.

Related posts