نوومبر 15, 2019

د امریکا د دفاع وزیر او د کابل ادارې د داخله وزیر د غورځو پرځو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د امریکا د دفاع وزیر او د کابل ادارې د داخله وزیر د غورځو پرځو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د امریکا دفاع وزیر په یو پټ سفر کابل ته راغی، هلته يې له رسنیو سره په تماس کې وویل چې دوی به د مجاهدینو په ضد بریدونه جاري ساتي.
همدا ډول د کابل ادارې د کورنیو چارو وزیر هم په یوه وینا کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته اخطار ورکړ چې له منځه به يې یوسي او ګواکې الفتح عملیات يې ناکام کړي دي.
موږ د اشغالګر او مزدور دښمن دا پوچې او بې اساسه ادعاوې په کلکه ردوو، ترڅو چې یو اشغالګر امریکايي عسکر په افغانستان کې شتون ولري، زموږ مبارزه او جهاد به جاري وي.
د الله جل جلاله په نصرت موږ په تیرو اتلسو کالو کې ثابته کړې چې د نړۍ هيڅ قوت مو نه ماتولی شي اونه مو له خپلې پخې او کلکې ارادې څخه راګرځولی شي.
دا خاوره په افغانانو پورې اړه لري، افغانان د خپلې خاورې د ازادولو او دلته د اسلامي نظام د حاکمیت حق لري، او په دې لاره کې پراته ټول خنډونه به یا په زور یا هم که مقابل جهت غوښتي وي د منطق له لارې له منځه وړي. ان شاءالله تعالی
همدا ډول د کابل ادارې غلامان چې په امریکايي بمبارونو او وحشتونو باندې نازیږي هم باید واوري چې څومره هم دوی د امریکايي اشغالګرو سره په رکاب کې پاتې کیږي هغومره به يې له هیواد، دین او ملت سره د دښمنۍ او خیانت پیټی درنیږي، او حساب به يې سختيږي.
د کابل ادارې چارواکې باید درک کړي، نور هغه وخت نه دی چې دوی غورځې پرځې وکړي، باید له عقل او سوچ څخه کار واخلي، لکه څرنګه چې د انګریزانو او شوروي اتحاد مزدورانو دلته ماتې وخوړه، د ملت او تاریخ په وړاندې سرټيټې شول، همداسې به امریکايي غلامان هم ذلیل کیږي.
د اسلامي امارت د الفتح عملیات الحمدلله خورا په بریالي ډول پرمخ ځي.
په داسې حال کې چې تیره میاشت د امریکایانو لخوا په هیواد ۹۴۸ بمونه وغورځول شول، سلګونه چاپې ووهل شوې، سلګونه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، بیا هم د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد په شمال، جنوب، غرب او شرق کې هره ورځ پرمختګ ته دوام ورکړ او له دښمن څخه يې لاره ورکه کړه.
د عملیاتو له پیله تر اوسه له دښمن څخه ۲۸ ولسوالۍ فتحه شوې، له سلو ډير بیسونه او قرارګاوې نیول شوي، سلګونه پوستې يې فتحه شوې، همدا راز تر اوسه د دښمن د( ۴۱۹) قومندانانو په ګډون زرګونه عسکر، پولیس او اربکیان له منځه تللي او هره ورځ يې لسګونه تنه وژل کیږي، طبعي ده چې دغومره د افغانستان اراضی هم د دښمن له شتون څخه پاکه شوې او ولس نجات موندلی.
په داسې حال کې لاهم اخطارونه ورکول او د مجاهدینو د له منځه وړلو خوبونه لیدل، جنون است، خیال است و محال.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۲/۱۴۴۱هـ ق
۲۹/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/21

Related posts