نوومبر 15, 2019

خوست: صبریو کې جلا بریدونو ۲ عسکر وژلي دي

خوست: صبریو کې جلا بریدونو ۲ عسکر وژلي دي

تېره شپه مجاهدینو د خوست ولایت، صبریو ولسوالۍ اړوند خولبسات سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته برید وکړ، د لیزري ټوپکو، سپکو او درنو وسلو په مټ ترسره شوي دغه برید کې ۲ تنه مزدور عسکر وژل شوي دي.

همداراز یعقوبیو سیمه کې هم د دښمن په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ برید شوی، خو دښمن ته د اړولې مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/10/21

Related posts