نوومبر 15, 2019

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (درېيمه برخه)

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (درېيمه برخه)

ليکنه : فاتح افغان

په تيرو دوو برخو کې موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سيرت او غزواتو څخه د نفوذي بريدونو څو نمونې ذکر کړې په دې برخه کې غواړو د فقهاو ځينې تصريحات رانقل کړو ترڅو مسئله لا ښه واضحه شي اود شک ځای پکې پاتې نشي.

امام محمد رحمه الله په السير الکبير کې وايې:

ولو تمكن الأسراء من قتل قوم من أهل الحرب غيلة وأخذوا أموالهم لم يكن بذلك بأس لأنهم محاربون لهم ومع ذلك هم مقهورون مظلومون فلهم أن ينتصفوا من بعض من ظلمهم إذا تمكنوا من ذلك . 4\74

ژباړه: که چيرته (مسلمانو) بنديانو ته د اهل حربو د ځينې کسانو په وژلو برلاسي شول او دهغوی مالونه يې واخيستل دا هيڅ پروا نلري، ځکه هغوی د مسلمانانو پرضد جګړه کوي، او بنديان مظلومان او ځورول شوي نو دهغوی لپاره روا ده چې کله موکه ورته مساعده شي، له ځينې هغو کسانو څخه غچ واخلي چې له دوی سره يې ظلم کړی.

دلته که وګورو امام محمد رحمه الله هغو اسيرانو ته چې د کفارو په قيد کې وي د دې اجازه ورکوي چې هر وخت موکه ورته برابره شي له کفارو غچ واخلي، علت يې دا بيانوي چې هغوی محارب کفار دي او اسيران يې ځورولي او ظلم يې ورسره کړی.

که وګورو دغه علتونه په صليبي اشغالګرو کې په کامله معنا شتون لري، امريکايان محارب او متجاوز کافر دي، زموږ هيواد يې اشغال کړی، زموږ د سلهاو زرو بې ګناه هيوادوالو وينې يې تويې کړي، په سلهاوو زره نور يې شکنجه او تعذيب کړي، له موږ څخه يې سوله تروړلې، زموږ په هيواد کې يې د جګړو اور بل ساتلی.

بناء هر مسلمان افغان حق لري چې هر وخت او هر چيرې ورته موکه برابريږي له متجاوزو صليبيانو څخه د خپلو مظلومو هيوادوالو غچ واخلي او د مسلمانانو زړونه ورباندې يخ کړي.

امام محمد رحمه الله په يوه بل ځای کې فرمايې:

قال : وإذا دخل المسلم دار الحرب بغير أمان فأخذه المشركون فقال لهم : أنا رجل منكم أو جئت أريد أن أقاتل معكم المسلمين فلا بأس بأن يقتل من أحب منهم ويأخذ من أموالهم ما شاء لأن هذا الذي قال ليس بأمان منه لهم إنما هو خداع باستعمال معاريض الكلام. 1\143.

ژباړه: چې کله يو مسلمان دار حرب ته له امان پرته داخل شو، مشرکانو ونيوه، نو هغه ورته وويل: زه له تاسې څخه يو سړی يم، غواړم ستاسې په څنګ کې د مسلمانانو پر ضد وجنګيږم، نو هيڅ پروا نلري چې په هغوی کې يې څوک خوښ وي ويې وژني، او دهغوی له مال څخه يې چې خوښه وي راواخلي، ځکه نوموړي چې کومې خبرې هغوی ته وکړې دا دهغه له لوري امان نه بلکه د تعريضي کلام په استعمالولو سره خداع او چل ول دی.

امام محمد رحمه الله په سیر کبير کې ددې مسئلې له ذکر کولو وروسته د عبد الله بن انيس رضي الله عنه او محمد بن مسلمه رضي الله عنه حديثونه د دليل په توګه ذکر کړي.

نو په لنډه ويلی شو چې يو مسلمان د متجاوزو کفارو له لوري د تشکيليدونکو ځواکونو په ليکو کې ځان د دې لپاره ځای پرځای کولی شي چې يو وخت ورباندې د خپل ټوپک شپيلۍ ورتاو کړي او د خپلو مظلومو مسلمانو وروڼو غچ ترې واخلي، د دې کار لپاره شريعت نوموړي ته د تعريضاتو، توريو او خداع اجازه ورکوي، په دې کې شرعا هيڅ باک نشته بلکه دا يو غوره او افضل عمل دی چې په راتلونکې برخې کې به ورباندې رڼا واچوو. ان شاء الله

Related posts