نوومبر 15, 2019

د هسکې مينې بريد؛  د کابل ادارې له لوري د داعش د ماتې پټولو هڅه.!!

د هسکې مينې بريد؛  د کابل ادارې له لوري د داعش د ماتې پټولو هڅه.!!

دورځي خبره:

وړمه ورځ د ننګرهار ولايت د هسکي مېنې ولسوالۍ په جودري کلي کې د حضرت ابوبکرصديق رضى الله عنه په نوم په يو جومات کې هغه مهال مرموزه درنه چاودنه اویابرید ترسره شو  چې  دهغې سيمې متدین مسلمانان د الله تعالى په عبادت مشغول اودجمعي لمونځ یې ترسره کاوو.

 په ياد غملړلي بريد کې زموږ تر ٧٠ ډير هيوادوال شهيدان او لسګونه نور مرګوني ټپيان شول.

که موږ تېر ته نظر وکړو نو اشغالګرو او د دوی بي ضميرو غلامانو تل په ښکاره او پټه توګه ملکي اهداف په نښه کړي ،جنازې، جوماتونه ودونه، مدرسي، صحي مراکز اونور عام المنفع ځایونه اومراکز یې د ډرون بریدنو او یا د داعش د مزدورو ملېشو دمنحوسو کړنو په ذریعه هدف ګرځولي چې د هسکې مېنې د جودرې جومات وروستۍ چاودنه يې ښه بېلګه کېداى شي. ياده پېښه له شک پرته د کابل رژيم پلان شوى کار او دسيسه ده.

په دې وروستيو څو اوونيو کې د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدينو د ننګرهار له خوګياڼو ، شيرزادو ، پچيراګام ، توري بوړې او ګڼو نورو سيمو څخه د داعش ډله، چې په ښکاره د اشغالګرو امريکايانو او د کابل دمزدوري ادارې لخوا حمايه کېږي، پليته لمن ور ټوله کړه او په جګړو کې مات ګوډ داعشيان د شينوارو هغو سيمو ته وتښتېدل چې دکابل د مزدور امريکايي رژیم تر واک لاندې دي.

د کابل اجيره اداره هڅه کوي چې د داعش د تروريستي ډلې په ماته او شکست پرده واچوي او د يو عمده خطر په توګه يې معرفي کړي. د داعش له نومه په استفاده دغه رنګ جنايتونه ترسره، په ديني  او اولسي غونډو مرموز بريدونه ترسره کړي.

 اوس اولس او نړۍ وال پوهيږي چې دا ډول بريدونه تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د اشغالګرو اجرتي قاتلان او د بلک واټر ترهګر ترسره کوي، تر څو د اولس په سترګو کې خاوري واچوي او له رښتينو حالاتو يې نظرونه بل لورته واړوي.

اسلامي امارت لکه څنګه يې چې په تېرو اتلسو کلونو کې له خپلو ديني اوملي ارزښتونو د سرپه بيه  دفاع کړې ژمنه کوي چې د هر هغه چا په وړاندې به په کلکه ودريږي، چې د اولس په منځ کې ويره ،ترهه اوفتني خپروي.  ان شاءالله!

Related posts