نوومبر 15, 2019

د ننګرهار د قتل عام مسؤلین څوک دي؟

د ننګرهار د قتل عام مسؤلین څوک دي؟

د اونۍ تبصره: 
پرون چې د جمعې مبارکه ورځ وه او په دې ورځ مسلمانان د جمعې د لمانځه ځانګړي عبادت ته را یو ځای کیږي، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعشیانو لخوا د عامه مسلمانانو په یوه جامع مسجد برید وشو چې په نتیجه کې یې له شپیتو زیات لمونځ ګذار مسلمانان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.
دا جنایت د هغو بې رحمه قاتلانو لخوا ترسره شو، چې زموږ هیواد ته د مشخصو خارجي او داخلي حلقو لخوا د ځانګړو اهدافو په خاطر راوړل شوي، پالل کیږي، اکمال یې کیږي او غواړي د جګړې او وژنو د اور په تودولو سره خپل اشغال ته د دوام بهانه پیدا کړي.
زموږ اولس او ټول نړیوال شاهد خبر دي چې داعش کومه افغاني پدیده نه ده، بلکې له افغانستان څخه ډیر لري په عربي هیوادونو کې دې فتنې سر راپورته کړ، خو له شکست سره مخامخ اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو ځکه دغه فتنه افغانستان ته راوړه، تر څو د دوی په ګومان د اسلامي امارت د مجاهدینو او نورو نړیوالو سیالانو په مقابل کې یې استعمال کړي.
افغانان په یاد لري چې داعش د اشغالګرو او د کابل رژیم د ملي امنیت د شورا په ملاتړ او مرسته په افغانستان کې ځای پر ځای شو. په الوتکو کې ورته وسلې ورسول شوې، رسنیو ورته پراخ تبلیغات وکړل او د تقویې لپاره یې پراخه سرمایه ګذاري وشوه.
څرنګه چې داعش یوه خونخواره ډله ده او د بې شمیره بې ګناه مسلمانانو په وینو یې لاسونه سره دي د افغانستان اسلامي امارت د خپل دیني مسؤلیت پر اساس او د خپلو مؤمن اولس د دفاع او ساتنې په مقصد د داعش د محو کولو هڅې پيل کړې، له زابل، لغمان او جوزجان ولایاتو څخه یې دغه فتنه محو کړه چې اوس یوازې په ننګرهار کې پاته ده او د له منځه تلو په حال کې ده.
بالمقابل د کابل د ګوډاګي رژیم چارواکو لا هم د داعش له ملاتړ لاس نه دی اخیستی، په جوزجان او کونړ کې ولیدل شول، کله چې په داعشیانو د مجاهدینو لخوا د محاصرې کړۍ تنګه شوه، د کابل رژیم ګوډاګیانو یې مرستې ته چورلکې واستولې او داعشیانو ته یې پناه ورکړه. په ننګرهار کې هم د داعش د پایښت وجه دا ده چې د ګوډاګي رژیم چارواکي په خاص ډول د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار یې مستقیما مرسته او ملاتړ کوي او وسلې ورته رسوي.
نو بناء د هسکې مینې د فاجعې، دغه راز په کابل او نورو ښارونو کې په ولسي غونډو، مسجدونو او عامو ځایونو د بریدونو او ولسي قتل عامونو مسؤلیت لکه څومره چې داعش ته راجع دی همدومره د کابل د مزدور رژیم چارواکي په کې مسؤل دي، چې د خپلو ناروا اهدافو لپاره د داعشي قاتلانو ساتنه او پالنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د چې د عدالت د تأمین او مؤمن اولس څخه د دفاع په مقصد یې قیام کړی دی، خپله ایماني او جهادي دنده ګڼي چې د بې وسه او معصومو مؤمنانو قاتلان به د خپل عمل په سزا رسوي. هغوی چې د خپلو غیرانساني غریزو د اشباع او شیطاني اهدافو د تحقق لپاره د مظلوم اولس وینې بهوي، هغه د ظلم مخه یي ونیول شي، زموږ اولس باید همدغه قاتلان وپيژني او د محو کولو په چاره کې یې د اسلامي امارت د مجاهدینو کلک ملاتړ وکړي.

Related posts