نوومبر 15, 2019

اشغال د روانې جګړې عامل!

اشغال د روانې جګړې عامل!

د ورځي خبره :

د ځینو نړیوالو سازمانونو او جهتونو چارواکو ویلي چې اسلامي امارت دې تشدد(؟) کم کړي، سولې ته دې چمتو شي او دکابل ادارې سره دې مذاکرات پیل کړي. اسلامي امارت په وار وار خپل معقول او مشروع دریځ روښانه کړی او د روانې جګړې او تشدد د پايته رسولو لپاره یې ډيرې هلې ځلې کړې؛ خو نړیوالو سازمانونو د جګړې دختمیدو لپاره کومه معقوله او بې طرفانه هڅه نه ده کړې!!
متأسفانه وخت ناوخت نړیوالو ټولنو او جهتونو د یرغلګرو داشغال، جګړې او فساد ننګه کړې، د محکومو ولسونو پر مظلومیت یې سترګې پټې کړې، په مستقیم او غیر مستیقم ډول یې دظالمو اشغالګرو د ناروا کړنو حمایت کړی او په مختلفو نومونو او پلمو یې په اشغال شویو هیوادونو کې دیرغلګرو ناروا شتون ته دمشروعیت دلایل تراشلي دي.
ګران هیواد د هغو هیوادونو په سر کې راځي چې نړیوالو سازمانونو پکې داشغال ملاتړ کړی، د مشروع او ملي واکمنۍ په له منځه وړلو کې یې له یرغلګرو سیاسي او اخلاقي ملاتړ کړی او اوس هم هڅه کوي چې دافغان ولس یرغل ضد جهاد محکوم کړي او داشغالګرو او ګوډاګي رژيم پایښت ته لاره هواره کړي.
پر افغانستان د امریکایي اشغال څخه وړاندې دلته بشپړ امنیت وو، د خلکو عزت، سر، مال او ټول حقه حقونه خوندي وه، مځکنۍ بشپړتیا حفظ وه، په هیواد کې هیڅ پردی ځواک نه وو، سمتي او قومي توپیرونه نه وه، د ادارې او اخلاقي فساد څرک نه وو او په ټوله کې د ګران هیواد پر ۹۵ فیصده اسلامي او ملي نظام حاکم وو.
مګر یرغل او ګوډاګي رژیم یې زموږ دیني او ملي ارزښتونه او استقلال تر پښو لاندې کړل، فساد، مخدرات، قومي تعصب او فساد یې ترویج کړ او د یوې خونړۍ اوږدې جګړې بنسټ یې کښېښود چې افغانستان او افغان ولس ته یې بې حسابه هر اړخیز زیانونه واړول.
اشغال افغانستان کې د روانې جګړې او بدمرغیو عامل دی، اشغال او سوله، لکه «اور او اوبه» نشي یو ځای کیدلای!
نړیوال سازمانونه د افغانستان د اشغال په ختمولو کې باید زموږ سره مرسته وکړي، که زموږ سره کومک نشي کولای؛ نو زموږ د هیواد د اشغال دوام ته لارې نه سنجوي او نه دي روان اشغال توجیه کوي!! داشغال خاتمه دافغان ولس لومړۍ او وروستۍ غوښتنه ده او اسلامي امارت به د خپل اسلامي او ملي مسئوليت پر اساس د یرغل ضد مبارزه تر هغه وخته جاري ساتي چې ګران هیواد ازاد او اسلامي نظام پکې حاکم شي.
وما ذالک علی الله بعزیز.

Related posts