اکتوبر 16, 2019

د امریکا په کاليفورنیا ايالت کې اور لګېدنې لسګونه کورونه سوځولي

د امریکا په کاليفورنیا ايالت کې اور لګېدنې لسګونه کورونه سوځولي

د امریکا د کاليفورنیا ایالت په جنوب کې پراخې اورلګېدنې ۱۰۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او لسګونه کورونه يې سوځولي دي.

د لاس انجلس ښار په شمال کې ځنګلي اور یو ميليون کسان له برېښنا بې برخې کړي دي.

د سیمه یيزو رسنیو له رپوټونو سره سم، د اور په پایله کې چارواکو ددې ښار په څنډو کې ۲۳ زره کورونه له خلکو خالي کړي دي.

د کاليفورنیا په جنوب کې سخت توپان چې د باد سرعت يې په ساعت کې ۶۰ ميله دی، د اور په پراخولو کې مرسته کړې ده.

د اطفائيې ګڼ شمېر کارکونکي د اور د غلي کولو هڅې کوي.

د لاس انجلس په لويديځ نیوبيري پارک سیمه کې هم اور لګېدنې خلکو ته ګواښ پېښ کړی دی.

دې سیمه کې هم خلکو خپل کورونه پرې اېښي دي.

د اور وژنې سیمه ييز چارواکي وايي، د لارۍ موټر چلونکي د سړک تر غاړې کثافات اچولي او وروسته یې اور ورکړی چې دا بیا په سیمه کې د پراخې اور لګېدنې لامل شوی دی.

احمد ظريف

Related posts