اکتوبر 16, 2019

نيويارک کې په ډزو ۴ کسان وژل شوي

نيويارک کې په ډزو ۴ کسان وژل شوي

د امریکا د نيويارک ښار پولیس وايي، په بروکلین سیمه کې د ډزو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او درې تنه سخت ژوبل شوي دي.

د پولیسو ویاند وايي، د نيويارک په وخت د سهار تر ۷ بجو مخکې چې کله پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل، د څلورو کسانو مړي يې وموندل او دې پېښه کې درې تنه نور ژوبل شوي وو.

د سیمه یيزو رسنیو له رپوټونو سره سم، ډزې یوه شپني کلب کې رامنځ ته شوې دي.

پولیسو د ډزو په تړاو تر اوسه څوک نيولي نه دي او نه يې هم د پېښې په اړه زیات جزیات ورکړي دي.

احمد ظريف

Related posts