نوومبر 15, 2019

له افغانستانه د وتلو وخت

له افغانستانه د وتلو وخت

د ورځي خبره:

تېره ورځ امریکایي ولسمشر ټرمپ یوې غونډې ته دوینا پر مهال وویل: « موږ افغانستان ته  د موقت وخت لپاره پوځیان استولي وو، خو اوس هلته زموږ د عسکرو  ۱۹ کاله پوره کیږي، نو اوس ددې وخت رارسیدلی چې خپل عسکر له افغانستانه  راوباسو»

له ګران هیواده دیرغلګرو پوځیانو ایستل دامریکا او افغانستان دواړو په ګټه ده،ځکه پر افغانستان د امریکا دیرغل له امله هم موږ او هم یرغلګرو ته پراخ ځاني او مالي تاوانونه ورسیدل،که څه هم دې جګړه کې د بشري او مالي زیانونو دقیق ارقام او معلومات نشته،خو د یو اټکل له مخې د اشغالګرو او کابل رژیم په هوایې او مځکنیو عملیاتو، چاپو او بمبارونو کې لکونه هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي، کورونه او عام المنفعه تاسیسات ویجاړ شوي دي.

همداراز دیرغلګرو داعتراف له مخې څه کم څلور زره اشغالګر پوځيان افغانستان کې وژل شوي او پنځوس زره ژوبل شوي دي. دامریکایي چارواکو په وینا افغانستان کې یې یو ټریلیون ډالر مصرف کړي او اوس هم چې د یرغلګرو عسکرو شمېر ډير کم شوی،امریکا هر کال افغانستان کې پنځوس میلیارډه ډالر مصرفوي.

امریکا ډيرې هڅې وکړې چې د زور او جګړې له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي، خو اتلس کاله د زور ازمایلو وروسته هم ونه توانیده چې دلته خپلې پښې ټینګې کړي،نو امریکاد خپل تاریخ له روانې اوږدې جګړې باید زده کړي چې افغانان یې په خپله خاوره کې شتون نشي زغملای، که امریکا افغانستان کې خپل موجودیت ته هر نوم او رنګ ورکړي،افغانان خپله خاوره کې پردي پوځونه نه مني، په وړاندې یې وسله وال مقاومت کوي، دخپل هیواد دازادۍ او دیني ارزښتونو دساتنې جګړې ته په هر قیمت دوام ورکوي.

نو د داسي یوې جګړې چې پراخ بشري او مالي زیانونه لري، خو دبریا څرک یې نه ښکاري، اوږدول دحماقت پرته بل څه نشي بلل کیدای،ټرمپ له امریکایي ولس سره خپلې ژمنې باید عملي کړي، خپل عسکر له افغانستانه وباسي او د امریکا د بایللي حیثیت داعادې هڅې وکړي. افغان ولس که د اسلامي امارت په مشري یرغل ضد جهاد کې بې حسابه قربانۍ ورکړې، خو ستړی شوی نه دی،موږ پر خپلو جهادي کارنامو ویاړو او داشغال تر خاتمې او داسلامي نظام تر نفاذ پوري به خپلې دیني او ملي مبارزې ته دوام ورکوو.

Related posts