نوومبر 15, 2019

په هلمند کې د القاعده تنظیم د کوم مشر د وژل کېدو ادعا حقیقت نلري

په هلمند کې د القاعده تنظیم د کوم مشر د وژل کېدو ادعا حقیقت نلري

د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو ادعا کړې چې څه موده وړاندې یې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده په مراسمو په بمبار او چاپه کې د القاعده تنظیم ته منسوب یو مشر وژلی دی.
موږ د کابل د چارواکو دغه ادعا په کلکه ردوو او د دښمن د دروغجنو تبلیغاتو یوه برخه یې بولو.
حقیقت دا دی چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې په یادو عملیاتو کې یوازې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه او د واده د مراسمو د ګډونوالو په شمول لسګونه تنه عام ولسي افغانان شهیدان او ټپيان شوي وو.
دښمن هڅه کوي چې په دغه وړ ادعاوو سره په خپل هغه جنایت پرده واچوي چې په موسی کلا کې یې ترسره کړی دی.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۱/۲/۹هـ ق
۱۳۹۸/۷/۱۶هـ ش ــ 2019/10/8م

Related posts