نوومبر 21, 2019

کابل کې د اشغال غندني غونډي، ولسي آواز دی…!!

کابل کې د اشغال غندني غونډي، ولسي آواز دی…!!

د ورځي خبره:

تېره ورځ چې د اکتوبر۷مه نیټه او د امریکا په مشرۍ د ناټو د جنګي ائتلاف له لوري د افغانستان د اشغال د پیل لومړۍ توره ورځ وه؛ پر خواله رسنیو د هیوادوالو له لوري د پراخي غندني ترڅنګ؛ پلازمېنه کابل کې د یو شمېر لوستو وطنپالو ځوانانو د اشغال غندني په موخه د یو لوی سیمینار تابیا کړې وه، چې د هیواد یو لوی شمېر علمي، سیاسي کدرونو د ښوونځیو او پوهنتونونو استاذانو او ګڼ شمېر نورو خواخوږو هیوادوالو په کې ګډون درلود؛ دوی ټولو د اشغال ناخوالې او مظالم په رڼو شواهدو او مستندو دلایلو روښانه کړل، ورپسې یې په یوه خوله د اشغال غندنه او له اشغالګرو یې د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.
دوی خپل سیمینار (اتلس کاله په اور کې) هم په داسي نوم نومولی چې د افغانستان روان حالت په حقیقي بڼه انځوروي، اشغالګر او د هغوی کورني ملاتړي خو سره له دې چې زموږ په هیواد کې یې اور بل کړی او زموږ مظلوم هیوادوال یې د اور پر سره تبۍ کینولي؛ بیا هم دا خپل ټول مظالم او وحشتونه د پرمختګ او ترقۍ په نوم تلقي کوي، چې دا یو بل ظلم دپاسه ظلم بلل کیږي.
حقیقت دا دی چې اتلس کاله رښتیا دا اولس په اور کې تیر کړي. د یاد سیمینار ګډون کوونکو د خپل ولس د زړه آواز ته انعکاس ورکړ، دوی وویل:
اتلس کاله وړاندي چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف کوم یرغل کړی؛ دا د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو خلاف عمل و ځکه یې افغانان د پیل دا ورځ توره ورځ ګڼي، او له یرغلګرو په جدي توګه غواړي چې سمدستي له افغانستانه په مسؤولانه توګه ووځي، او د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو کې خپلې لاسوهنې بندې کړي.
افغانان دې پریږدي، چې د دایمې سولې او ثبات لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي، دوی وویل، د جګړو په جریان کې ملکي مرګ ژوبله د اشغال له امله یوه بله لویه تراژیدي ده، چې باید مخنیوی یې وشي.
ظاهراً خو دا د یو شمېر لوستو او با احساسه افغانانو له خوا رابلل شوی سیمینار و، مګر په حقیقت کې همدا د ټول ځوریدلي ولس د زړه آواز دی، په دې کې هیڅ شک نشته چې ټول افغان ولس له اشغال او اشغالګرو څخه ترپوزي پوري رسیدلي،
برسیره پردې چې اشغالګرو مو د هیواد معنوي او ظاهري استقلال راڅخه برمته کړی؛ دا اتلس کاله کیږي چې شپه او ورځ مو ولس د هوا له لاري په بې رحمه بمونو، او د ځمکي له لاري د شپنیو وحشیانه چاپو په وسیله تر تیغ تیروي.
متاسفانه چې کورني لاسپوڅي یې د مقدمة الجیش دنده ترسره کوي، د خپلو مظلومو هیوادوالو په وړاندي یې د افغانیت او اسلاميت ټول حدود مات کړي. هر ډول وحشت چې یې زړه غواړي؛ د نیویارک او واشنګټن د امنیت ساتني لپاره یې دا بزدله او بې وجدانه ګوډاګیان ترسره کوي.
همدا وجه ده چې ولس مو دې حد ته رسیدلی چې نن په پلازمېنه کابل کې د امریکایی سفارت څنګه ته را ټولیږي او په ښکاره، د یرغلګرو څخه د بیزارۍ په اعلانولو سره، په یوه خوله د اشغال غندني ولسي آواز بدرګه کوي. او له هغوی څخه د وتلو مطالبه کوي.

پای …………!
د ورځي خبره – 2019 -10 -8 سشنبه

Related posts