نوومبر 15, 2019

د اکتوبر د اوومې یرغل، یوه تاریخي اشتباه

د اکتوبر د اوومې یرغل، یوه تاریخي اشتباه

د اونۍ تبصره:
له اوس څخه پوره اتلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه نیټه د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواک لخوا د افغانستان په پاک او خپلواک حریم یرغل وشو چې په دې ډول د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږده او ظالمانه جګړه پيل شوه.
په افغانستان د امریکا یرغل د سبتمبر د یوولسمې له حوادثو څو اونۍ وروسته وشو. دغه حملات چې په امریکا کې د امریکايي الوتکو په توسط تر سره شوي وو، د دې پر ځای چې امریکایان یې خپله اطلاعاتي ناکامي وګڼي او د اصلي عللو او عواملو تلاش یې وکړي پرته له ځنډه یې د پيښو ټول مسؤلیت پر افغانستان واچاوه. په دې برخه کې د امریکایي چارواکو چلند دومره عجولانه او ناسنجیده و چې د وروستیو افشاء شویو معلوماتو له مخې د حملو له پیل څخه لا پنځه ساعته نه وو وتلي چې د هغه وخت د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) مشر جورج ټېنټ وویل چې دا برید د هغو جنګیالیو لخوا شوی چې په افغانستان کې تربیه شوي دي.
امریکایي چارواکي پيښې ته د لومړني غیر منطقي غبرګون په څېر تر پایه همداسې جذباتي پاته شول، له پیښې سمدستي وروسته یې د افغانستان اسلامي امارت ته دجګړې ګواښونه پيل کړه او ورسره یې په جنګي تیاریو عملا شروع وکړه. بالمقابل اسلامي امارت په منطق او تفاهم ټینګار درلود. له امریکایي چارواکو یې وغوښتل چې که هره ادعا لري باید د خبرو له لارې یې د حل هڅه وشي. خو امریکایي چارواکو یوه لویه تیروتنه وکړه او هغه دا چې پرته له محاسبې او دقیقې ارزونې یې په افغانستان پوځي یرغل وکړ.
د امریکایي یرغل له پیله اتلس کاله وروسته اوس د امریکایي اولس مطلق اکثریت په افغانستان یرغل یوه اشتباه ګڼي او له دې هیواده د امریکایي ځواکونو د ایستلو غوښتنه کوي. په تیره اتلس کلنه دوره کې په افغانستان کې د امریکا میلیاردونه ډالر خاورې شوي، د خپل له اعتراف له مخې یې په زرګونو عسکر وژل شوي او لسګونو زره نور یې ټپیان، معیوبین او یا په لاعلاجه رواني او عصبي ناروغیو مبتلا شوي دي. له اوږدې جنګي تجربې وروسته اوس د امریکایانو عامه قضاوت دا دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د سوله ییز حل وړاندیز پر ځای و او باید د تفاهم او مذاکراتو له لارې دې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
دا چې اوس د امریکا زیاتره چارواکي په سوله ییز حل باور لري، مثبت پرمختګ دی، خو له بلې خوا دوی یو شمیر جنګ غوښتونکي جنرالان او پانګه وال چې مادي ګټې یې په جنګ پورې تړلي دي، لا هم غواړي چې د افغانستان جګړه دوام پیدا کړي او د دواړو اړخونو وینې نورې هم وبهیږي. له همدې امله دوی کله د مذاکراتو د پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي او کله هم د اسلامي امارت پر خلاف له واقعیته لرې غلط تبلیغات کوي او له اشغاله وروسته خپلواک افغانستان نړۍ ته د خطر په حیث تبلیغوي.
د افغانستان اسلامي امارت په امریکایي اولس، چارواکو، سیاسي قشر او ټولو مطرحو جهتونو غږ کوي چې نور د دې وخت را رسیدلی تر څو هغه تاریخي اشتباه اصلاح او جبیره شي چې اتلس کاله وړاندې د اکتوبر په اوومه نیټه د امریکا د هغه وخت چارواکو کړې وه. د اکتوبر د اوومې د تاریخي اشتباه اصلاح دا ده چې باید د افغانستان ناموجه او ظالمانه اشغال پای ته ورسول شي او زموږ د هیواد خلک پرېږدي تر څو د نړۍ د نورو اولسونو په شان د ارامۍ او خپلواکۍ ژوند وکړي.

Related posts