دسمبر 10, 2019

د هیواد د ځلانده علمي ستوري شیخ التفسیر والحدیث مفتي الحاج سید رحیم الله اغا “رحمة الله علیه” ژوند ته لنډه کتنه

د هیواد د ځلانده علمي ستوري شیخ التفسیر والحدیث  مفتي الحاج سید رحیم الله اغا “رحمة الله علیه” ژوند ته لنډه کتنه

شیخ التفسیر والحدیث مفتي الحاج سید رحیم الله آغا صاحب (رحمه الله) د هیواد نامتو دیني عالم ، دروحانیت ځلانده ستوری ، دشریعت او طریقت پابند، فقیه النفس  شخصیت ، دښو اخلاقو خاوند، په ولس کې دنیک نوم او ښه شهرت ځښتن ، صوفي ، زاهد ، عابد، ذاکر او مدبر عالم ؤ، چې  دوردګو په یوه عالمه، عارفه  او فاضله کورنۍ کې  زیږیدلی دی او لوی شوی دی .

د هغه رحمه الله علیه د فراق غږ دروند وو او په تګ يې د افتاء، تدریس او علم مجلسونه ړنګ شول.

د سیدآباد ولسوالۍ د میر یحی خېلو د ویران کلي شیخ الحدیث والتفسیر مفتي الحاج سید رحیم الله اغا د مولوي سید حکیم چې د باغک د حاجي صاحب په نامه يي شهرت درلود، زوی دی. نوموړي په «۱۳۴۲» لمریز کال کې د میر یحی خېلو په کلي کې په یوه متدینه او علم پروره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. له ماشومتوبه یې د خپلې کورنۍ مسیر تعقیب کړ او له خپل پلار څخه یې زده کړې شروع کړې او د لومړنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته یې د کابل ولایت په دارالعلوم عربیه کې داخله وکړه او د فراغت تر وخته همالته پاتې شو.

رحیم الله اغا صاحب تر دې وروسته د علم په لاره کې اوږده سفر ته اوږه ورکړه او د پاکستان هیواد په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې ددیني علومو په لوی  مرکز «دارالعلوم حقانیه» کې زده کړو ته دوام ورکړ ، چې بالاخره په «۱۳۷۱» لمریز کال کې یې له یاد مرکز څخه دممتازې درجې د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی د علم او تدریس په ډګر کې یو جامع عالم، د دعوت او جهاد په ډګر کې یو فداکار مجاهد، د سیاست او حکومت په برخه کې یو ځیرک سیاست پوه او په ولسي او ټولنیزو مناسباتو کې یو ټول منلی ملي او اجتماعي شخصیت و.

صدر صاحب  په خپل کلي کې یوه لویه جامعه تأسیس کړه چي لویو علماو او دعربي مدرسو فارغ التحصیل اشخاصو به ددغه مدرسې د فقهې په درسونو کي شرکت کاوه. او د وخت لویو لویو علماؤ به ددغې نوراني چینې له  فیوضاتو څخه ځانونه برخمن کول .

نوموړی خپل وطن ته له راګرځېدو وروسته د طالبانو د (اهل السنت و الجماعت» اتحاديې د صدر په توګه وټاکل شو، چې په ابتکار او هڅو یې د سید اباد ولسوالۍ په هفت اسیاب نومي سیمه کې د مفتاح العلوم په نوم یوه ستره دیني مدرسه تاسیس شوه، کومه چې لا هم فعاله ده، سلګونه کسان پکې له زده کړو برخمن شوي او دلته یې د خپل علم تنده ماته کړې.

رحیم الله اغا صاحب په همدې سلسله کې له (۱۳۷۲ ش کال څخه تر ۱۳۷۴ هـ.ش)  کال پورې د پاکستان په کراچې ښار کې له ارواښاد  مفتي رشید احمد صاحب (نورالله مرقده) څخه د افتاء دوره بشپړه کړه او په تعلیمي دوره کې یې  دیو څو استاذانو نومونه دادي:

۱ــ ارواښاد شیخ المشایخ شیخ الحدیث مفتي فرید صاحب(نورالله مرقده)

۲-شیخ الحدیث مولانا مغفورالله «بابا» (دامت برکاته العالیة)

۳- شیخ الحدیث مولانا مفتي سیف الله (دامت برکاته العالیة)

۴-شیخ الحدیث مولانا اسیدالله  (دامت برکاته العالیة)

۵- شیخ الحدیث مولانا مفتي غلام الرحمن (دامت برکاته العالیة)

۶- ارواښاد شیخ القران والحدیث حضرت مولانا حمدالله جان «ډاګی باباجي »(نورالله مرقده)

نوموړي له دې سره، سره د ټولنې د نظم د پرمختګ په برخه کې هڅې وکړې. د ټولنیز نظم د تامین په موخه به یې همېشه له علماوو سره مجلسونه جوړول.

رحیم الله اغا صاحب د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د افتاء د شعبې یو فعال غړی، د فقهي مجالسو یو برجسته آمر، د مجاهدینو تر ټولو ښه سلاکار او یو غوره داعي او خیر ته بلونکی شخص وو.

صدر اغا صیب په خپل کلي کې یوه لویه دیني مدرسي درلوده، چې زیات شمیر طالبانو به پکې زده کړې کولې. دده  په کور کې دومره لویه شخصي کتابخانه وه چې ساری یی ډیر کم تر سترګو کیږي.  نوموړی په فقه کې خورا نامتو عالم وو چې دده له برکته د ډیرو خلکو منازعات په سولیېز ډول حل او فصل کیدل.

په علمي برخه کې د اغا صاحب له سترو خدمتونو څخه یو هم د«۲۵۰۰» استفتاءګانو او فتواوو په یوه مجموعه کې رانغښتل  ؤ، چې دفتواګانو بهترینه ټولګه ترینه جوړیږي . په «۱۳۸۸» کال يي د افتاء درس پیل کړ او په خپله سیمه کې یې د افتاء څلور مجلسونه دائر کړل چې په لاندې ډول دي:

۱-مدرسه مفتاح العلوم

۲-د میر یحی خېلو په کلي کې خپل کور

۳-دسیدابادعلاقه

۴-د اونخي دره

علمي خدمتونه:

د صدر صیب  ټول ژوند داسلام دخدمت لپاره وقف وو. نوموړي د قران کریم تفسیر ، سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم او د تصوف علم د تدریس سره دافتاء درس هم ورکاوه . همدا رنګه یې یو شمیر کتابونه اسلامي ټولنې ته تصنیف او تقدیم کړي دي چې دده مرحوم علمي نوښت ترینه له ورایه ښکاري:

①    ــ د قربانۍ احکام (رساله)

②   ــ د مسجد اداب

③    ـــ د مرض څخه تر دفن پورې

④ ــ د مضاربت احکام

⑤ ــ د روژې اداب

⑥ ـ القول المعتبر فی الامر بالمعروف ونهی عن المنکر

⑦ ــ جمهوریت، عام انتخابات او د ښځو امامت د شریعت په رڼا کې

⑧ ــ د تداوۍ، جراحي او نسل مخنیوي شرعي احکام

⑨ ــ النکاح والاولاد فی الاسلام (ناچاپ اثر)

د اخیرت سفر:

د افتاء، تدریس او تصنیف د لارې سرخېل او د میدان وردګو ولایت د علمي ګلشن د بلبلانو معنوي پلار جناب صدر صیب په داسې حال کې د ابد په سفر وکوچېد، چې سترګې یې لا د مدینې د جانان په په کلي او کور او سپيڅلي اماکنو سرابه او ژبه یې لا د لبیک، لبیک په ویلو لګیا وه. هغه چې د خدای د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کور له فرضي سفر څخه تازه راستون شوی  وو او ګڼ شمېر زیارت کوونکي یې لا د دیدن او په حضور د مشرف کېدلو په تمه وو؛ خو یو ناڅاپه هغه د ابدي سفر جامې په تن کړې او د تل لپاره یې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه. بالاخره که هر څومره هڅه وشي، د اغا صاحب د خدمتونو ستاینه لیکل کېدای نه شي. د علم دا غر روان کال (۱۳۹۸ش ) د حرم شریف زیات ته ولاړ او له هماغه لوري څخه تر راګرځېدلو وروسته یې لا( ۱۴) ورځې بشپړې شوې نه وې، چې دسنبلې دمیاشتې په ۱۸مه نیټه ددوشنبې په ورځ چې دا ورځ د عاشورا ورځ هم وه، د ورځې په ۲ بجو يي د اجل داعي ته لبیک ووایه.

داچې که چيرته زه  د خليفه صاحب مبارک په کراماتو او مناقبو  نوري ليکني وکړم، نو لیکنه به مې طولاني شي، نو  اوس به په همدې لږ ليکنه اکتفاء وکړو.

د مرحوم اغا صیب مړینه د ټول هیواد او خواصاً دوردګو دغیور ولس  لپاره یوه ستره ضایع ګڼل کیږي.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي

انالله واناالیه راجعون

Related posts