اکتوبر 16, 2019

د اتل غازي شهید مولوي عبدالمجید حنیف (طیب) تقبله الله ژوند لیك

د اتل غازي شهید مولوي عبدالمجید حنیف (طیب) تقبله الله ژوند لیك

مولوي شیراغا رشیدي

خوشحال خان خټك څه ښه ویلي: چې دستار تړي هزار دي///د دستار سړي په شمار دي!.

همدارنگه متل دی وايې: سل دې ومره یو دې مه مره!.

د اسلام له پيله تر دې مهاله په لكونو اتلانو د غیرت او میړانې شملې لوړي درلودلې دي، د اعلاء كلمة الله بڼ یې په خپلو وینو خړوب او تازه ساتلی، د اسلام له حریم څخه یې په كلكه دفاع او ننگه كړې، د طاغوت ډلي یې ماتې او تیت و پرك كړې، د ولسونو په سر كې د اسلام د سپیڅلي دین لپاره له خپل سر او مال څخه تیر شوي، خو دښمن یې نه ده پرېیښی چې ولسونه يې پر مرېیتوب ونيسي، بلكې لا سرچپه دښمن او د طاغوت ډله تر پېړیو پوري د اسلام د سرښندونكو او میړنیو غازیانو په مرېیتوب كې پاتې شوې.

او لله الحمد چې لا د اسلامي نړۍ په ځوانه انرژي كې د سرښندنې جذبه ژوندۍ او څپانده پاتې ده او الله تعالی ج دې تر قیامته همداسي ولري، دا مهال هجري يوېشتمه پیړۍ كې لاهم هغه په شمار د دستار سړي د امریكا په سرمشرۍ د طاغوت ډلي سره په سختو او خونړیو جگړو بوخت دي، چې افغانستان یې د امریكا، ناټو او په ټوله كې شاوخوا۵۲ اشړبانو هېوادونو د ځواك لپاره د جهنم كنده او سور اور گرځولی، له دوی څخه يو هم غازي شهید مولوي عبدالمجید حنیف (طیب) صاحب تقبله الله و، لاندې همدې د دستار سړي او د سلو مخي پر ژوند گړېږو.

زوكړه: شهید مولوي عبدالمجید حنیف (طیب ) تقبله الله د حاجي تراب خان زوی او د سلام جان  لمسی په خټه احمدزی/عیسی خیل په ١٣٥٠ لمریز كال چې د 1971 زیږدیز كال سره برابر دی د لوگر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د زاهداباد كلي په یوه دینداره كورنۍ كې دې نړۍ ته سترگې پرانیستې.

د شهید حنیف تقبله الله پلار مرحوم حاجي تراب خان رحمه الله یو دیندار، علم دوست، د ښه لیك او لوست څښتن، په پخواني جهاد كې د محمدي صاحب د اسلامي انقلاب غړی او په قضاء كې يې د محرر دنده درلوده، د حاجي نادرخان او حاجي عمراخان په نومونو دوه نور وروڼو (د شهید حنیف ترونه)يې جبهه درلوده چې مشري يې د عمراخان په غاړه وه.

زدكړې او علمي ژوند يې: نوموړي هغه مهال چې كورنۍ يې له شوروي يرغل څخه د پیښور باغبانانو كیمپ ته هجرت كړی و همالته يې د میر جیلاني صاحب په دارالنجات مدرسه كې زدكړي پېل كړې، څه موده وروسته د چراټ جامعه محمدیه مدرسې ته لاړ چې هغه مهال د انقلاب حركت تر اشراف لاندې وه او له مولانا سید قریش بابا، شیخ محمد امین صاحب او نورو څخه يې ځینې كتابونه ولوستل، له هغه ځایه د ورسك ضیاءالاسلام نومې مدرسې ته لاړ له شیخ محمد اسمعیل، شیخ صاحب خیرالله صدیقي، شیخ صاحب عبیدالله، شیخ سلطان محمد ثاقب صاحب او نورو څخه ځینې كتابونه ولوستل او بيا بېرته د چراټ جامعه محمدیه ته لاړ، هلته يې څو كاله پرلپسې له مولوي صاحب فضل الرحمن پكتیاوال، شیخ محمد نعیم (كوڼ اخندزاده) صاحب، الحاج شیخ محمد صادق صاحب، شیخ مولوي نورمحمد ثاقب صاحب او شیخ عبدالغني لوگري صاحب څخه كتابونه و ويل، د ادب فن دوره یې له حافظ فضل مالك سره او د ریاضي دوره یې له شیخ مولوي نورمحمد ثاقب صاحب سره وكړه.

خو جهادي هلوځلو يې د زدكړو بهير كې اوږدې او گڼي وقفې رامنځته كړې، چې بالآخر په ۱۴۲۱سپوږميز كال يې د ننگرهار درونټې په جهادي مدرسه كې له مولوي فضل الرحمن پكتیاوال او شیخ محمد امین څخه وړه دوره وكړه او په”لومړی نمبر“ ترې فارغ شو.

ورپسې يې لویه دوره په هېواد كې د اسلامي امارت په وروستي كال د خيبرپختونخوا ترټولو لويه ديني مدرسه (دارالعلوم حقانیه) اكوړه خټك كې وكړه او د ١٤٢٢ سپوږميز كال په رجب كې همالته په ممتاز څلورم نمبر فارغ او د عالميت پگړۍ یې وتړله، له فراغت سره سم يې د جهادي فعاليت ترڅنگ د باغبانانو د مولوي سیدخان صاحب په نورالمدارس نومې مدرسه كې تدریس پیل كړ او په وقفه يي ډول يې تر شهادته پورې دوام وركړ، رب ج دې ورته قبول كړي. اللهم امین!.

جهادي فعاليتونه يې: شهید حنیف تقبله الله چې د شوروي ضد جهاد په مهال لا ځلمكی او د مدرسې طالب و د خپل تره زوی ملاشربت په جبهه كې يې د خپلي سیمي (محمد آغه) په سطحه جهادي فعاليت درلود، د كورنيو جگړو په مهال یې وسله په كور كېښوده، عادي ژوند او ديني زدكړو ته يې دوام وركړ.

د ملامحمد عمر مجاهد (رحمه الله) په مشرۍ د شر او فساد په وړاندې په كندهار كې د طالبانو خوځښت را منځته كېدو سره سم شهيد حنيف تقبله الله د كویټې له لارې په سپین بولدك كې ور سره يوځای او له همغو لومړيو شېبو د اسلامي امارت د سپېڅلي يون ملگری شو، د طالبانو د گړنديو فتوحاتو سره په گڼو ولايتونو او سيمو كې د جگړې د لومړۍ كرښي شاهد پاتي شو، د پروان په جبل سراج كې د جنگ په مختلفو محاذونو او په لومړیو كرښو كې يې د خپلو ملگرو د نظامي مسئول دنده لرله، همدارنگه د كابل په ریشخورو، سرای خواجه سيمو او د شمال جنگي كرښو گډونوال و او له شهید مولوي خوشحال تقبله الله سره يې د كاپیسا په مختلفو جنگي محاذونو كې برخه لرله.

د فتوحاتو چټكي لړۍ د هېواد له زياتره سېمو د شر او فساد ټغر ور ټول كړ، مجاهدينو په مفتوحو سېمو كې خپل اداري تشكيلات رامنځته كول چې په دې لړ كې شهید ”مولوي احسان الله احسان تقبله الله “، شهید ”جلالزی صاحب تقبله الله “ او نور مشران د خوست ولايت ته لاړل، شهید ” مولوي محمد شریف سعیدي“تقبله الله يې د خوست د ښاروالۍ مرستیال او شهید مولوي ”عبدالمجید حنیف تقبله الله يې د اوبو رسولو مسؤل و ټاكل او بيا چې سعيدي ښاروال وگمارل شو حنيف د ښاروالۍ مرستیال وټاكل شو، له دې پرته يې د پروان په چاريكارو او جبل سراج كې هم د ښاروال دنده پرمخ وړې، هغه مهال چې مولوي عبدالكبير صاحب حفظه الله د ننگرهار والي و شهيد حنيف د عامي روغتيا د مرستيا دنده پرمخ وړله ترڅو امريكايانو يرغل وكړ او اسلامي امارت سقوط شو.

د صليبي يرغل په وړاندې: په 200۱ زېږديز كال چې له۱۴۲۲سپوږميز سره برابر دی هغه مهال چې د صليبي يرغل لومړۍ شېبې وې، شهيد حنيف تقبله الله تازه له دېني زدكړو را فارغ شوی و، د اسلامي امارت له بشپړي عقب نشېنۍ وروسته پېښور ته لاړ او تدريس يې پيل كړ، موده نه وه تېره چې د اسلامي امارت مجاهدین بيا ځل له سره منظم او د نوي يرغل په وړاندي يې نوی جهادي بهير پيل كړ.

دا چې موږ د يو داسي دښمن په وړاندې قرار درلود چې له هري مخي نوی، مجهز، ډېر ځواكمن او په وړاندې يې زموږ افراد په اوړو كې له مالگي هم ليږ او شته امكانات مو بېخي زاړه او هغه هم د نشت برابر و، د منځنۍ او لوړي رتبې مجاهدين زياتر سره تيت وپرك و، نو تبعاً سر پورته كول يو خورا ستونزمن كار برېښېده، خو چې پر الله تعالی توكل او د هغه پر نصرت د مجاهدينو باور پوخ و، د مشر ملاصاحب رحمه الله د جهاد له نوي فرمان سره الله تعالی د هغوی زړونو ته يو ځل بيا قوت او ډاډ ور وباښه، شرائطو او امكاناتو ته پر كتو يې خال خال فعاليتونه او پر دښمن بريدونه پيل كړل خو د هغه مهال شرائط ډېر او له خياله لوړ سخت و.

شهید حنیف تقبله الله لكه چې د طالبانو په اسلامي تحريك كې له سابقينو اولينو څخه و همداسې د اشغال په وړاندې له لومړيو شېبو يې خپل محدود ملگري په سيمه (محمدآغه ولسوالۍ) كې بيا منظم او پر دښمن يې غلچكي بریدونه پيل كړل، موده نه وه وتلې چې په زياتره سيمو كې مجاهدينو خپل شتون ډاگيز كړ او پردښمن يې يرغليزو بريدونو ته لاره وموندله، شهيد حنيف تقبله الله هم له خپلو ملگرو سره راښكاره شو او فعاليت يې پراخ كړ.

شهيد حنيف تقبله الله د طيب كاروان په نوم د خپلو ملگرو يوه پرتمينه ډلگۍ درلوده چې د لوگر ولايت محمدآغې ولسوالۍ په گڼو سېمو كې په ځانگړې له زاهد اباد څخه تر مامور سلام هوټل پورې د كابل لوگر پر لويه لاره يې پرلپسې د امریكایې یرغلگرو او د هغوی د اشړبانو او كورنیو گوډاگیانو پر كتارونو، گزمو، اكمالاتي كاروانونو او… د بوشكيي ماینونو، كمينونو، مخامخ بريدونو پر مټ پراخ عملياتونه ترسره كړي او گڼ شمیر يرغلگر، مزدور عسكر، پولیس، ځانگړي ځواكونه، اربكیان او د هغوی نقليه وسائط یې پكي له منځه وړي، چې له جملې يې تر لس پوري ټانگونه او عرادي رېنجر هغه پر خپل لاس د اور خوراك كړي، وېشتلي او پر ماينونو پورته كړي دي، د طيب كاروان د عملياتي لړۍ ځيني ویډیو گانې د اسلامي امارت د فرهنگي كمیسیون لخوا د لوگر جهادي بهیر كې خپرې شوې، ياد بهير كې په همدې (طيب كاروان) نوم پېژندل كېږي.

طيب كاروان د خپل سپېڅلي مسير په اوږدو كې د يو شمېر شهيدانو، ځخميانو او بنديانو ستري قربانۍ وركړې چې په سر كې يې خپله د هغه مشر شهيد حنيف، مرستیال يې شهید ابراهیم (بلال مبارز) او د حنیف صاحب ۲۲كلن  زوی شهید طالب العلم فضل هادي (فاتح) تقبلهم الله راځي، د ځيني نورو شهيدانو نومونه يې په لاندې ډول دي.

۱:- شهید مولوي عبدالجلیل مقدس، ۲:- شهید مولوي محمد حسین فاروقي، ۳:- شهید مولوي محمد ماهر مزمل، ۴:- شهید مولوي صلاح الدین، ۵:- شهید ازاد خان خالد، ۶:- شهید مشنگ (عبدالهادي)، ۷:- شهید فیض الله بدر، ۸:- شهید تراب خاكسار، ۹:- شهید زرولي(محمد فدایې)، ۱۰:- شهید قاري كلیم الله (صادق سلمان)، ۱۱:- شهید ولي جان الماس، ۱۲:- شهید طالب العلم ضیاء الحق یاسر، ۱۳:- شهید قاري روح الله، ۱۴:- شهید عبدالله حنظله، ۱۵:- شهید مصطفی زرقاوي، ۱۶:- شهید شاه حامد (شاهدالله)، ۱۷:- شهید نوراغا عرفان، ۱۸:- شهید رازگل فیضان، ۱۹:- شهید سلیمان سجاد، ۲۰:- شهید مولوي ذاكر، ۲۱:- شهید نارنج جلالي، ۲۲:- شهید احمدگل جراح، ۲۳:- شهید اكرام الدین القاعده، ۲۴:- شهید عابد فدایې او ۲۵:- شهید عمران تقبلهم الله.

د شهيد حنيف تقبله الله د زړورتيا او ټينگ هوډ په اړه د هغه ورور محمدبشير وايي: په لومړيو كې به هغه پر پوستو او دلاري پرسر ځنځيرونو ورته، يو ځل ما ورته و ويل چې كه دولتي كسان لاس دركړي او ومو دروي! هغه بې له ځنډه و ويل زموږ سره وسله وي سمدلاسه بريد پر كوو، بشير د هغه پر حواله وايي يوځل مو سفيد سنگ كې امريكايانو ته ماين ښود، مزدور عسكر له اشغالگرو مخكي راغله لاره يې كتله، د دوی له تېرېدو او د اشغالگرو له راتگ مخكي مو په۱۰دقيقي كې ماين ځای پرځای كړ او يو غټ ټانك مو پرې منفجر كړ.

بشير وايي څو كاله مخكي د شهيد حنيف تقبله الله شپږ ملگري شهيدان شول، هغه د غوره انتقام لپاره داسي چاره ترسره كړه چې بوشكيي ماينونه به يې پر اوږه گرځول ترڅو د هر ملگري په بدل كې يو له امريكايانو ډك ټانك پرې پورته كړي، همغسي يې وكړل په سفيد سنگ كې يې امريكايي ټانگان منفجر كړل او پر هغه كال يې شپږ ټانگان ور پوره كړل.

شهيد مولوي عبدالمجيد حنيف د خپلي ډلگۍ (طيب كاروان) د مشري ترڅنگ د محمد آغې ولسوالۍ په استازيتوب د نظامي كمیسیون غړيتوب، د يادي ولسوالۍ د ولسوال او د ولسوال د مرستیال په توگه او د لوگر ولايت د مرافعه محكمې د محرر دندي هم ترسره كړې، له دې پرته له هغه راسي چې د اسلامي امارت تشكيلاتو د نظيم او ډسپلين د ښه والي او پياوړتيا په موخه اداري تعيينات پيل شوي پرلپسې يې بېلابېلي دندي ترسره كړې دي.

شخصيت يې: شهید حنیف تقبله الله یو خوش تبه او مزاحي، ځیرك او هوښیار، مېړنی او زړور شخص و،  په مزاحیه لهجې او زړه راښكونكو تورو او جملو به یې خبرې كولې، زياتر به يې د ملگرو د نشاط پر ځای كولو لپاره (یاره غرق دې كړو) او (ما خوار ، غریب، بې وسه، ملنگ، او بې چاره ته گوره، بس را پورې خانده) ټكي په يو جالب انداز په ژبه راوړل.

نوموړی د غوره علمي سويې، په نظامي تخنیك كې د تجربې او جهادي سابقې ترڅنگ يو ښه ليكوال هم و، له حالاتو سره سم يې په زړه پورې څېړنیزي لیكني كولې، د تراب افغان په نوم به یې په خپله فیسبوك پاڼه ليكني خپرولې ورسره د اسلامي امارت په مياشتينيو، پاڼو او د نن ټكي اسیا پاڼه كې هم خپریدې، هغه د يو غوره كاتب په توگه پېژندل كېده او د نسخ، ثلث ، شكسته او نستعلیق په گډون اووه ډوله خط یې كولای شو او زیاتو شاگردانو ور څخه استفاده كړې وه، پښتو يې مورنۍ ژبه وه، له هغې پرته په دري، انگریزي، عربي او اردو ژبو هم پوهیده، خو په دري او انگریزي كې يې زيات لاس درلود، د كمپیوټر په پروگرامونو كې هم ښه بلد و.

شهادت يې: د لوگر مركز (پل عالم) اړوند بابوسو ته نږدې د شولك په پیارو خیلو سیمه كې د مازدیگر او ماښام تر منځ چې درې نورو ملگري ورسره و د دښمن له یوه كمین سره مخ شول موټر یې بې پیلوټه الوتكي وویشت او دوی مقاومت پیل كړ، له اوږد مقاومت او دښمن ته له مرگ ژوبلي اړولو وروسته څلور واړه ملگرو شهيد عبدالمجيد حنيف، مرستیال يې محمد ابراهیم بلال لوگری،  مولوي محمد حسین فاروقي خوگیاڼی ننگرهاری، ملا مزمل لوگری تقبلهم الله د 2019 زیږدیز كال د جولائ په 3مه نیټه چې د ١٣۹۸ لمریز كال سرطان له ١٢مې سره برابره ده د چهارشنبې په ورځ د شهادت جام نوش كړ، له شهادت وروسته دښمن د خپل قساوت له مخې د هغه بې روحه تن پر پرمیكاټ بارودو ټوټه ټوټه كړ انا لله وانا الیه راجعون!

جنازه يې د پنجشنبې په ورځ مازدیگر 4څلور بجې د گڼ شمير ولسي خلكو له لوري ادا شوه او د خپل كلي په هدیره كې خاورو ته وسپارل شو، نوموړي ترشا درې وروڼه محمدولي، محمدبشیر او قاري عبدالهادي، شپږ اولادونه احمدهادي، عبدالحمید، حافظ عبدالحق، سراج الحق، اكرام الحق، درې كلن شمس الحق او په خپله روحيه روزليو مجاهدينو جراره ډلگۍ پرېښوده، روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې.

له محمدبشیر، مولوي عبدالستار او مولوي قیام الدین قانت صاحب څخه په مننې.

Related posts