اکتوبر 16, 2019

د حافظ مولوي حمد الله قانت تقبله الله ژوند او كارنامو ته لنډه كتنه

د حافظ مولوي حمد الله قانت تقبله الله ژوند او كارنامو ته لنډه كتنه

م نقيب الله حامد:

دا چې اسلامي امارت د شهیدانو كور دی، د دې كور هر (مشر او كشر) وگړی د اعلاء كلمة الله او اسلامي نظام د حاكمیت لپاره د سر قربانۍ په نذرانه منلې، ځينو يې دغه نذرونه پوره كړل او د شهادت په جام سیرابه شول، او ځيني نور يې ورته د يوې لويي نېكمرغۍ په توگه د انتظار شېبې شماري او غواړي خدای ج ته خپل منلي نذرونه ور پوره كړي (فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَی نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ) ، د شهيدانو له جملې يې اتل شهید مولوي حمدالله قانت هم دی.

زوكړه او زدكړې: شهيد مولوي حمدالله قانت تقبله الله د مرحوم حاجي غلام رسول زوی په 1369 لمريز كال د میدان وردگو ولایت جلریز ولسوالۍ د زیولات سيمي د سیدخیلو كلي په یوه متدینه كورنۍ كې سترگي وغړولې.

نوموړي لومړنۍ زدكړې د كلي له ملا امام او بيا د خپل ټاټوبي میدان ښار د كوټه عشرو په مدینه العلوم او د زیولات په نعمانيه مدرسه كې وكړې، پر هېواد مو د غربي تاړاك د يرغل له أمله د طالبانو اسلامي امارت له سقوط سره سم د گاونډي هېواد په پېښور كې د جلوزو كيمپ ته لاړ او هلته يې د وخت له مشهور استاد قاريصاحب خان څخه حفظ پوره كړ.

ورپسې يې  منځنۍ زدكړي د خیبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو مدرسو او په ځانگړي ډول پېښور كې د بورډ حبیبیه مدرسه او د تاج آباد دارالعلوم كې وكړې، په۱۳۹۵لمريز كال يې د بورډ په تاج اباد كې له شيخ الحديث عبدالسميع غزنوي صاحب څخه وړه دوره او ورپسې په ۱۳۹۶كال يې په دارالعلوم تاج اباد كې له جیدو استادانو لويه دوره وكړه وكړه او همدلته يې د فضیلت پكړۍ  پر سر او د عالميت ستر وياړيې ترلاسه كړ.

جهادي فعاليت او  كارنامې يې: شهيد حمدالله قانت تقبله الله په يوه مجاهد پاله او شهيد پاله كورنۍ كې ځلميتوب ته رسيدلی وه، د محمد اسماعيل په نوم د هغه يو مشر ورو د اسلامي امارت په مهال يو نوموتی مجاهد او بيا همغه مهال شهيد شوی و، ورپسې يې د ملا جاويد په نوم دوهم ورو هغه وخت د يو ځلمكي مبارز په توگه راڅرگند شو، چې زموږ د هېواد پر پاكه خاوره غربي تاړاك یرغل وكړ او متدین ولس مو د اسلامي امارت تر قیادت لاندي د هغوی او د هغوی د گوډاگيانو پر وړاندې وسلواله مبارزه پیل كړه.

نوموړی چې د اتل شهید  قاري صاحب سیدآغا تقبله الله له نژدې ملگرو څخه و يو دينداره، نيك خويه، غیرتي او د جهاد له میني سرشاره مجاهد و او په دې لاره كې يې ډېر تكلیفونه  گاللي وه، له نه ستړي كېدونكې اوږدې مبارزې او جهادي فعاليت وروسته هغه هم په 1386 لمریز كال د  میدان ښار د كوټه عشرو د شهیدانو په سيمه كې پر دښمن د یو تعرضي برید پر مهال په شهادت ورسېد او شهید قاري حمدالله قانت تقبله الله يې ځای ناستی شو چې په خورا ښه ډول يې اړوندې چاري پر مخ وړلې.

نوموړی پر جهادي چارو يو پوه او تجربه كار مجاهد و، كه څه هم لوړي مسلكي زدكړي يې نه درلودې خو پر ځينو ځانگړو وسلو كې يې زيات مهارت درلود، لكه ځمكني ماينونه، دراز كوف لېزري وسلې او…چې د هغو پر مټ په چريكو بريدونو، يرغليزو بريدونو، كمينونو او مخامخ عملياتو كې ترډېره بريالی و.

په لومړيو كې چې امریكایان د جلریز ولسوالۍ زيولات سيمه كې ميشت شول، هغوی او د دوی مزدور عسكر چې په ظلم او وحشت كې به یې نوم درلود په ډېر غرور به له مجاهدينو څخه د سیمي د تصفیې په موخه میدان ښار ته راتلل، خو نه پوهیدل چې دلته د شهید قانت تقبله الله غوندې شازلمي شته چې چېرته به هم ترې د ارام ساه وانخلي، هغه و چې له راتلو سره سم به د نوموړي د ماینونو هدف وگرځیدل يا به يې د درازكوف اوكمین ښكار شول.

په۱۳۸۹لمريز كال اشغالگر امريكايان د جلريز كوټو سيمي ته په گزمه را وتلي وه چې يو ټانك يې د شهيد قانت خښ كړي ماين پورته كړ او وركي سپرو اشغالگرو سره په بشپړ ډول له منځه لاړ چې بيا يې د چورلكو په مټ انتقال كړل.

په۱۳۹۲لمريز كال د ميدان وردگو ولايت د ځانگړو ځواكونو قوماندان خالد په مشرۍ د جلريز په لوري وخوځېد چې د همدې ولسوالۍ په اسماعيل خيلو سيمه كې د شهيد قانت د ماين ښكار شول او يو ټانك پكې له منځه لاړ، وركي سپاره عسكر ټول و وژل شول، يو امريكايي ثقيل، يو ايم۴ او يو د شپې دوربين ترې د مجاهدينو لاس ته ورغلل.

په۱۳۹۳لمريز كال په جلريز كې د عملياتو لپاره د دښمن يو لوی كتار را وتلی وه چې د زيولات په سيمه كې يې د شهيد قانت په ماين يو رينجر له منځه لاړ او لوړ رتبه امنيتي كسان پكي و وژل شول.

په همدې كال د جلريز پر خواجه محمدولي بيس باندې يرغليز بريد ترسره شو، چې ياد بيس فتحه او گڼ شمېر عسكر پكې مړه او ژوبل شول، وسلې، وسائط او په لويه پېمانه ډول ډول مهمات يې ولجه شول، په دې عملياتو كې كليدي رول د شهيد قانت و.

اشغالگرو امریكایانو له میدان ښار څخه د وتلو پر مهال دلته خپل اجیر عسكر ځای پر ځای كړل،  تر څو د مجاهد پروره ولس پر وړاندې د هغوی نيابتي جگړه پر مخ يوسي، خو د شهيد قانت په شتون كې هغوی د خپلو مورچو دننه هم د سكون او آرام احساس نه كاوه، د هغه له راتلو سره به عسكرو خپلو ملگروته خبرداری وركاوه چې په گرځېدو حتی په خپلو پوستو كې د ډېر احتیاط نه كار واخلي.

په 1392كال د ميدان ښار جهادي مسئول لخوا د جلرېز پر پوستو پلان شويو عملیاتو كې شهيد قانت تقبله الله په ډېره مېړانه برخه واخیسته چې مجاهد پروره ولس په گلونو استقبال كړ، د جلرېز ولسوالۍ د اسماعیل خیلو سیمي د هزاره اربكیانو پر پوستو د ده تر قیادت لاندې عملیات ترسره شول، په ترڅ كې يې یادې پوستې د الله په نصرت په بشپړ ډول فتحه اوگڼ شمېر اربكیان په كې ووژل شول، چې له أمله يې هزاره گانو یاده سیمه د خپلې مقبرې په نوم ونوموله.

د جلرېز ولسوالۍ پر پوستو په۱۳۹۷لمريز كال دوهم ځل پراخ تعرضي بريدونه ترسره شول چې په مهال يې دعامه نظم۱۲پوستې فتحه او د نوموړي په رابطه گڼ شمېر عسكر تسلیم شول، وسلې او وسایط یې د امارت مجاهدینو ته وسپارل، د همدې كال په جریان كې یوځل بیا وحشي امریكایان د جلرېز ولسوالۍ د زیولایت بیس ته د عملیاتو لپاره راغلل، ورسره شهید قانت تقبله الله هم یادې سیمې ته ځان ورساوه او د درازكوپ په مټ یې دوه هغه وحشي لوړ رتبه امریكایان چې په سيمه كې يې د څار لپاره كشفي الوتكه كنترولوله و وېشتل چې له امله يې ياده الوتكه هم په يوه مفتوحه سيمه كې را وغورځېده او بيا اشغالگرو په بمبار كې له منځه يوړه، د تلفاتو په لیدو له یادې سیمې د چورلكو، جیټ او ډرون الوتكو تر سيوري لاندې وتښتیدل چې وحشیانه بمبارۍ يې هم وكړې.

 شهيد مولوي حمدالله قانت تقبله الله د روان هجري كال په جریان كې شپه او ورځ په اجیرو عسكرو او د دوی په بادارانو پسې گرځیده چې د ده او ځيني نورو مجاهدینو د هڅو په پايله كې د زیولایت بیس او گڼې پوستې وتښتېدې او سیمه د مجاهدینو د حاكمیت لاندې راغله، له دې پرته يې لسگونه وړې او لويي کارنامې ترسره کړې چې د ټولو يادونه ستونزمنه ده.

شخصيت يې: شهید مولوی حمدالله قانت خوش اخلاقه، شجاع او پر دین مین انسان وه، مشرانو او كشرانو ټولو ته محبوب وه، په راتگ سره يې د مجلس بڼه بدلېده او د خلكو په خوله به خندا خپرېده، د شجاعت او استقامت یې مثال نه و، له دښمن څخه يې هیڅ ډول ویره نه لرله، له جهاد سره يې پخه مینه وه، شهيد قانت يو نه ستړی كیدونكی مجاهد و، له خپلو ملگرو، مجاهدینو او عام ولس سره يې نیك تعامل درلود، له دنیا سره يې  علاقه نه وه خپلو ملگرو ته به يې همیشه د پرهېزگارۍ توصیه كوله او ټوله هڅه او كوښښ يې د آخرت لپاره وه.

شهادت يې: دا چې شهید مولوی حمدالله قانت د شهادت گرمه او بې كچي مینه په سينه كې لرله، په پايله كې يې د 1398لمريز كال سنبلې د مياشتي په لومړۍ نېټه د میدان ښار د شهیدانو په سیمه كې په یو تعرضي برید كې په شهادت ورسیده، نحسبهم كذالك والله حسیبهم/انالله و انا اليه راجعون.

په آخر كې د ټول مجاهد پروره ولس نه هيله كوم چې له الله تعالی څخه د نوموړي كورنۍ، ملگرو او خاصكر نږدې ملگري مولوي نقیب الله حامد صاحب ته د نعم البدل غوښتنه وكړي.

Related posts