اکتوبر 18, 2019

واشنګټن، سپينې ماڼۍ ته نژدې ډزو ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

واشنګټن، سپينې ماڼۍ ته نژدې ډزو ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نژدې د ډزو په پېښه کې یو تن وژل شوی او ۵ کسان نور ژوبل شوي دي.

د واشنګټن د پولیسو مشر سټوارټ ايمرمان ویلي، پولیسو تراوسه د پيښي په تړاو څوک نيولي نه دي او نه هم د پيښې انګېزه څرګنده شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، څېړونکي د پيښې په اړه له عیني شاهدانو او د څارنې له کېمرو شواهد راټولوي، تر څو معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي.

رپوټونه وايي، ډزې په ځايي وخت د شپې په شاوخوا ۱۰ بجې د سپينې ماڼۍ په ۳ کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې دي.

تر پيښې وروسته د ۱۴ او کولمبیا سړکونو ترمنځ په زیات شمېر کې پولیس او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او سیمه يې کلابنده کړې ده.

احمد ظريف

Related posts