اکتوبر 18, 2019

اشرف غني که امریکايي ببرک کارمل

اشرف غني که امریکايي ببرک کارمل

احمد مختار :
د افغانستان د پخواني شوروي پلوه ولسمشر ببرک کارمل په اړه ویل کیږي چې تر حد زیات یې له شورویانو سره جوړه وه ، تر دې چې په خپل یوه زوي یې روسی نوم ایښی و.
د روس پلوي ببرک کارمل له واکمني څخه پوره ۴۰ کاله وروسته د کابل واکمني یوه بل داسې ګوډاګي ته سپارل شوې چې په غلامي او پردي پالنه کې تر کارمل څوګامه وړاندې دی.
دا پردی پال ګوډاګی د کابل رژیم اوسنی نیمه مشر اشرف غني دی چې امریکايي تابعیت لري او د خپل عمر څلویښت کلونه یې په امریکا کې تیر کړي دي.
نوموړی هم د نورو امریکايي بړیڅو په څیر له امریکايي یرغلګرو سره یوځای کابل ته راوستل شو، لومړی یې د کرزي په کابینه کې د مالي وزارت ورته وسپاره خو د ده د بد اخلاقي له امله یې هلته ګذاره ونشوه ، کابل پوهنتون ته یې تبدیل کړ ، هلته یې هم کار ور نه کړ بالاخره په کال ۲۰۰۹ کې له بل امریکايي مزدر کرزي سره په ټاکنیزې سیالي کې ودریده خو کامیابي یې تر لاسه نه کړي شوه.
په ۲۰۱۴م کال کې یې دوهم ځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ خو دا ځل د شمالي ټلوالې له ډاکټر عبدالله سره په غاړه کې ولویده او بالاخره یې د امریکا د پخواني وزیر خارجه جانکیري په منځګړیتوب ګډوله شرکت جوړ کړ چې په ترڅ کې یې د افغانستان ټول مادي او معنوي ارزښتونه لیلام کړل.
د اشرفغني په پنځه کلنې کرغیړنې واکمنۍ کې یواځې د هغو کسانو د وژل شویو شمیر کوم چې د ده رسمي عسکرو شمیر ترڅلویښتوزرو اوړي،عادي ولسي افغانان چې د ده د بادرانو امریکایانو او د ده د اجرتي قاتلینو لخوا وژل کیږي د هغوی شمیر په ورځ کې دری سوه دی چې په پنځو کلونو کې یې د ضرب محصول تر سلګونو زره هم زیاتیږي.
د افغانانو پرعام وژنې سربیره په هیواد کې د بد امني ، اداري فساد، اجباري مهاجرت، بي کاري ، اخلاقي بي بندوباري او پربشري حقونو تیری یې د واکمنې نورې مهمې لاسته راوړنې دي.
د امریکايي اشرف غني او روسي ببرک کارمل ترمنځ ډیر مماثلتونه شته دي خو په افغان وژنه او ولس ځورونه کې اشرف غني پرببرک کارمل ډیر وړاندې دی.
نوموړي د خپلې واکمنۍ په دوهمه ورځ د امنیتي تړون تر عنوان لاندې امریکایانو ته د افغانستان سپارلو سند ورکړ.
د دې سند له مخې به امریکایان لس کاله د افغانانو خلاف د هرډول جنایت تر سره کولو قانوني حق لري.
د همدې سند له مخې امریکایانو په افغانستان کې مسجدونه بمبار، مدرسې یې ویجاړې ، روغتونونه تباه او په سلګونو هغه عسکریې ووژلو چې د دوي د محافظینو او مدافعینو دنده یې لرله.
خو د امریکايي ببرک کارمل (اشرفغني) له دې ټولو خدمتونو سره سره نوموړی برسیره پر دې چې د افغانانو بد ایسي خپله امریکایانو ته هم سخت منفور او د امریکا لیونی ولسمشر ټرمپ تیار نه دی چې د یوې لحظې لپاره خپل لیوني حضورته ومني.
اشرفغني څه چې د هغه د فاسد رژیم نور چارواکي هم د امریکايي ویزې له ترلاسه کولو محروم او امریکایان تیارنه دي چې عادي شتون یې په خپله خاوره کې ومني.
روسي ببرک کارمل هم چې په لکونو افغانان یې د خپلو بادارانو شورویانو په لاس ووژل اخیري نتیجه یې دا شوه چې هغوی خپل دغه وفادار مزدور ته دومره فرصت هم ور نه کړ چې سا یې د شوروي اتحاد په خاوره کې وخیژي ، بلکې د ځانکندن په حال کې یې له خپلې خاورې وشاړه ، هماغه و چې د افغانستان او ازبکستان په پوله حیرتان بندرې ښارکې هلاک او په حسرت او تأسف سره یې له نړۍ سترګې پټې کړې.
پر امریکايي ببرک کارمل (اشرفغني ) باندې هم هماغه شیبې راتلونکي دي، ځکه نوموړی یې له خپلې ټولې بیدني او ګوډاګیتوب سره سره په ژوند لا د هغه له قبلې (سپینې ماڼۍ) څخه شړلی دی او امریکایان ورته د یوه فاسد او بي مروته مزدور په سترګه ګوري.
همدا په افغانستان کې د ټولو پردې پالو مزدورانو بد انجام دی.

Related posts