اکتوبر 23, 2019

غزنی: ده یک کې ګډ دښمن دتیلو پمپ او ۳ دوکانونه سوځولي او کورونه لوټلي دي

غزنی: ده یک کې ګډ دښمن دتیلو پمپ او ۳ دوکانونه سوځولي او کورونه لوټلي دي

پرون شپه ۱ ګډو ځناور صفته وحشیانو د غزني ولایت، ده یک ولسوالۍ اړوند بالای کلي باندې چاپه ووهله، دغې چاپې په جریان کې ګډ دښمن د اولسي خلکو د تیلو پمپ او ۳ دوکانونه سوځولي، په ډېر وحشت یې د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي، کورونو ته په زور ننوتلي او ټولې پیسې او قیمتي شته لوټ کړي دي، کلیوال یې وهلي او ځورولي، د یو کلیوال شمسیاني یې ماتي کړې او موټر یې ورته سوځولی، ګڼ شمېر څاروي یې وژلي او ۱ تن عام کلیوال یې د بندي په توګه له ځان سره وړی دی.

2019/9/20

Related posts