اکتوبر 18, 2019

د یو اسلامي جهادي حرکت د بريا لپاره څو بنیادي اصول

د یو اسلامي جهادي حرکت د بريا لپاره څو بنیادي اصول

ليکنه: موسی فرهاد

د اسلام مبارک دین خپلو پیروانو ته داسی لارښووني لري چې په تعميل کې یې د دنیوی او اخروي زندګۍ د فلاح، بهبود او کامیابۍ راز نغښتی وي. «المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضًا»– (بخاري و مسلم)
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: (یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د یوې مضبوطي ودانۍ یا دیوال حیثیت لري، چې ځینې برخې یې ځینو نورو برخو ته ټینګښت او مضبوطتیا ورکوي).

أخوت، وروولي، مینه او محبت د یو اسلامی حرکت په لیکو کې داسې حیثیت لري لکه د پڅخو خښتو د دیوال ترمينځ چې ګچ او سیمټ وي، که د خښتو تر مينځ دا شی نه وي، یوه خښته د بلې سره کوشیر نه اخلي او د لږ فشار په صورت کې دیوال له مینځه ځي، پرخپل ځای ثابت نشي پاتې کیدای.

همدا راز کچیري د یو اسلامي حرکت د افرادو ترمینځ مینه، محبت او ورورولي نه وي؛ نو یو مضبوط او غښتلی صف نه شي تشکیلولای چې د ستونزو او طوفانو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.
همدارنګه په بل حدیث شریف کې مسلمانان او یو اسلامی خوځښت له یو بدن سره تشبیه کړل شوي دي، چې د هر غړي په درد او تکلیف ټول بدن د تکلیف احساس کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: “مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى” [أخرجه البخاري ومسلم عن النعمان بن بشير]

یعني، په مینه، محبت او تراحم کې د مؤمنانو مثال د یوه جسد غوندی دی، کله چې یو غړي ته یې تکلیف رسیږي، نو ټول بدن ورسره په تبه اخته او نا آرامه وي.
د مینې او محبت دا کیفیت بیا د ایثار او قربانۍ لوړې څوکې ته رسیږي چې هلته مسلمان خپل ورور د راحت او ګټې په ځای کې د ځان څخه مخکې کوي او په تکلیف او تاوان کې پخپله وړاندې کیږي او خپل ورور تکلیف ته نه پریږدی.

اسلامي تاریخ د ایثار او قربانۍ له داسې کیسو څخه ډک دی چې بشري تاریخ یې له مثال راوړلو څخه عاجز او ماده پرست خلک یی تصور هم نه شي کولای.
د اسلامی حرکت په صف او افرادو کې د دغسې مینی ورورولۍ ایثار او قربانۍ موجودیت د دې ضامن دی چې دا صف د هر طوفان او مشکل مقابله په میړانه او پراخه ټنډه کولای شي او هیڅ دښمن او د هغه هیڅ دسیسه یی پر وړاندی مقاومت نه شي کولای.

د دې ترڅنګ چې اسلام د یوې پراخي اسلامي ټولني بنسټیز اصول وړاندي کوي؛ په عین حال کې یې د هغه نهضت لپاره هم د بریالیتوب لاري چاري ښودلي دي چې د یوې ریښتیني اسلامي ټولني او نظام لپاره یې هڅي پیل کړي وي.
هغه د جهاد او مجاهدینو نهضت دی چې عملاً د الله تعالی په لاره کې شپه او ورځ ستړیاوي ګالي، د اسلام د دښمنانو په وړاندي جهاد کوي .

څرنګه چې جهاد په مأموربه احکامو کې ترټولو مهم عبادت دی، جهاد د اسلامي احکامو د تنفیذ او دفاع مهمه وسیله او د اسلامي شریعت ستر رکن دی.

نو كه واقعاً مونږ غواړو چې د اسلام دغه اهم رکن مو په ریښتیني توګه انجام کړی وي؛ او په دې سره مو جهادي آرمانونه ترسره او د الله په لاره کې ورکړې قربانۍ مو مثبتې پایلې ولري؛ نو باید چې د دغو الهي ارشاداتو سره سم څو لاندي کارونه ترسره کړو:

1-لومړی خپلي لیکي متحدي او له هرډول اختلاف څخه پاکي ساتل

دا ځکه چې الله تعالی د قرآن کریم په ډېری آیتونو کې د اسلامي صف پر یووالي ټینګار کړی، تر دې چې د الصف په نوم یې یو مکمل سورة نازل کړی او په هغه کې یې په خاص ډول د جهادي صف پر یووالي ترکیز کړی دی . «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ (4)»

قرآنکریم په متعددو أیتونو کي مسلمانان د خپلمنځي وحدت په ټینګ ساتلو أمر، او له اختلاف نه یې منع کړي دي.
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمیعاً وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْکُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَیکُمْ إِذْ کُنْتُمْ أَعْداءً فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْواناً»

(ټول د خدای ج په رسۍ منګولې ولګوئ او تیت پرک کیږئ مه او په ځانو باندې د خدایتعالی هغه نعمت رایاد کړئ کله چې ټول د یو بل دښمنان وئ نو خدای ج ستاسو په زړونو کښې مینه واچوله پس ټول د هغه نعمت په برکت په خپلو کښې سره وروڼه وګرځیدلئ).

له همدې ځایه ده چې د جهادي صف یووالی ډېر اړین او اشد ضرورت دی، او د اسلام په مقدس دین کې خاص اهمیت لري. که صف متحد نه وي، نو نه یوازي داچې د کامیابۍ هیڅ ډول چانس نه موندل کيږي، بلکي د صف تفرق پخپله یوه لویه فتنه او د بد ترین شکست لامل ګرزي.

ښه مثال یې زموږ په هیواد کې د روسانو په وړاندي د مجاهدو تنظیمونو تعدد، تفرق او د هغوی د ستړیاوو پایله ده .

2-په خپل مسیر او تګلاره کې ثابت قدم اوسیدل

الله تعالی په قرآنکریم کې د سورۀ انعام په ۱۵۳م مبارک آیت کښې فرمایی: «وَأَنَّ هذا صِراطی مُسْتَقیماً فَاتَّبِعُوهُ وَ لاتَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِکُمْ عَنْ سَبیلِهِ»
یعنې دا زما نیغه او سیده لاره ده نو پېروی یې وکړئ په کږو او غلطو لارو مه ځئ چې تاسو تیت پرک کوي او له نېغې لارې مو منع کوي.

همدارنګه په سوره هود کې فرمايي: «فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ…۱۱۲»
یعنی (مستقیم او ثابت قدم واوسه په هغه څه کې چې ورباندي امر شوی یې او هغه څوک چې ستا سره يي د الله تعالی بندګي ته رجوع کړي، او نافرماني مه کوئ، بیشکه هغه ستاسو د اعمالو څارونکی دی.)

عموماً مسلمانان، په خاص ډول مجاهدین په دې مکلف دي چې پرخپل مسیر ټینګ او محکم و اوسي، خپله لاره بدله نکړي، ځکه چې د لاري بدلولو مانا دا ده چې د الله لاره یې پریښوده او په نورو داسی لارو سر شو چې هغه ټولي د شیطان لاري وي، او د شیطان پر لاره تلل حتمي ده چې سړی د شکست سره مخ کوي، د دنیا او آخرت له ذلت سره یې مخ کوي.

په دې اړه هم موږ ډېري بیلګې لرو، د روسانو په وړاندي ډېرو خلکو جهاد وکړ، مګر متاسفانه چې له خپل مسیر څخه د انحراف له امله د متجاوزو کفارو د صف ملګري شول، چې واقعاً دا د مسلمان لپاره ذلت دی. او د کفارو په صف کې دریدل پر دې دلالت کوي چې د آخرت د رسوایئ او ذلت سره هم مخ کیدونکي دي.

3-نظم، ډیسیپلین او همآهنګی مراعت کول

دا اصل ته چونکه د اسلام په مقدس دین کې تربل هر تهذیب زیات اهمیت ورکول شوی؛ لکه چې الله تعالی فرمایی: «إِنَّا كُلَّ شَیْ‏ءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ» (هرڅه مو پخپله اندازه پیدا کړي). دا راز په بل آیة کې فرمایی: «ومَنْ یَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» (چا چې له حدودو او اصولو تیری وکړ؛ هغوی ظالمان دي).

مطلب دا چې دا ټول مخلوق الله تعالی په نظم او ډیسپلین سره پیدا کړي، که چیري د هغه نظم او حدودو نه چې الله تعالی ورته ټاکلي؛ تجاوز وشي، نو د مخلوق په جوړښت کې ګډوډي راځي نو الله تعالی په دې سره خپلو بندګانو ته هم لارښوونه کوي چې تاسو هم خپل بندګي انتظامي امور له نظم او ډیسپلین سره سم عیار کړئ، ترڅو مو په ژوند کې ګډوډي او ناکامي رانشي.

نو لازمه ده چې د اسلام د لاري مجاهدین د دې اصل کلکه پیروي وکړي دا ځکه چې تربل هرچا همدوی نظم، کنترول، ترتیب او ډیسپلین ته اړتیا لري. د همدې نظم په مټ کولای شي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

نن سبا چې په نړۍ کې هرځای د اشغالګر دښمن په وړاندي جهادي مقاومت روان وي، موږ او تاسو یې شاهدان اوسیدلی یو چیری چې قومنده یوه وي، نظم او ډسپلین ته ورکي پاملرنه کیږي؛ هلته یې عملا ښې پایلې لرلې او د ښمن یې په هجومي عزائمو کې له شکست سره مخ کړی .

ښه بېلګه یې زموږ هیواد افغانستان دی، چې د نژدې دوو لسیزو په دې طویله مبارزه کې د یوه قیادت په برکت، د کفارو یو پراخ یرغلګر ائتلاف له خورا تاریخي شرمندګۍ او ستري رسوايي سره مخ شوی دی.

خو برعکس په کومو هیوادونو لکه په عربي نړۍ او ځینو نورو هیوادونو کې د اشغالګرو او طاغوتي واکمنو په مقابل کې چې مقاومت د یوې قومندې پرځای د بیلابیلو قیادتونو لخوا اداره کیږي؛ هلته نه یواځي داچې د مقاومت د بریاليتوب چانس نا شونی دی؛ بلکې همالته د متعددو قیادتونو د بي نظمۍ له امله جهادي صف د خپل منځي اختلافاتو ښکار او مجاهدین یې له مشکلاتو سره مخ دي.

4-صبر، تقوی او توکل اختیارول

«إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ»–الزمر۱۰]
( بیشکه صبرکوونکو ته د هغوی د صبر په وجه بي شمېره ثوابونه ورکول کیږي.)
دا درې واړه هغه څه دي چې د مؤمن لپاره د دنیا او آخرت د بریالیتوب اسباب بلل شوي. پر مصائبو باندي زغم کول، له مفاسدو څخه ځان ساتل، له بشري تدبیره وروسته پر الله تعالی باندي توکل محض کول هرو مرو مؤمن خپل منزل مقصود ته رسوي.
په دې کې هیڅ شک او شبهه نشته، ځکه چې الله تعالی په قرآنکریم کې داسی فرمایی: «وَ مَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَايَحْتَسِبُ، وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ، إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا»
(څوک چې له الله تعالی څخه ویره لري، خدای تعالی یې له هري تنګۍ څخه د وتلو لاره ورته مهیا کوي، له داسی لاري روزي ورته رسوي چې ګمان یې نه وي، او څوک چې پر الله تعالی توکل ولري، هغه خدای ورته کافی دی، بیشکه چې الله تعالی د خپل کار پوره کوونکی دی خو د هر کار لپاره یې خپله اندازه مقرره کړي) [الطلاق]

همدارنګه فرمایی: «وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ» [الأنفال ۲۶]
( تاسو هغه وخت دریاد کړئ چې لږ وئ او په ځمکه کې کمزوری کړل شوي وئ، تاسو ویره درلوده چې خلک به مو برمته او محوه کړي، پس الله تعالی تاسو ته پخپل نصرت سره پناه او مأوی درکړه، له حلالو او پاکو شیانو څخه یې روزي درکړه، ښایی تاسو شکر وباسئ).

په پورتنیو آیتونو کې ښکاره پیغام دی چې د نجات او فلاح لاره یوازي له خدایه ویره، د هغه له لوري پر امتحاني مشکلاتو باندي زغم او پر همغه ذات باندي خالص توکل او اعتماد کول دی. که څه هم تاسو به کله نا کله د دښمن لخوا کمزوری کړای شئ، ناوسه او ناهیلي به شئ، مګر بیرته به همغه الله تعالی د نجات لاره درته پرانیزي که چیري تاسو ورباندي باور ولرئ.

5-شعوري او عملي اطاعت کول

په جهاد کې د امیر اطاعت له هغو أساسي ضرورتونو څخه دی چې د جمهورو فقهاؤ له نظره د أمیر موجودیت او د هغه اطاعت د جهاد لپاره حتمي او آساسي شرط بلل شوی دی.
د اسلام دویم خلیفه آمیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله څخه روایت دی چې وایی: «لَا إِسلَامَ بِلَا جَمَاعَةٍ، وَلَا جَمَاعَةَ بِلَا أَمِيرٍ، وَلَا أميرَ بِلَا طَاعَةٍ» (له جماعة او ډلي پرته اسلام نشی راتلی او نه جماعة پرته له امیره موجودیدلای شي او نه امیر ترهغو امیر بلل کیږي چې اطاعت یې ونشي).

د أمیر د اطاعة په اړه د الله تعالی واضح حکم داسی دی: « وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ» [الأنفال ۴۶]
یعنی (د خدای او د هغه د رسول فرمانبرداري وکړئ، خپل منځي شخړي مه کوئ، چې وبه پاشل سئ او ځواک به مو ختم شي، صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی د هغه چا مرسته کوي چې صبر کوونکي وي).

همدارنګه د أمیر د حکم لزوم په احادیثو کې هم خورا ډېر اړین ګڼل شوی: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ، مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ يَعْصِنِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَمَنْ يُطِعْ الْأَمِيرَ فَقَدْ أَطَاعَنِي وَمَنْ يَعْصِ الْأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِي» [رواه مسلم]
(له ابو هریره رضی الله عنه څخه روابت دي نبي کریم ﷺ وفرمایل : چاچي زما اطاعت وکړ؛ هغه د الله تعالی اطاعت وکړ او چا چي زما نافرماني وکړه پس هغه د الله نافرماني وکړه او چا چي د امیر اطاعت وکړ، هغه زما اطاعت وکړ او چا چې د امیر نافرماني وکړه ګویا هغه زما نافرماني وکړه).

اطاعت یوازي دا نه چې په ښیګڼه کې به وی او په ستونزو کې به تري ځان ګوښه کوو بلکي په هر حالت کې شریعت هغه لازم بللی، لکه چې د پیغمبرعلیه السلام په یو حدیث مبارک کې راځي چې: «السمع والطاعة على المرء فيما أحب وكره»
(د حکم اوریدل او فرمانبرداري کول په هر حال کې پر سړي لازمه ده، هغه که یې خوښ وي او یا ناخوښ).

6-عباداتو ته خاصه پاملرنه کول

څرنګه چې فرضي عبادات په هیڅ وخت کې مسلمان پریښودلای نشی، که یې پریږدي د ایمان بایللو ویره یي شته، خو د هغه چا لپاره چې د اسلام د دین د تنفیذ لپاره یې هوډ څرګند کړی وي او د الله تعالی په لاره کې یې خپل سر او ژوند وقف کړی وي؛ نو د هغه لپاره د فرضي عباداتو ترڅنګ د نفلي عباداتو اهتمام هم خورا اړین بلل شوی او د نصرت او هزیمة ډېر مواقع ورسره تړلي ګڼل شوي دي.

په دې اړه د بیت المقدس فاتح د اسلامي نړۍ وتلی مجاهد صلاح الدین ایوبي یوه خبره ډېره مشهوره او د تاریخ برخه ګرزیدلي، ویل کیږي چې نوموړی یوځل د شپې مهال راووتی پر یوه خیمه ور برابر شو چې ګوري، دننه ورکي خلک پرلمانځه ولاړ دي او یا د قرآنکریم ذکر کوي،،، صلاح الدین ایوبی وویل: “من هنا يأتي النصر” نصرت به له همدې ځایه راځي. یعني د دې ډول عبادتګزارو مجاهدینو په وجه به الله تعالی زموږ نصرت کوي او موږ به پر دښمن غلبه مومو.

تر دې وړاندي ولاړی، په بله خیمه کې یې ولیدل چې خلک بیده دي، هیڅوک عبادت کوونکي نه ښکاري، نوموړي وویل: “من هنا تأتي الهزیمة” ( شکست به له همدې ځایه راځي) یعني د خدای تعالی له ذکر او عبادت څخه همدا غلفت به زموږ مسلمانانو د ماتي او شکست لامل ګرزي.

الله تعالی په قرآنکریم کې د داسي مؤمنانو چې د الله په لاره کې یې خپل ژوند وقف کړی وي؛ داسی صفات بیانوي: « تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفاً وَطَمَعاً …الآیه» [السجدة ۱۶]
(دوی هغه خلک دي چې ډډي یې له بسترځایونو نه جدا وي، له خپل رب څخه د ویري او امید په طمع دعاګاني کوي)
نو په دې کې شک نشته چې د جهاد د بریا لپاره د کامیابۍ او نصرت بل ستر لامل نفلي عباداتو ته ځانګړي توجه کول دی. که چیري د مجاهدینو دا اړخ نیمګړی وي، نو حتمي ده چې په یو نه یو شکل به د الله تعالی له نصرت څخه بې برخي کیږي، د فتح پر ځای به یې شکست په برخه وي.

7-په کارونو کې مشوره او تدبیر لازم ګڼل

خدای ج په قرآنکریم کې پیغمبرعلیه السلام ته د مشوری کولو امر کوي، «وشاورهم فی الأمر» او د هغو مؤمنانو؛ چې پخپلو کې سره مشاوره کوي؛ داسي توصیف بیانوي: «وأمرهم شوری بینهم» (یعنی الله پاک دغه مؤمنان د خپل ځان مخلص او ریښتیني بندګان بللی چې پخپلو کارونو کې له یو بل سره مشوره کوي) .

نو مشوره کول په اصل کې د کار د پرمخ بیولو ترټولو ښه تدبیر دی. په عربی کې یوه مشهوره مقوله ده چې وایي: [مَن سَاءَ تدبِيرُه، تَعَجَّل تدمِيرُهُ] ( د چاچې تدبیر ناسم وي ګویا د خپل هلاکت بیړه یې وکړه).
که یو څوک کوم کار پرته له مشورې، پلان او تدبیره پیل کړي او یا یې تدبیر کړي وي خو نیمګړی، نو ګویا هغه د خپل ځان د هلاکت، تباهي او ناکامۍ اسباب په خپله ځان ته وموندل .

عبدالملک بن مروان چې د أموي خلفاؤ د سلسلې پنځم واکمن ؤ؛ وایی: [ لأن أخطئ وقد استشرت؛ أحب عندي من أن أصيب وقد استبددت برأيي] (که زه په یو داسی کار کې خطا شم چې وار لمخه مې مشوره پکښې کړي وي، نو هغه ماته تر دې محبوب دی چې یو کار پخپله رایه پرته له مشوري ترسره کړم او هغه کامیاب شي).
په دې اړه یو عرب عالم لیکي: [ السلامة في التأني و الندامة في العجلة. فالتأني هو التدبیر و المشاورة، و أما العجلة فهي الاستبداد والأخذ بالرأي وعدم المشاورة والتفكر في الأمر].
سلامتیا په تأني او پښیماني په عجلة کې ده، تأني تدبیراو مشورې ته ویل کیږي او عجلة له مشوري او تفکر پرته، پخپله رایه کار کولو ته ویل کیږي .

په پای کې باید مختصرًا وویل شي چې له کله نه چې د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې نظم او نسق رامنځ ته شوی او کارونه یې د نورو وختونو په پرتله د ښه تدبیر او مشاورت له لاري ترسره کیږي؛ نو پایلې يې هم خورا ښي ځلیدلي دي، مثالونه یې ډېر شته، خو لا هم په دې لاره کې ډېر کار ته اړتیا ده چې باید د اسلامي امارت د نظامي او ادارې تشکیلاتو ټول ارګانونه نورهم په مسئولانه او شعوري ډول ورته متوجه شي. چې په همدې کې د د دنیا او آخرت د نجات رمز نغښتی دی.

او زه باور لرم که چیري د اسلامي امارت مجاهدین د جهادي امورو د بهبود او پرمختګ پخاطر دغه پورتني اووه واړه ذکر شوي أُصول عملي کړي نو دا حتمي ده چې الله تعالی به یې هیڅکله له خپل نصرت، رحمت، او لورېیني څخه محروم نکړي. « وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ …» [يوسف۲۱]

پای…………..!

Related posts