اکتوبر 18, 2019

 د اشغال دوام، ستر حماقت

 د اشغال دوام، ستر حماقت

د ورځي خبره:

دامریکا له لوري دافغانستان د اشغال اتلس کاله پوره شول، خو نه یوازي داچې اشغالګرو او لاسپوڅي رژیم یې  کومه بریا نه  ده ترلاسه کړې، بلکي ورځ تربلې رژیم د شوړیدو او یرغلګر له لوی شکست سره مخ کیږي، امریکا یي چارواکي دې ته باید ښه متوجه شي کومه جګړه یې چې ۱۸ کاله کې ونشوای ګټلای،له دې وروسته هم کومه بریا نشي ترلاسه کولای!!.

  برعکس د اسلامي امارت په مشري روان ولسي جهادي پاڅون تر ټولو قوي موقف کې قرار لري، د یرغلګرو داعتراف په اساس دافغانستان تر نمایې ډیره برخه خاوره یې په واک کې ده او د کنټرول ساحه یې لا پسې پراخیږي. مجاهدین د الله تعالی په نصرت او دخپل ولس په ملاتړ تر پخوا لا پیاوړي شوي، مجهز شوي او ددښمن په ټکولو کې یي ښه تجربه ترلاسه کړي ده.

د افغانستان جګړه کې امریکا په ملیاردونو ډالر مصرف کړل، مګر موفقه نشوه چې  خپل پلانونه  تطبیق اواهداف ترلاسه کړي او یا هم یو داسي رژیم په پښو ودروي چې خلګ باور ورباندي وکړي.امریکایي پوهان او شنونکي مني چې کابل رژیم  فاسد او په سیاسي او ادارې لحاظ یوه کمزورې اداره ده.

امریکا کې ځیني کړۍ او چارواکي افغانستان کې پر جګړه ټینګار کوي،خو دې ته فکر نه کوي چې که د جنګ له لارې بریا ترلاسه کیدای،نو د بوش او اوباما حکومتونو به دافغانستان جګړه په خپل بري پای ته رسولې وای،ځکه هماغه مهال افغانستان کې د یرغلګرو عسکرو شمېر یو نیم لک ته ورسید، خو نه یوازي داچې سوبه یې ترلاسه نه کړه، بلکي د ډير زیات ځاني اومالي زیان سره مخامخ شول.که امریکایي چارواکي بیا هم پر جګړه اصرار کوي دابه یې ستر حماقت وي.

تاریخ او تجربو ثابته کړې چې افغانستان کې هیڅ یو پردی ځواک هم کامیاب شوی نه دی،که هر څومره زور او وحشت یې تکرار کړی، پای یې په شکست او شرمندګۍ منتج شوی دی.

امریکا له تېر څخه باید سم درس واخلي، خپلې غلطۍ نور باید تکرار نه کړي، له افغانستان څخه  ټول عسکر وباسي چې هم یې افغانان له ظلم او وحشت څخه خلاص شي او هم دخپل ځاني او مالي تاوان مخه ونیسي.

Related posts