اکتوبر 19, 2019

د غني نوې لاپې او حقيقتونه!

د غني نوې لاپې او حقيقتونه!

دورځي خبره:

وړمه  ورځ  د کابل د امريکايي رژيم  مشر اشرف غني  په يوه کمپايني غونډه کې د اسلامي امارت مجاهدين  بې تنخوا عسکر وبلل او وړانديز يې ورته وکړ چې له دولت سره دې يوځاى شي موږ به معاشونه ورکړو.

غني ته دې وويل شي چې  د اسلامي امارت مجاهدين د معاش يا نورو دنيوي امتيازاتو له پاره نه، بلکې د الله تعالى جل جلاله د رضا، اعلاء کلمة الله او دګران هيواد د آزادۍ لپاره دې لارې ته راوتلي دي او خپلې قیمتي ککرې ځاروي.

غني په داسي حال کې مجاهدينو ته دکابل دولت سره د يو ځای کيدو او د معاشونو د ورکړې سپارښتنه کوي، چې  تېره ورځ  د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې دده ګوډاګي رژيم  په لسګونو عسکرو په لاريونونو لاس پورې کړ او په دولت يې تور پورې کړ چې له يو کال راهيسې  يې معاشونه، نه دي ورکړي.

د معاشونو د تعليق  دا کيسه يوازې تر فارياب او يوازې نظامي کارمندانو پورې خاص نه ده، بلکې  په ټول هيواد کې روانه ده او د رژيم عسکرو خپل روحيات بايللي.

اشرف غني په دغه کمپايني غونډه کې دا هم و ويل چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف يې هيڅ نه دي کړي اونه يې څوک پرې ثابتولى شي، حال دا چې له امريکاسره يې امنيتي تړون لاس لیک کړ چې دافغانستان په تاريخ تلپاتی تور داغ بلل کيږي.

زرګونه هيوادوال یې دقاتلو قطعودچاپو اونورو بریدونو په ترڅ کې شهیدان اودربدره کړل .

اشرف غني چې د سولې په دښمني کې  په کور دننه او نړيواله سطحه شهرت لري؛ خو بيا يې هم په ډيره بۍ شرمۍ  وويل چې د سولې غږ له هر کلي، هرې ولسوالۍ او هر ولايت پورته کوم تاسو ماته رايه راکړئ زه به سوله راولم.

خو ملت ته لکه لمر ښکاره ده چې اشرف غني دسولې په لار کې څومره غلیمانه دریځ  او له دښمنۍ ډکه تګلاره لري

 په قطر کې چې داسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ کومې خبري اومذاکرات ترسره شول دکابل رژیم اواشرف غني یې  کلک مخالفت اومزاحمت وکړ.

اشرف غني دې پوه وي چې، په کورنۍ، سيمه ايزه او نړۍ واله کچه يې خپل حيثيت بايللى، نه شي کولى چې د دروغو په لاپو-شاپو اولس تېرباسي او يو ځل بيا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په اولس خپله خونړۍ واکمني تحميل کړي.

 ان شاءالله

Related posts