اکتوبر 16, 2019

د شهید مولوي فضل الرحمن (مصداق) صاحبزاده تقبله الله ژوند ته لنډه کتنه

د شهید مولوي فضل الرحمن (مصداق) صاحبزاده تقبله الله ژوند ته لنډه کتنه

لیکنه: فيض صميم

جهاد د الله تعالیﷻ له لوري د نورو عباداتو په څېر فرضي عبادت دی او د مسلمانو ملتونو دلوړو گټو او ارزښتونو د خوندېتابه لپاره یې فرض كړی، يو مجاهد د دغه فرض په ترسره كولو د الله تعالی د دين د لوړوالي ترڅنگ د خپل بشپړ ملت له برم څخه ننگه كوي،
د الله تعالی د دين او د ملت د برم لوړوالي پر لاره كې سرښېندنه د يو مجاهد هغه فطري وياړ او د زړه غوښتنه، ارزو او شوق دی چې له پيله لا ورته د يوې خوږې مرحلې په توگه تابيا نيسي (اِمَّانَصْرٌوَّاِمَّاشَهَادَةٌ) يا فتحه يا شهادت،
خو دغه مرحله پرچا زر راځي او چاته له ځنډ سره، داسي نه چې د الله تعالی د لاري يو مجاهد به خپل سر درېغوي.

په تېره کابو دوه لسېزو كې د طالبانو اسلامي امارت نږدې نېمايي برخه له دې مرحلې تېره شوې، له دوی څخه ‎‎‎‎‎‎‎‎ د يو سرسپارلي مجاهد شهيد مولوي فضل رحمن (مصداق) صاحبزاده تقبله الله پر جهادي ژوند لنډ غږېږو چې د الله تعالی د دين او د ملت د برم د لوړوالي په لاره كې يې له اوږد انتظار وروسته د شهادت وياړ هم ترلاسه كړ.

زوكړه او زدكړې:
شهید مولوي (مصداق) صاحبزاده تقبله الله چې په سيمه او گاونډ كې د طالبانو په مابین کې اوس مهال په جنید سره هم یادېده د مرحوم شیخ المشائخ پیر طریقت رهبرشریعت حضرت مولانا مرحوم محمدصدیق صاحبزاده رحمه الله( چې د میست کلي د اغالالا په نوم مشهور و) زوی دی او د ۱۳۹۶ هجري قمري كال کې د پكتیكا ولایت یوسف خیل ولسوالۍ د مېست د كلي په یوه دینداره، روحاني او مجاهده كورنۍ كې د دې فاني نړۍ د ژوند باب پرانيست.

شهید(مصداق)صاحب دینداره ، متقي او په ښو اخلاقو پوښلی پوخ ځوان وو، او د دین په خدمت کې نه ستړیدونکی متورع او ځیرک انسان وو چې د منطقي په سطحه یو با استعداده ،فصیح شخصیت وو، او د یو ځیرک ،هوښیار انسان په حیث یې ځانګړی شهرت درلود.
په وړوکوالي یې دیني درس ته مخه کړه لومړنۍ ابتدایې زدکړي یې له خپل والد ماجد نه په خپل پلرني ټاټوبي کې وکړي وروسته یې د هجرت په دیار زیړېنور کیمپ کې د ضیاءالمدارس په مدرسه کې تر موقوف علیه دوري پوري لوړي زدکړي وکولي.

جهادي ژوند ؛

کله چې د روسي ښکیلاک له یرغل وروسته بریا د افغانانو نصیب شوه وروسته تش په نامۀ مجاهدینو په هیواد د فساد او خپل منځي شخړو تور څادر وغوړاوو او په مقابل کې یې د اسلامي امارت په نوم د هیواد په کچه یو اسلامي تحریک را منځته شو نو نوموړي مصداق دیني درس نیمګړی شو او د جهاد میدان ته یې را ودانګل هلته یې په ډیر متأنت او میړانه خپله جهادي مبارزه جاري وساتله تر څو د هیواد د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له لوري په ځانګړي فرمان د افغانستان د ملي امنیت(استخباراتو) په دوهم ریاست کې د وثیق صاحب چې اوس د قطر د دفتر غړی ده معاون وټاکل شو.
هلته یې بې شمېره خدمتونه وکړل او د هیواد مخفي دښمنان یې د تل لپاره سرکوب کړل په څو ځله ورته د ستر مسئولیت پیشنهادونه وشول نوموړي د دیادې دندې مسئولیت په ځان پوره بلل او نورو مسئولیتونو ته یې د تقوا له امله زړه نه شو ښه کړای.

له کله چې په ګران هیواد د امریکا په مشرۍ نړیوالو ائتلافیانو یرغل وکړ او د افغانستان ځمکه او فضا یې اشغال کړه،
د شهيد (مصداق)صاحب تقبله الله په کور بې رحمه دښمن په کال ۲۰۰۱ میلادي کال کې چاپه ووهله نوموړی شهید مصداق صاحب بچ شو او امریکایانو یې کور ته اور واچول او د نوموړي پلار مرحوم محمدصدیق صاحبزاده یې ګوانتامو محبس ته یووړ.
له پنځه کلن زندان وروسته هغه هم بیرته را خلاص کړل شو.

نوموړي د اشغال په اوائلو کې له کوره بهر ګذاره کوله خو وروسته چې امكانات څه پراخه، شرائط نسبتاً ښه شول، د وخت غوښتنو او مصلحتونو تغير وموند، په ولس كې د جهاد ولوله يوځل بيا تانده او گړندۍ شوه، ځيني برجسته ملگرو يې وخت پر وخت د سيمه ايزو مجاهدينو رسمي او نارسمي ډلگۍ جوړي كړې چې تر اوسه لا په پوره همغږۍ خپلو جهادي چارو ته دوام ور كوي، نوموړي مصداق صاحب بیرته له خپل پخواني امیر حاجي وفادار صاحب تر امر لاندي یې مبارزه پیل کړ او له مجاهدینو سره به یې په چریکي غزواتو کې برخه اخیستله.
له لږ فرصت نه په استفادي یې نیمګړي درسونه د هجرت په دیار پاکستان کې بشپړ کړ او پر شهید شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام تقبله الله باندي یې لویه دوره تکمیل او د فضیلت بګړۍ پر سر کړه.

دندي یې؛

د اسلامي امارت په وخت کې یې په کابل کې د استخباراتو په ریاست دو کې د معاون په حیث ۳ کاله دنده تر سره کړه،
په ۱۴۳۴ سپوږميز كال د یوسف خېل ولسوالۍ د وفادار د دلګۍ د سرپرست په حیث یې نظامي فعالیت یو کال وکړ،
په ۱۴۳۶ کې د یوسف خیل ولسوالۍ ملکي ولسوال وټاکل شو،
او په ۱۴۳۹سپوږميز كال کې د پکتیکا ولایت د ولایتي کمیسون د غړیتوب دنده ورله غاړي شوه،
او سږ له ۱۴۴۰ سپوږميز كال را پدېخوا د هیواد په سطحه د استخباراتو د سیمنار د رئس په توګه یې مخفي دنده تر سره کوله،

همدا راز یې د یوسف خيل په ولسوالۍ کې د خیربین په ساحه کې په کال ۱۴۳۷ کې یو دیني مدرسه تأسیس کړه چې نوموړي به تدریس پکې کول.

شهادت يې:

دا چې شهيد مولوي (مصداق)صاحب تقبله الله له خپلي سیمي پلارني ټاټوبي ګاونډ کې په غزني ولایت کې د مهاجرت شپي صبا کولي او ورسره به یې جهادي فریضه هم ادا کوله.
بالآخر هغه نه ستړی كېدونكی نوميالی مجاهد چې د انارشيزم او پاټک سالارۍ او صليبي يرغل په وړاندې دوه جهادونه يې په هسكه غاړه پر مخ يوړل،
د جهاد له ولولې هغه سرشاره شهكار مجاهد چې د دښمن لپاره يوه لويه سرخوږي گرځېدلی او د هغه ترټينگ مراقبت لاندې و،
هو!
د الله تعالی په لاره كې مهاجر او مسافر سرلوړی مجاهد مولوي (مصداق) صاحبزاده صاحب تقبله الله د خپل عمر د پنځمي لسيزي په وروستي (۱۴۴۱ سپوږميز) كال د محرم الحرم مباركي مياشتي پر ۱۲ مه د شپې یوه بجه الله تعالی ته د هغه په لاره كې منلې وينه او ژوند هم ور كړل،

د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د دیسي په كلي د اشغالگرو او گوډاگيانو په گډه چاپه كې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد،
تقبله الله بحسن قبوله نحسبه كذالك والله حسيبه ولانزكي علی الله أحداً.

شهيد مصداق صاحب تقبله الله شاته مجلله علمي كورنۍ پرېښوده او درۍ ځامن څلور لورګانې یې په میراث دې پاني نړۍ ته پریښودل.

Related posts