اکتوبر 16, 2019

د جهادي سنګر د نوموتي مبارز شهید محمد اسحق ابوبکر ژوند ته کتنه

د جهادي سنګر د نوموتي مبارز شهید محمد اسحق ابوبکر ژوند ته کتنه

لیکوال: عاکف مهاجر

د حق او باطل توري له هغه وخت سره په ټکر کې دي کله چې خدای جل جلاله د باطل په وړاندې د توري د راویستلو امر کړی دی، خو د خدای جل جلاله په نصرت تل باطل سرنګون او حق، اوچت او بریمند وي.

په دغه مبارزه کې شهادت د مسلمانانو او د حق د جنګیالیو تل ارزو او غوښتنه وي چې آن رسول مقبول صلی الله علیه وسلم هم دا هیله او تمنا کړې ده.

شهادت یو اوچت مقام دی چې په رسیدلو سره یې مبارکي ورکول کیږي او دا د الله جل جلاله اعزاز دی او فخر بلل کیږي.

مؤمنانو تل د شهادت په هیله د کفر سره د مبارزې ډګر ته وردانګلي دي او خپله مینه یې په دغه ډګر کې خړوبه کړې ده چې له دغې جملې څخه یو هم شهید ابوبکر تقبله الله وو.

پیژندنه: شهید محمد اسحق ابوبکر د حاجي میراحمد زوی د لوګر ولایت مرکز اړوند د الوزیو سیمې اوسیدونکی دی چې په  ۱۹۹۶ع م کال کې یې د هجرت په دیار پاکستان د خیبر پختونخواه اړوند خیراباد سیمه کې یې دې فاني دنیا ته په یوه دین داره او جهاد پاله کورنۍ کې سترګې غړولې وې.

زده کړه: شهید ابوبکر تقبله الله لومړنۍ دیني زده کړې د خپل کلي له ملا امام څخه ترسره کړې وې چې په همدغه وخت کې یې د سیمي په یو مکتب کې تر شپږم صنف پورې عصري زده کړې هم کړې وې او تر هغه وروسته یې په ۱۵ کلنۍ کې د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی اجیرو ملیشو په وړاندې د جهاد او مبارزې له امله دیني او عصري زده کړو ته د پای ټکی کېښود.

جهاد او مبارزه: شهید محمد اسحق تقبله الله لا د ماشومتوب دور نه وو هیر کړی تازه مکلف شوی وو چې شاید یواځې یو یا دوه پسرلي پرې تیر شوي وو، خو ځیرک با استعداده خدا ترسه او متقي زلموټی وو چې د امریکایي ښکیلاکګرو او د هغوی د افغان کرایه شویو عسکرو په وړاندې یې د مبارزې میدان ته ودانګل او عملي مبارزه یې پیل کړه.

نوموړي شهید په لومړیو کې د جهاد او مبارزې د نامتو او نومیالي ځوان شهید قومندان نعمت اکا تر څنګ وسلواله مبارزه پیل کړه څوک چې دښمن یې په تکړه توب او بهادری باندې قایل وو او د هغه د ژوند تر پایه یې ورسره کلکه ملګرتیا وکړه چې د امریکایي ځواکونو په وړاندې یې په څو څو واره برخه اخیستې وه او غربي اشغالګرو باندې یې د لوګر مرکز اړوند د کابل ګردیز لاره سور تنور ګرځولې وه.

شهید ابوبکر تقبله الله د شهید نعمت اکا له شهادت وروسته د اتل قهرمان قومندان موسی جان جواد الوزي په قومنده کې د جهاد او سرښندنې په میدان کې سربازي کوله چې په ملګرو کې په متواضع، خادم، متقي، د ښو اخلاقو څښتن، بهادر، میړني او نامتو ځوان باندې شهرت درلود او هر چا به یې د کارنامو ستاینه کوله.

نوموړی شهید لا ډیر کشر وو خو د خپلې وړتیا او شجاعت له امله یې له تیرو دوه درې کلونو راهیسې د قومندان جواد په نه شتون کې د خپلو ملګرو سرپرستي ور په غاړه وه او په ډیره ښه توګه یې دغه خدمت په مخ وړلو.

شهید محمد اسحق ابوبکر همدغه مهال چې کله په شهادت رسیدو هم په دغه سیمه کې د خپلو ملګرو سرپرست وو او ملګري په ډېره مینه پرې راټول او د جهاد میدان کې پرې باوري ول.

شهادت: شهید محمد اسحق ابوکر د ۲۳ کالو په عمر کې د لوګر مرکز اړوند کمالخیلو سیمه کې د ۱۳۹۸ ه ش کال د سرطان میاشتې په ۲۴ نیټه د ډرون امریکایي الوتکې په یو ناځوانمردانه ګذزار کې له څو نورو ملګرو سره د شهادت جام نوش کړ او د اجل داعي ته یې لبیک و ویل.

انا لله وانا الیه راجعون

روح دې ښاد او یاد دې تل ترتله وي.

Related posts