جولای 07, 2020

ځوانانو ته پیغام

ځوانانو ته پیغام

ښاغلو ځوانانو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستړي مه شئ! په دې هیله چې روغ، جوړ او خوشاله به یئ. الله تعالی مو د زمانې له فتنو په امان لره. آمین

نن درسره د ځوانۍ او ځوانمردۍ په اړه څو خبرې شریکوو او د یوه مؤمن او صالح ځوان د ځانګړنو او مسؤلیتونو په اړه درسره د زړه خواله کوو. په دې هیله چې ویې لولئ او په همدې هنداره کې خپل ځان ته وګورئ.

قدرمنو ځوانانو!

زموږ او تاسو په عامه اصطلاح ( ځوان) هغه چاته ویل کیږي چې د ماشومتوب عمر یې پای ته رسولی وي او تازه د بلوغ یا مکلفیت عمر ته رسیدلی وي. اما که په ژور نظر وګورو د ځوان سم او مکمل تعریف دا نه دی. یعنی هر هغه څوک چې د عمر په دې کلونو کې وي واقعي ځوان نه شي بلل کیدای.

په حقیقت کې د ځوان لغت له ځوانمردۍ، مروت او میړانې څخه اخیستل شوی دی. یعني واقعي ځوان هغه دی چې د ځوانمردۍ کوائف یې پوره وي. یو څوک که د عمر په هره مرحله کې وي خو چې ځوانمردي ولري، دیانت، غیرت، میړانه، وفا، همت، اخلاص او فداکاري ولري خلک یې ځوانمرد بولي، حتی که یو سپین ږیری هم له کوم چا سره مخلصانه کومک وکړي خلک وایي: ډیره ځواني یې راسره وکړه. له دې معلومه شوه چې ځواني په حقیقتي معنی تر عمر پورې تعلق نه لري بلکې تر یو شمیر خاصیتونو او معنوي ارزښتونو پورې تعلق لري چې باید هر ځوان هماغه صفات په ځان کې پیدا کړي تر څو په اصلي معنی (ځوان) و ګڼل شي.

راځئ دلته د یوه واقعي مؤمن او صالح زلمي ځیني خصوصیات وپيژنو تر څو بیا هماغه ځانګړنې په خپله هم رعایت کړو.

۱ــ صالح زلمی په خپل اسلامي هویت او تشخص افتخار کوي او د الله تعالی شکر اداء کوي چې په یوه مسلمانه ټولنه کې یې پیدا کړی دی. هغه له کفر، فسق او ګمراهۍ څخه نفرت لري، اسلام د نجات لاره او کفر و فسق د تباهۍ لاره ګڼي نو ځکه په خپل دین باندې فکرا، قولا او عملا منګولې ټینګي ساتي.

۲ــ صالح زلمی د یوه مکلف، ویښ او ژمن مسلمان په حیث همیشه هڅه کوي چې د خپلې اسلامي عقیدې او دیني مسائلو په اړه خپل معلومات زیات کړي. هغه د ایمان او اسلام په حقیقي معنی ځان پوه کوي، د ایمان غوښتنې پیژني، د اسلامي عباداتو لکه لمونځ، روژه، زکات، حج او جهاد په مسائلو ځان پوه کوي او د شرعي علم په رڼا کې قدم اخلي. صالح ځوان هغه دی چې یوازې په هغه میراثي اسلامي نسبت کفایت نه کوي چې په اسلامي کورنۍ کې له زیږیدو یې ترلاسه کړی. بلکې له ځانه شعوري مسلمان جوړوي او د مسلمانۍ په حقیقي معنی ځان پوه کوي.

۳ــ صالح زلمی د خپلو اسلامي معلوماتو د زیاتولو لپاره له نیکانو او متدینو خلکو سره تعلق ساتي. د مسجد ملا امام، د کلي او ښار علماء کرام، د مدرسې استادان، د مکتب او پوهنتون متدین استادان دغه راز د خپلې سیمې له مجاهدینو سره تعارف او همیشنی تعلق ساتي. تر څو د هغوی د صحبت له برکته هم خپل اسلامي معلومات زیات کړي او هم په عملي ډول په خپل کردار کې دینداري راولي.

۴ــ مؤمن او صالح زلمی د اسلامي فکر خاوند وي. ژوند او کائناتو ته د دیني نړۍ لید له زاویې ګوري. هغه دا چې دا دنیا او ټول کائنات الله تعالی پیدا کړي دي. الله تعالی دنیا د انسان د اوسیدو لپاره او انسان یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړی دی. د انسان رهنمایي ته یې پیغمبران علیهم السلام او کتابونه رالیږلي دي. وروستنی کتاب قران کریم او وروستنی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی.  موږ په دنیا کې د اسلامي احکامو په رعایت مکلف یو. د اسلامي اوامرو په اجراء سره اجر راکول کیږي او جنت ته ځو بالمقابل په سرکشۍ او ګناه کولو به په جهنم کې سزا راکول کیږي. دنیا د ازمیښت او ابتلاء میدان دی او په بیلابیلو طریقو الله تعالی زموږ د ایمان او مسلمانۍ امتحان اخلي. یوه لویه ابتلاء چې موږ په کې واقع یو، په اوسني عصر کې په نړۍ د کفارو برلاسي ده. مسلمانان په ابتلاء کې دي چې یا به د کفارو عقیده، رسم او رواج مني او یا به د سختۍ، غربت او مظلومیت ژوند تیروي. مؤمن زلمی هغه دی چې هر ډول دنیوي سختۍ، محکومیت، ډار، زندان، شهادت او نور مشقتونه تیر کړي خو د اسلام رسۍ پرې نږدي.

۵ــ مؤمن او صالح زلمی د کفارو په مقابل کې جهاد شرعي فریضه ګڼي او په خپل ځان او مال سره په جهاد کې برخه اخلي. په زړه کې له اشغالګرو او د هغوی له ملګرو څخه نفرت لري، په ژبه د جهاد دعوت خلکو ته ورکوي او په خپل ځان او مال سره جهادي خدمت سرته رسوي. صالح زلمی هغه دی چې مجاهدین د الله تعالی د لارې تر ټولو عزتمند او سرلوړي لارویان ګڼي. د مجاهدینو سره ملګرتیا او ناسته ولاړه لري او د هغوی خدمت او همکاري خپله ایماني وظیفه ګڼي.

۶ــ صالح ځوان هغه دی چې تقوی دار وي، پنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداء کوي. مسنون اعمال او اذکار یې زده کړي وي او عملي کوي یې. خپل ظاهري جوړښت، لباس او قیافه یې په شرعي طریقه برابره وي. صالح زلمی هیڅکله ګناه نه نه کوي او که ګناه ترې وشي سمدستي الله تعالی ته توبه وباسي. که د بل مسلمان حق په غیبت، بهتان یا ضرر رسولو سره تلف کړي نو له هغه څخه بخښنه غواړي او الله تعالی ته توبه وباسي.

۷ــ صالح زلمی خپل ظاهري بدن او فکر دواړه له مضرو شیانو څخه ساتي. هیڅکله مخدره مواد لکه چرس، پوډر وغیره نه استعمالوي. همدا راز د بدکاره خلکو، نشه یانو، فسق کوونکو او کوڅه ډبه ځوانانو له مجلس او ملګرتیا څخه هم ځان ساتي. صالح زلمی د هغه چا سره مجلس او ملګرتیا نه کوي چې فکر او عقیده یې خرابه وي. له اسلام او جهاد سره دښمني او له کفارو او فاسقانو سره دوستي لري. صالح زلمی هغه راډیويي خپرونې، کتابونه، سریالونه او نور نشرات هم نه ګوري چې د کفارو لخوا د مؤمنو ځوانانو د ګمراهۍ په مقصد نشریږي. ځکه د دغسې نشراتو اوریدل اذهان میکروبي کوي، په اسلامي مفکوره کې خلل پیدا کوي چې بیا د دنیوي او اخروي تباهۍ سبب ګرځي. صالح زلمی د دې په عوض اسلامي کتابونه مطالعه کوي، د علماء کرامو مواعظ، جهادي ترانې او اسلامي نشرات اوري او له دینداره خلکو سره ناسته پاسته او ملګرتیا لري.

۸ــ صالح زلمی له خپل دین اسلام او خپل اسلامي وطن سره مینه لري. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له خپل دین اسلام او پلرني وطن مکې مکرمې سره مینه درلوده. خو که کله د اسلام او وطن د مینې تقابل راشي نو بیا اسلام ته ترجیح ورکوي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د مکې د کافرانو له ډیرو ظلمونو مجبور شو چې یا به اسلام پریږدي او یا وطن. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلام ته ترجیح ورکړه، سره له دې چې د وطن فراق ورته سخت و، بیا یې هم خپل کور او کلی پریښود او د اسلام د ساتلو لپاره یې د هجرت او جهاد لاره ونیوه. صالح زلمی پوهیږي چې په اوس عصر کې د نړۍ هیوادونه د ( دولت+ ملت) د نظریې په اساس جوړ شوي دي. نشنلیزم ته ډیر تبلیغات کیږي، حتی خلکو ته ویل کیږي چې وطن تر ټولو اول او مقدم دی او له وطن او وطنپالنې پورته بل ارزښت نشته. حال دا چې زموږ عقیده دا ده چې اسلام تر ټولو لوړ او مقدم دی. نو صالح زلمی په زړه کې د وطن مینه پالي خو دومره نه چې خدای مکړه د اسلام مینه ورباندې هېره کړي. صالح زلمی د وطن خدمت دا ګڼي چې د کفر او فسق له تیارو یې خلاص کړي او د اسلامي نظام په رڼا یې روښانه او ودان کړي.

۹ــ مؤمن او صالح زلمی اسلامي مفاهیم او ارزښتونه پیژني او احترام یې پر ځان واجب ګڼي. اسلامي نظام، شریعت، شرعي حدود، دعوت، عبادات، دیني تعلیم، تصوف، جهاد، هجرت، شهادت او نور اسلامي مفاهیم واجب الاعتقاد والاحترام ګڼي. کفري رسنۍ او سیکولران چې د دې مفاهیمو پر ضد تبلیغات کوي او یا یې د بې ارزښته ښودلو هڅه کوي، مؤمن ځوان د هغوی تبلیغاتو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي، بلکې د دښمن ګمراه کوونکي دسیسه یې ګڼي.

۱۰ــ صالح زلمی خپل کورني مسؤلیتونه پيژني. له مور او پلار، وروڼو، ترونو، میرمنې او د کورنۍ له ټولو غړو سره د عطوفت، نرمۍ او مهربانۍ له مخې چلند کوي. د خپلو مشرانو احترام کوي او په کشرانو شفقت لري. د خپلو والدینو خدمت او تابعداري پر خپل ځان فرض عین ګڼي. هیڅکله د مور او پلار سره توندې خبرې یا یې له اوامرو سرغړونه نه کوي. بلکې د الله تعالی رضاء د مور او پلار تر خوشالۍ پورې تړلې ګڼي. صالح زلمی د خپل مور او پلار بلکې د ټولې کورنۍ د لاس امسا وي. د کور په کارونو او د غم او ښادۍ په مهال په خدمت او قربانۍ کې پیشقدم وي. صالح زلمی معلوم کار یا روزګار لري، د کورنۍ د اوږو بار نه وي بلکې د کور د مالي مصارفو یوه برخه په غاړه وړي.

۱۱ــ صالح زلمی د کورني ژوند غوندې په اجتماعي ماحول کې هم ځان په یو شمیر مسؤلیتونو مکلف ګڼي. له ګاونډیانو، ملګرو او کلیوالو سره د ښه ګاونډیتوب، احسان، اخوت او همکارۍ نه ډک چلند کوي. د فقیرانو، یتیمانو او بې وسه خلکو له حاله ځان باخبره ساتي او تر خپله وسه ورسره همکاري کوي. له خپلوانو سره په چلند کې د صله رحمۍ فریضه نه هیروي. د هغوی له حاله ځان خبرول، د مریض پوښتنه، په غم او ښادۍ کې یې شرکت، له هغوی سره مرسته او هغوی ته دعاء کول خپله وجیبه ګڼي.  صالح زلمی د کلي، محلې یا هیواد په سطحه د خیر په کارونو، لکه د لارو او پلونو جوړول، د مساجدو، مدارسو، ښوونځیو، یا روغتون جوړول، د ونو کرل، د کاریزونو او ویالو صفا کول او دغسې نورو خیریه کارونو کې ځان نه سپموي، بلکې د ثواب په نیت په اخلاص سره ترسره کوي.

۱۲ــ  صالح زلمی چې هر مصروفیت لري، په خپل کار او دنده کې صادق، مخلص او باهمته وي. که سبق وایي په پوره میړانه او شوق سره یې زده کوي، خپلې کورنۍ او استادانو ته دوکه نه ورکوي. که دنیوي کار روزګار کوي، په پوره میړانه، همت او تقوی سره یې ترسره کوي. په کاروبار کې دروغ نه وایي. له خیانت، دوکې او چل ول څخه ځان ساتي. صالح زلمی له حرامخورۍ کرکه لري او د بل چا حق خوړل د دنیا رسوایي او د آخرت تباهي ګڼي. د خپل کار او پیسو ګټلو لپاره لمونځ نه قضاء کوي. بلکې د آذان په اوریدلو د لمانځه تیاری پیلوي. صالح زلمی د نن کار سبا ته نه پریږدي. په هر کار کې یې نیت د خیر او د الله تعالی رضاء وي.

۱۳ــ  صالح زلمی نیک اخلاق لري. له خلکو سره په پراخ تندي او موسکا مخامخ کیږي. له توندو خبرو، قهر، ښکنځلو او مسلمان ته په ژبه یا لاس له ضرر رسولو څخه ځان ساتي. که بل مسلمان ورور ورته په ژبه یا لاس ضرر ورسوي له عفوې، حلم او حوصلې څخه کار اخلي او په دې سره له الله تعالی د اجر امید لري. صالح زلمی له قومي، لساني او منطقوي تعصب څخه پاک وي. له خپلو ګاونډیانو یا نورو مسلمانانو سره تربګني او حسد نه پالي. څه چې ځان ته خوښوي بل مسلمان ته یې هم خوښوي او همیشه په دې فکر کوي چې څرنګه د الله تعالی عبادت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع او د د خدای د مخلوق خدمت ترسره کړي.

۱۴ــ  او وروستۍ خبره دا چې رښتینی ځوان هغه مؤمن او صالح زلمي ته وایي چې په خپل اسلامي هویت او تشخص قناعت ولري. د معاصرې فتنه ګرې دنیا له ګمراهۍ ډک تبلیغات، ایډیالونه، رواجونه او فیشنونه یې ذهن نه مصروفوي او نه یې ورته تلوسه پیدا کیږي. بلکې خپل اسلامي تشخص، فرهنګ او ارزښتونه د ځان لپاره کافي بولي او په بشپړ ډول ورباندې قانع وي. د مؤمن او صالح زلمي لپاره د تقلید وړ ایډیالونه صحابه کرام، پخواني صالحان او د اسلامي تاریخ قهرمانان وي. هغه هڅه کوي چې د هغو په شان ځان جوړ کړي نه د دې عصر د منحرف تمدن د مخکښانو په شان.

نور اځئ چې د همدې واقعي مؤمن او صالح ځوان صفات په ځان کې پیدا کړو. تر څو هم د دنیا نیکنامي، عزت او کامیابي وګټو او هم د آخرت. هم د ځان لپاره ګټه کړو او هم د خپلې کورنۍ، والدینو او ټولنې لپاره د یوه مفید عنصر په حیث له افتخاره ډک ژوند تېر کړو.

په همدې هیله.

Related posts