جولای 07, 2020

ځوانان څوک او مسؤلیتونه یې څه دي؟!

ځوانان څوک او مسؤلیتونه یې څه دي؟!

لیکوال: حماد افغان
ځوانان د ټولنې د ټینګښت او ټیکاو ستنې او ستر طاقت دی، ځوانان د امت د عروج ستنې دي ، دوی پورې هر قسمه امیدونه تړلې شي ، د هرې ټولنې ، هر قوم ، هر ملت او امت خیریت او اصلاح د ځوانانو په خیریت او اصلاح کې ده ، د يو ځوان په ټولنه او امت کې ارزښت داسې دی لکه د انسان په بدن کې چې د زړه ارزښت دی.

اسلام يو بشپړ او کامل دين دې ، ځکه الله تعالی فرمايي : “الیوم اکملت لکم دینکم” او اسلام د انسان هری طبقې ته خپل حقوق او سپارښتنې ورکړي او هره طبقه یې تر خپله وسه مکلفه کړی ده ، په دې طبقاتو کې یوه یې هم د ځوانانو طبقه او ټولې دې چې تل د اسلام زرين تاریخ پرې زرین شوی او ویاړلي دي او لا به هم د همدې ځوانانو په قربانیو او کارنامو زرین کیږي.

ځوانانو تل د خپل امت برم ، عزت او دبدبه ساتلې او په  اوسني عصر کې هم  له  همدې ځوانانو دغه هيله او تمعه  کيږي  چې  د اسلامي امت دا ماته او د هر قوم نه زېل شوې کښتې خپل ساحل ته ورسوي .

ځوانان دي چې د ټولنې لپاره  د ملا د تير حیثيت  لري ، خپله  ټولنه د ستونځو ، مشکلاتو او تکالیفو ژغورلې  شي ؛ که خپل قران ته ځير شو نو د ځوانانو یادونه به مو تر سترګو شي د جلیل القدر پیغمبر يوسف علیه السلام کیسه الله تعالی په ډېر تفصیل سره ذکر کړی ځکه چې په هغه باندې تکلیفونه ، له خپل پلار او کورنۍ جلا کیدل ، بندیخانه تیرول او بیا د مصر خزانی ورسپارل کیدل په ځوانې کې شوي وه.

ځوانانو په هر عصر کې د باطلو مشرانو مقابل کې قیامونه کړي د هغوی د فاسدې عقیدې مقابله یې کړی معاشره او چاپيریال یې پوه کړی او د خپلو کورونو ، کلیو او قبیلو پریښودو ته مجبور شوي ، روښانه مثال یې الله تعالی مونږ ته د کهف د ځلمیو راکړی ، ځکه هغوی د باطلی عقیدی مقابل کې ودرېدل الله تعالی یې صفت په قران کې کړی او فرمایي: “انهم فتیة امنو بربهم وزدنهم هدی” :یقینا دوی ځوانان چې پر خپل رب یې ایمان راوړی ؤ او مونږ د دوی هدایت او لارښودنه لا زیاته کړه ، ابن کثیر رحمه الله د همدې ایت لاندې لیکلي : په دنیا کې چې څومره نیکان ، صالحان او اولیاء تیر شوي زیاتره یې ځوانان وه.

ځوانان که خپل مسؤلیتونه په سمه توګه اداء کړي دښمنان هم ترینه په ویره کې وي؛ الله تعالی په قران کې د ابراهیم علیه السلام په اړه د دښمنانو وینا د ځوان په صفت رانقل کړی کله چې پښتنه وشوه چې د کعبې بتان چا مات کړي ؟ نو وویل شول چې “سمعنا فتی یذکرهم یقال له ابراهیم ” دلته دښمن د ابراهیم علیه السلام بهادري او زړورتوب هغه ته د ځوان لقب په ورکولو کې ښکاره کړې او فضیلت ، برتري هم همدا ده چې دښمن دې په زړورتوب قانع شي لکه هغه د عربۍ ژبې مشهوره مقوله ده “الفضل ما شهدت به الاعداء”.

که د اسلام تاریخ وګورو خالد بن ولید ، زبیر بن العوام ، عمرو بن العاص ، ضرار بن الازور ، خبیب ، حسن ، حسین او علي بن ابي طالب رضوان الله علیهم اجمعین او داسې نور صحابۀ کرام ټول ځوانان وه چې د اسلام ستر پیغمر صلی الله علیه وسلم پرې ویاړ کولو ،طارق بن زیاد ، یوسف بن تاشفین او موسی بن نصیر هغه ځوانان وه چې په ډیر کم وخت کې یې د اسلام سپیڅلې دین تر مشرق او مغرب ورسولو ، محمدبن قاسم هغه ځوان وه چې تاریخ کې یې څارې نه لیدل کیږي په ۱۷ کلنې کې یې د اسلامي لښکر مشري کوله او د یوې مسلمانې خور په آه یې د هند نیمه وچه او سند تر ډيره د اسلامي سلطنت تر ولکې لاندې.

ځوانان باید د وخت د ستر مجاهد صلاح الدین ایوبي رح تاریخ مطالعه کړي ځکه د هغه عصر له فتنو ، فسادونو او د اسلام د دښمنانو د دسیسو دور وو مسلمانان له هر طرف نه راحیسار وه خو الله تعالی امت ته په هغه وخت کې صلاح الدین ایوبي ورکړو او هغه له ټولو مشکلاتو سربیره  د اسلام په نوم د خلافت په چوکۍ ناستو منافقو او د صلیب غلامانو سره هم په ډېری هوښیارۍ مقابله وکړه ، بیت المقدس یې د صلیب له ولکې خلاص او مسلمانانو ته ستره خوشحالي راوړه ،د هغه وخت د صلیبیانو مشر به ویل که چیری په مسلمانانو کې صلاح الدین ایوبي نه وای نو ممکن مونږ د اسلام جرړی ورختمې کړی وی .

ځوانان باید په دې حساس وخت کې چې امت له هر خوا د اسلام د دښمنانو په ډول ډول دسیسو کې راګیر دی ، د اسلام او د ځوان نسل ساتنه وکړي ، خپل ځان خپله ټولنه د دښمنانو له مکر او فریب وژغوري ، خپل ولس د دښمنانو له ناپاکو عزائمو خبر کړي ، د سریالونو او ډرامو له زهرو او پکې د پرتو ناوړو کارونو ، ناروا مینو او بداخلاقیو ټول ملت باید خبر او وژغوري.

ځوانان باید په هر کلي ، هر قوم ، هر مسجد او هر جامعه کې ویخ او بیداره ووسي ولسونه د خپل تیر شوي تاریخ نه خبر کړي ، صحابۀ کرام وریاد کړي د هالیووډ او بالیووډ د ناولو او نجسو اداکارانو نومونه او د هغوی رواجونه او سټایلونه ترینه ختم کړي .

د طالبانو په اسلامي امارت هم غږ کوم چې د هیواد نوی نسل د بربادۍ پر لور روان دی تاسو باید د هر ولایت په سطحه دوی ته د پاملرنې او پوهاوي مثبت ګامونه پورته کړئ ، همدا ځوانه طبقه ستاسو قوت ستاسو ښکلاء او د امت د تیر تاریخ د اعادی واحده طبقه ده.
وما علینا الا البلغ المبین
لیکنه مو که تر پایه کتلي وي له نورو سره یې شریکه کړئ.

Related posts