جولای 07, 2020

د سنګین غمیزه، او د بشري حقونو د سازمان غرضي راپور…!!

د سنګین غمیزه، او د بشري حقونو د سازمان غرضي راپور…!!

د ورځي خبره :

د بشري حقونو په نوم د څار سازمان آسیا څانګې پرون سه شنبه د جون پر۳۰مه نیټه، یو راپور خپور کړچې پکي ویل شوي وو، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې بشري حقونه ترپښو لاندي شوي.

دا راپور په داسي حال کې خپور شو چې تر دې فقط یوه ورځ وړاندي د کابل ادارې د عسکرو لخوا د ډي سي توپونو په ړندو توغندۍ ویشتلو سره د هلمند ولایت، سنګین ولسوالۍ کې یوه لویه بشري فاجعه رامنځ ته شوه.

تر۵۰ تنو پوري ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، چې ماشومان او سپین ږیري هم پکي وو. اوګڼ شمېر څاروي یې ورته تلف کړل. تصویري او ویډیویي صحنو کې لیدل کیدل چې د انسانانو او څارویو ویني او غوښي یې سره ګډي وډي کړي وي.

مګر متاسفانه چې د بشري نهاد په نوم د بشري سازمان لخوا دغه فاجعه ایګنور (صرف نظر) شوه، او پرځای یې د بشري حقوقو څخه د سرغړوني تر سرلیک لاندي بل داسي غرضي، سیاسي راپور خپور کړ چې هر عقلمند او باشعوره انسان د هغه په سیاسي بدنیتی له ورایه پوهیږي.

د یاد سازمان راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندي سیمو کې مو له ۱۳۸ کسانو سره خبري کړي هغوی راته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې د بیان، تعلیم او نور ډېر محدودیتونه شتون لري، پر همدې بنسټ یې راپور ته عنوان ورکړی چې د طالبانو تر کنترول لاندي له بشري حقونو سرغړونه کیږي.

له مشکوکو او دولتي کسانو نه د پوښتنو پر آساس له پروپاګند څخه ډک ترتیب شوي، دې راپور کې راغلي:
“د خلکو لپاره ډېره سخته او خطرناکه ده چې د طالبانو د کړو وړو په اړه غږ اوچت کړي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې او ترهې له لارې واکمني وکړي، هغوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلکو په وړاندې ځانونه مسول نه ګڼي حساب او کتاب نه ورکوي.”

پکار خو دا وه چې د بشري حقونو دغه دعویدار سازمان، ترهرڅه وړاندي د سنګین دغه سنګینه فاجعه بشري جرم بللی وای، راپور یې باندي خپور کړی وای، ځکه چې هر څوک په دې پوهیږي چې د بشر ترټولو لومړنی حق د هغه د ژوند، سر، مال او شخصي حریم حفاظت دی، چې په هلمند کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په ډېر قساوت سره لوټ شو.

مګر یاد سازمان ځان ورباندي غلی کړ، د هیواد په نورو برخو خصوصاً کابل کې دا روزمره بشري جرایم، اختطافونه، غلاوي، قتلونه، د عسکرو لخوا د ښوونځیو نه پوستې جوړول، په ښوونځیو کې په ځلونو د انجونو مسموم کیدل، د ولسي خلکو پرلاریونونو د عسکرو لخوا ډزي کیدل، په مساجدو کې د علماؤ او لمونځ کوونکو د مرموزي وژني قصدي لړۍ، د کابل په اداره کې د ښځو د جنسي ځورونو، او په عسکری لیکو کې د ماشومانو نه د جنسي ګټي اخیستني، د عامو خلکو ورځني مسایل د دولتي رشوتونو قرباني کیدل او داسي نور… ګڼ مسایل چې هرڅه د آزادو رسنیزو او نورو منابعو څخه په وار وار تثبیت شوي؛ خو بیا هم یاد بشري سازمان ته په نظر نه ورځي.
برعکس د طالبانو په اړه له ۱۳۸ دولتي او یا نورو مشکوکو کسانو نه د پوښتنو پر آساس ترتیب شوی پروپاګند ورته مهم ښکاري.؟!

په داسی حال کې چې د امارت تر واکمنۍ لاندي په سلهاوو ځله ځینو غربي رسنیو هم موندلې چې ولسي خلک خپل ټول حقوقي او نور مسایل د اسلامي امارت د محاکمو او نورو اړوندو اداراتو څخه حل کوي، او هرڅه یې پرته له رشوته او په انصاف ترسره کیږي. تعلیم، بیان او نور ټول هغه حقوق چې د افغانستان جنګي شرایطو ته په کتو؛ خلکو ته میسر دي؛ ورته ورکول کیږي.

مګر د بشري سازمان د آسیا د څانګې دا وروستی راپور چې د هلمند د سنګین د بشرې فاجعې څخه د خلکو د توجه اړولو په موخه خپور شوی؛ ډېر د افسوس وړ او د دغه سازمان د سیاسي بدنیتي ښکاره ثبوت دی.

پای ………..!
۲۰۲۰ / ۷ / ۱

Related posts