جولای 12, 2020

په سنگین كې سنگین جنایت

په سنگین كې سنگین جنایت

ابو صهیب حقانی
ژباړه: سعد
هلمند لكه د هغه نوم چې له وينو او غورځنگ سره تړلی وي، لكه د هغه نوم چې يې د زړه د ټوټو له زره زره كېدو سره غوټه وي او لكه دغه د زړورو سيمه او د كفر ځپونكو غيرتمنو خاوره به كله په ارام نشي، دا چې غلامي ادارې ته نور څه نه دي ور پاتې، په هلمند كې يې په يوه بوږنونكې فاجعه لاس پوري كړ او يوځل بيا يې د ياد ولايت په سنگين ولسوالۍكې سنگين او دروند جنايت ترسره كړ.
هغه څه چې په سنگين كې را منځته شول، د درباري غلام لومړی او وروستی جنايت نه دی او ښايي وي به هم نه، ځكه دغه اداره لكه چې د همدې لپاره گومارل شوې وي چې هر ډول كېدای شي ولسي وگړي ووژني او د هغوی پر عام وژنه يوه فاجعه را منځته كړي، لكه له بهرنيو استادانو چې د هغوی دغو مزدورو همكارانو يواځي وحشت ترسره كول او وېره خپرول زده كړي وي او دا يې هم قسم خوړلی وي چې د هلمند پر نارينه او مېرمن، زاړه، ځوان او تنكي ماشوم به زړه سوی نه كوي يواځي بايد ويې وژني، څرمن يې وباسي، ويجاړۍ ورته رامنځته او اور ورته كړي، كورونه ور وسوځوي او زړونه يې پر ورېت كړي، خو….
ترڅو پوري؟
ترڅو به دغه بې همته او هرڅه بايللي غلامان دا ډول بوږنونكي جنايتونه ترسره كوي؟ ترڅو به د ولس له وېنو سره لوبي كوي او د نارېنه او نازكو مېرمنو ژوند به اخلي؟ دوی به بياهم تر كومه دا ډول جنايتونه تر سره او د انسانانو څرمني باسي؟ دوی به بياهم ځان ته كوم نوم اخلي، په داسي حال كې چې أمريكا ترې بېزاره ده، خو بياهم د بهرنيو د باور ترلاسه كولو لپاره ولس وژنه كوي، د مجاهدېنو پر وړاندې د جگړې توان نه لري يواځي د ولسي وگړو په كورونو پر ړندو بريدونو او د بېوزله ولسي وگړو پر وژلو زورور دي، ايا كله يې هم له ځان سره دا خيال كړی چې څومره لوی او بوږنونكی تاريخي جنايت په خپل نوم ثبتوي؟؟؟
د بشري جنايتكارو او د سولي او سوكالۍ دښمنو له دې جنايت څخه پورته بل جنايت دا دی چې جنايت هم ترسره كوي او بيا ترې په ناوړه ټكو، هوايي شواهدو، بې اسناده خبرو، د خپلي خوښي ناسمو او بې ثبوته پليدو موادو شرمېږي هم نه او هغه مجاهدېنو ته منسوبوي، دوی خيال كوي چې په داسي ناوړه او د انسانيت ضد كړنو به وكړای شي له خپلي منفوري څيري څخه د بدنامۍ داغونه ړنگ كړي، د دښمن رېموټي وياندويان او زر خريده رسنۍ د درواغو يو طوفان را الوزولی، په رڼا ورځ د خلكو په سترگو كې خاوري شيندي، د خپل جنايت د توجيهاتو په ضمن كې د هغه پړه په مقابل لوري ور اچوي او په خلكو د دومره سادگۍ گمان كوي چې د درواغو او حقيقت ترمنځ په توپير نه پوهېږي يابه يې ونكړای شي، ارمان ! دوی كله هم ليږ شرم وكړي او بې ځايه نارو سورو او د تمساح نمايشي اوښكو تويولو پر ځای په دواړو نړيو د خدای ج پر وړاندې او د خپلو د خلكو او بهرنيو ملاتړو پر وړاندې شرمندگي وښيي او پر جنايت زيات د درواغو جوړولو ارتكاب يې نه كولای.
الحمدلله ! تېره ورځ د اسلامي امارت وياندويانو د دغې زړه ماتونكې پېښي له پيله څو ځله اعلان وكړ چې د سنگين جنايت په رښتياهم چې زيات بوږنونكی دی او موږ يې د څېړني او وروستيو جزئياتو خپرولو سر بېره تيار يو له ټولو نړيوالو سره پرې وغږېږو او هم كورنۍ او بهرنۍ رسنۍ كولای شي سيمي ته ځان ورسوي او پېښه له نږدې وڅېړي، له هر ډول فشار پرته نړيوالو ولسونو او زموږ مظلوم ا درانه ولس ته واضحه كړي چې د كابل اداره څرنگه لكه لېونی اوښ هر د ليونتوب جنايت ترسره كويترڅو ځان د خپلو بادارانو تر نظر ښه ور كړي او د بېوزلانو پر وژنه خپل روحيه او مورال واخلي!؟
د يوناما څېړنيزه اداره او د بشر د حقونو دعوه داران او نور چېري دي؟ چې د كابل ادارې په تشو خيالي او مغرضانه تراشليو موادو د طالبانو په اړه د بشري حقونو د نقض او ولسي زيانونو د اوږدو پړپړو جعلي احصائيې جوړوي؟ ولي نه راځي ترڅو زموږ د ځورېدلې ټولني واقيعيتونه له نږدې وويني؟ او ولي د كابل ادارې په سنگينو جنايتونو د اعتراض خوله نه خلاصوي؟
په اوسنيو حساسو شرائطو كې چې ټوله نړي په هېواد كې د مذاكراتو پروسې او د قطر د تړون توافقاتو عملي كېدو ته متوجه ده؛ ايا دا ډول دردونكي وحشتونه او تاريخي پېښي له دې پرته كومه بله مانا لرلای شي چې د كابل ادرې عامو نظرونو ته د دوكې وركولو په موخه لرلي او د دا ډول زړه دردونكو صحنو په رامنځته كولو د خپل كمزوري واك غځولو په لټه كې ده؟!
باید وويل شي چې دغه مظلوم ولس بې ځوابه نشي پاتې كېدای، خو نور هرچاته مالومه شوې چې په هېواد كې د واقعي او سر تاسرې سولي او أمنيت مانع څوك دي؟ او د هېواد د سولي او پرمختگ دښمنان څرنگه د هېواد له روانو دردونكو پېښو څخه د وتلو پر ځای ستونزي او موانع راپيدا كوي او د افغانستان گران ولس له خپلو حقو او مشروعو غوښتنو ليري ساتي او يا يې ترې بې برخي كوي؟
د هېواد د ازادۍ او مظلومو هېواد والو د ته سرتاسري رښتوني أمنيت د راتلو په هيله

Related posts