جولای 12, 2020

د سنګین غمیزه، او د چارواکو رډبډ دروغ…!!

د سنګین غمیزه، او د چارواکو رډبډ دروغ…!!

د ورځي خبره:

د هلمند د ننۍ خونړۍ پیښې په اړه، د ارګ اعلامیه او د ارګ د دریو ویاندانو څرګندوني، خورا هیښوونکې او شرموونکي دي.

د کابل د ګوډاګۍ ادارې د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند، دوهمي لِوا عسکرو، هلمند سنګین کې د ولسي خلکو د څارویو د پیر او پلور د ګڼي ګوڼي مرکز (ګنج) د ډې سي توپونو تر ړندو ګذارونو لاندي ونیوی، چې له امله یې تر۵۰ پوري ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله،اوګڼ شمېر څاروي یې ورته تلف کړل.

خو په اړه یې له ارګ څخه خورا شرموونکې، ضد و نقیض، له سپین سترګۍ او پروپاګند نه ډک غبرګونونه راڅرګند شول:

لومړی د ارګ یو ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر ولیکل چې: دا پېښه د طالبانو له لوري د دوو چاودنو له امله رامنځ ته شوه.

ورپسي د ارګ بله اعلامیه راغله، چې پیښه یې تروریستي وبلله خو د عاملینو په نه صراحت سره یې د صدیقي خبره دروغ ثابته کړه چې ګویا هغه دا کار د مجاهدینو بللی و.

ورپسي د دواخان په نامه د ارګ یو بل ویاند پرځای د دې چې د پیښې په اړه غمرازي وکړي؛ پر خپل ټویټرپاڼه یې غزلي او لنډۍ ټویټ کولي.

ورپسي د مرتضوي په نامه د ارګ بل ویاند هم، دا پېښه بشري جنایت وباله خو د جنایتکارانو د نوم په نه اخیستلو یې پر هغوی پرده واچوله.

د ارګ د ګوډاګیانو دا ضدونقیض، استهزائیه او کاذب غبرګونونه په داسي حال کې رسنیو ته را ووتل چې د پيښې له ځایه د عامو خلکو ویډیویې، صوتي او تصویري اسنادو د پیښې بوږنوونکی حقیقت لا له وړاندې د لمر غوندي واضح کړی و.

له همدې ځایه وه چې د ارګ میشتو دا نامعقول او جاهلانه غبرګون تصدیقاً ثابته کړه، چې دا وحشت د دوی د موالي عسکرو خودسرانه عمل نه، بلکي د چارواکو په مستقیمه قومانده ترسره شوی عمل دی.

له دې نه دا هم څرګنده شوه چې په هیواد کې دا روزمره ګونګ او مرموز بشري جنایات هم ټول د ارګ میشتو په مستقیمه قومانده ترسره کیږي. ځکه چې ارګ میشتې او ارګ تړلې رسنۍ یې همېشه په همدې ډول د توجیه کولو او پر بل اړخ د پړې اچولو بې شرمانه هڅي کوي.

دا واقعیت هم واضح شو چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو ته افغان بیچاره ولس هیڅ راز ارزښت نه لري، ځکه خو یې په داسي بې پروایی او په وحشیانه ډول د هغوی قتل عام ته ملا تړلې.

حقیقت دا دی چې تر دې وړاندي کمونیستي ګوډاګیانو هم د خپلي توري واکمنۍ په وروستيو شپو ورځو کې د شکست پر مهال دا ډول ړانده وحشتونه ترسره کول،

خو بالآخر د دې مظلوم ولس په انتقام او قصاص کې را ځوړند او د خپل ناوړه عمل په سزاء ورسیدل.

اوسنیو کابل میشتو ګوډاګیانو ته هم پکار ده چې له تیر نژدې تاریخ نه سبق زده کړي. افغان مظلوم ولس هسي بې یارو مددګاره هم نه دی، هغوی پر داسی قادر او منتقم ذات ګروهمن دي، چې له حساب او انتقامه یې هیڅ ظالم خلاصیدلای نه شي.
و ماذلک علی الله بعزیز.

پای ………….!
۲۰۲۰/۶/۳۰

Related posts