جولای 12, 2020

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند د ایران له خاص استازي سره وکتل

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند د ایران له خاص استازي سره وکتل

نن د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او مل هئیت یې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان او مل هئیت سره په دوحه کې وکتل. دواړو خواوو په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو، سرحدي مسائلو، د افغانانو په مشری او مالکیت بین الافغاني خبرو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړې. ملا برادر اخند له خاص استازي طاهریان څخه غوښتنه وکړي چې په ایران کې افغان مهاجرینو سره د اسلامي ورورګلوۍ تعامل وشي. همدا شان د بین الافغانی مذاکراتو په هکله ملابرادر اخند وویل چې مونږ د توافقنامې ټولو موادو ته ژمن یو. کله چې زمونږ بندیان راخوشي شي مونږ د بین الافغانی خبرو پیل ته چمتووالی لرو.

محمدسهیل شاهین

۹/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۰/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/30م

Related posts